د جمهوري غوښتونکو واک ته رسیدل:
دنړۍ او امریکا زیاتره سیاسي کارپوهان ، چارواکي او رسنۍ په دې اند وې چې دامریکا ولسمشریزې ټاکنې به دیموکراتان یا هلرې کلنټن په اسانۍ سره وګټي خو هلته د ټاکنو پایلې په ناببره او ډراماتیک ډول د جمهوری غوښتونکو په ګټه تمامې شوې او بې باکه نامتو سوداګر ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشر غوره شو. په دې کار سره ټوله نړۍ له حيرانتیا سره مخ شوه. ان تر دې پورې چې د ټولیزو رسنیو، فکري مرکزونو او او ټولپوښتونکو ادارو ځواک او ارزښت یې له سوال سره مخ کړ.
دامریکا نوي سیاستونه به څه وي؟
داخبره تر ډېره منل شوې ده چې جمهوري غوښتونکي د دیموکراتانو په پرتله پريکنده دريځ لري. لکه څنګه چې دامریکا د ټاکنو پایلو حیرانوونکې او ډراماتیکه بڼه درلوده نو د ډونالډ ټرامپ په راتګ سره به د امریکا کورني او بهرني سیاستونه او پریکړې ډراماتیکه بڼه غوره کړي. داسې پریکړې به کوي یوه به له بلې توپير ولري او دا کارونه د ټرامپ په څېر د یوه بې باکه ولسمشر په خولې شوني دي. داسې نه ده چې ټرامپ په کمپاینې ویناوو کې څه ويلي نو په هغو به عمل وکړي او یا تر غوره کېدو وروسته چې څه وايي نو هغه به کوي. د ټرامپ اصلي کار به د لوړې تر مراسمو وروسته پیل کېږي. دهغه مهم کار به د پالیسي جوړول نه بلکې داستخباراتي ادارو له خوا د جوړې شوې پالیسۍ په اړه تصمیمونه نيول وي. د دیموکراتانو په اته کلنه دوره کې د نړۍ سیاسي او امنیتي مسایل او شخړې دومره زیاتې شوې چې دامریکا سیاسي او اقتصادي زبرځواکي يې له ګواښ سره مخ کړه. د نویو سیاستونو له مخې د امریکا ملي ګټې د نورو هېوادونو د ملي ګټو له تعریف سره توپیر لري. د نړۍ د اقتصادي، استخباراتي او پوځي زبرځواک په توګه پاتې کېدل اوس د امریکا د ملي ګټو یوه برخه ده. همدارنګه دنړۍ په هرګوټ کې د امریکا د ګټو خوندي کول يې د ملي امنیت د پالیسۍ او ستراتيژۍ یوه برخه ده.
دامریکا سیمه ییز سیاستونه:
دامریکا راتلونکې سیمه ییزو سیاستونو په اړه زما موخه اروپا، عربي نړۍ، منځنی ختیځ، افریقا، روسیه ، جنوبي اسیا او منځنۍ اسیا ده. په راتلونکي کې به امریکا په هره سیمه کې به د خپلې خوښې یو یا دوه هېوادونه غوره کوي او هغو سره به تودې اړيکې پالي او له یو شمېر نورو سره به له سړې رویې نه کار اخلي. د بېلګې په توګه په جنوبي اسیا کې به له هندوستان سره ښې اړيکې وپالي او له دې لارې به په چين او پاکستان تمرکز کوي. سیمه ییزو ناندریو او شخړو ته به هم