د پاکستان ټاکنې، ارزونې او وړاندوینې

سریزه:
یوه ورځ وروسته د جولای په ۲۵ نېټه په پاکستان کې د ولسي جرګې او ایالتي شوراګانو ټاکنې تر سره کېږي. د سیمې اوسنیو حالاتو ته په کتو سره دغه ټاکنې نړیوالو ته د توجه وړ دي. که څه هم له افغانستان سره د پاکستان اړیکي تر ډېره د پاکستاني پوځ او استخباراتي کړیو په لاس کې دي خو بیا هم یو شمېر افغان سیاستوال په پوره غور سره د پاکستان اوسنۍ ټولټاکنې له نږدې څاري. دپاکستان د اوسنیو ټاکنو ارزښت له زماني او سیاسي پلوه له پخوانیو هغو سره توپیر لري. په سیمه کې نیشنلیزم او قومپالنه په خپریدو ده، دپاکستان اقتصاد مخ پر ځوړ روان دی، روپۍ يې د ډالر په مقابل کې ارزښت بایللی اود اقتصادي بندیزونو په خړ لیست کې شامل شوی دی. د پاکستان پخوانی صدراعظم نوازشریف د اداري فساد په تور په زندان کې دی. له امریکا سره یې د جنوبي اسیا د ستراتیژۍ له مخې اړیکې تر بل هر وخت خرابې دي. له افغانستان سره يې اړیکې د طالبانو د ملاتړ او سوله ییزو خبرو اترو له مخې د عمل پرځای په تشو وعدو ولاړې دي. همدارنګه له هندوستان سره د پاکستان د سیاسي مذاکراتو دروازې له څو کلونو راهيسې تړلې پاتې دي.
 
د پاکستان سیاسي نظام بڼه:
پاکستان کابو ۲۰۰ ميلیونه نفوس لري او د سیاسي نظام بڼه یې پارلماني او نیمه فدرالي ده، داساسي قانون له مخې یې صدراعظم تر ټولو زیات واکونه او صلاحیتونه لري. ولسمشر یې سمبولیک صلاحیت لري. صدر اعظم یې باید د ولسي جرګې غړی وي.ولسي جرګه ۳۴۲ یې غړي لري. د ساده اکثریت او حکومت جوړونې لپاره ۱۷۲ څوکۍ ګټل یا خپلول پکاردي. دیوه انتخابي حکومت موده پنځه کاله ده خو د پاکستان په تاریخ کې دا دویم ځل دی چې انتخابي حکومت خپله قانوني موده پوره کوي. په پاکستان کې د پوځ د پیاوړتیا له امله زیاتره حکومتونه له وخت مخکې د پوځ له خوا د کودتا په وسیله ړنګ شوي او پوځي مشران یې په واک کې پاتې شوي دي. په پاکستان کې که ملکي حکومت پیاوړی هم وي خو بهرنۍ پالیسي، له هند او افغانستان سره اړیکې او د کشمیر لانجه یې د تل لپاره د پوځ په لاس کې پاتې شوې ده.
 
د ۲۰۱۳ ټاکنو لنډه کتنه:
په پاکستان کې تېر ځل ټاکنې په ۲۰۱۳ کې تر سره شوې، د ټاکنو په پایله کې پيپلز پارټۍ یا د خلکو ګوند اکثریت له لاسه ورکړ او مسلم لیګ نون د نواز شریف په مشرۍ ۱۶۶ څوکۍ و ګټلې او حکومت يې جوړ کړ، په همدې کې د پاکستان په سیاسي تاریخ کې نوي رامنځته شوي تحریک انصاف ګوند د پخواني کرکټر عمران خان په مشرۍ ۳۵ څوکۍ ترلاسه کړې چې زیاتره یې له پښتونخوا څخه وې، عمران خان په ټاکنو کې د درغلۍ په پلمه ناخوښي څرګنده کړه اوپه لاریونونو او پرلتونو يې لاس پورې کړ.په ایالتي کچه په پښتونخواکې د تحریک انصاف ګوند مخته شو، په سېند کې د پيپلز ګوند حکومت جوړ کړ او په پنجاب او بلوچستان کې د مسلم لیګ ګوند واک ته ورسیده.
 
داوسنیو ټاکنو پایلې به څه وي:
لکه مخکې مو چې ورته اشاره وکړه د پاکستان اوسنۍ ټاکنې به حیرانووکې پایلې ولري.د پاکستان درې ستر ګوندونه مسلم لیګ نون، پيپلز پارټۍ او تحریک انصاف د ټاکنو د ګټلو دعوا لري.
 
     د مسلم لیګ نون ګوند چې په پنجاب ایالت کې ژورې ريښې لري په ډېر بد حالت کې دی، ددې ګوند مشر نواز شریف د اداري فساد په تور د سترې محکمې له خوا څومیاشتې دمخه نا اهله وګرځول شو او څو ورځې دمخه د تفتیش دادارې دابتدايي محکمې له خوا په لس کاله بند محکوم شو او اوس يې له لور مریم نواز او زوم کپټن صفدر سره په زندان کې دی. د مسلم لیګ ګوند یو کال د مخه له پوځ سره اختلافات راغلل او له همدې امله یې زیاتره مشران بندیان او تبعید شول. مسلم لیګ نون په پنجاب کې ژورې ریښې لري او پنجاب هغه ایالت دي چې د ولسي جرګې تر سلو زیاتې څوکۍ لري. که پنجابیان له نواز شریف سره دهمدردۍ له مخې مسلم لیګ نون ته رایه ورکړي او دغه ګوند په ټول پاکستان کې تر سلو زیاتې څوکۍ ترلاسه کړي نود نوازشریف ورور شهباز شریف به واک ته ورسیږي.
 
د پخوانۍ صدر اعظمې بې نظیر بوټو خاوند اصف زرداري او زوی بلاول بوټو چې د پيپلز پارټۍ یا د خلکو د ګوند مشري پرغاړه لري او په سنده ایالت کې نفوذ لري، په تيرو ټاکنو کې ۴۲ څوکۍ ترلاسه کړې وې، دا ځل ښايي د ځوان بلاول بوټو د ټاکنیز کمپاین په وسیله په سنده ایالت اوټول پاکستان کې د ۶۰ په شاو خوا کې څوکۍ ترلاسه کړي چې دا د حکومت جوړولو لپاره کافي نه دي خود ایتلافي حکومت لپاره ډېرې مهمې دي.
 
     د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند چې د پوځ پټ ملاتړ هم ورسره دی دا ځل د ټاکنو د ګټلو دعوا لري. عمران خان په خټه پښتون دی خو کړه وړه يې غربي او پنجابیانو ته ورته دي. تیر ځل یې د پښتنو په کارت او د پوځ په ملاتړ اود بدلون په شعار د پښتونخوا زیاتې څوکۍ ترلاسه کړې. د عمران خان ګوند داځل باور لري چې په پنجاب او پښتونخوا ایالتونو کې ډېرې څوکۍ وګټي اوپه دې توګه د پنجابیانو باور هم تر لاسه کړي. په پاکستان کې دا روایت دی چې هر یو ګوند په پنجاب زیاتې څوکۍ ترلاسه کړي نو د وړو ګوندونو او خپلواکو غړو سره ایتلافي حکومت جوړولی شي. عمران خان هم دا ځل غواړي چې له دې سیاسي فارمول نه کار اخلي.
 
     د اسفند یارولي خان په مشرۍ نېشنل عوامي ګوند به دا ځل په پښتونخوا کې د قومي همدردۍ له مخې د لسو په خوا شا کې څوکۍ وګټي، په ایالتي کچه به له نورو ګوندونو سره په ایتلاف حکومت جوړ کړي، دې ګوند د یوه مخکښ غړي هارون بلور قرباني هم ورکړه او د پښتون ژغورنې له تحریک سره د نه ملاتړ له امله یې تاوان هم کړ دی.
 
   په کراچۍ ښار کې د مهاجرو قومي غورځنګ دا ځل په دوه برخو ویشل شوی دی، په تيرو ټاکنو کې دې غورځنګ ۲۲ څوکۍ ګټلې وې خودا ځل له ستونزو سره مخ دی. په کراچۍ کې لس ميلونه پښتانه هم مېشت دي په حوزو کې د ویش له امله تر یوې څوکې زیاتې نه ګټي.
 
   په بلوچستان ایالت کې د بلوچانو حالت هم خراب دی او په قبیلو سره ویشل شوي دی او خپلواک نوماندان هم زیات لري، ددې ترڅنګ په دې ایالت کې د محمود خان اڅکزي په مشرۍ د پښتنو قومي ګوند تیر ځل څو څوکۍ کټلې وې ، دا ځل به دپښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړ له امله تر پخوا يو څه ښه وي.
 
مذهبي ګوندونو د ۲۰۰۳ په څېر یو ځل بیا د متحده مجلس عمل په نوم ټاکنیز ایتلاف جوړ کړی دی د پښتنو د ملت پاله ګوندونو پر ضد د پوځ ملاتړ هم لري خو دا ځل به سترې بریاوې ونه لري.
 
خپلواک نواماندان هم دا ځل ښه کش کې دي او ښايي تر ۴۰ زیات خپلواک نوماندان بریالي شي، زیاتره خپلواک نوماندان دا ځل د پوځ ملاتړ هم لري او خپل اصلي ګوندونه یې پرایښي دي. د حکومت جوړونې په برخه کې د دوی رول خورا مهم ګڼل کيږي.
 
پایله:
د پاکستان په اوسنیو ټاکنو کې به یو ګوند هم واضح اکثریت تر لاسه نه کړي. ښايي یو ایتلافي حکومت جوړ شي. د پوځ کوښښ دا دی چې که عمران خان په پنجاب کې زیاتې څوکۍ ترلاسه نه کړي نو لږ تر لږه به یو پنجابی خپلواک غړی دیوه ایتلافي حکومت په سر کې صدراعظم شي. پوځ هم په دوو کې حيران دی که عمران خان راولي نو پنجابیان به ناراضه شي او په مظاهرو به لاس پورې کړي او دا کار۱۹۷۱ تاریخ تکرار کړيهغه مهال بنګالیانو اکثریت ګټلی و خو حکومت ور نه کړل شو، ملسم لیګ نون ګوند لا تر ټاکنو دمخه پوځ په ټاکنو کې په لاس وهنو او درغلیو تورن کړی دی. د پاکستان پوځ له پخوانیو ګوندونو ویره لري ، باور پرې نه لري او غواړي یو داسې ضعیفه ایتلافي حکومت رامنځته شي چې هېڅ وخت د پوځ ګریوان ته لاس ور وانه چوي. که نړیواله ټولنه د پاکستان داوسنیو ټاکنو د شفافیت حمایت ونه کړي او یوه ستر ګوند د پایلو منلو نه انکار وکړ نو پاکستان به د سیاسي او اقتصادي بې ثباتۍ لور ته نور هم ورنږدي شي.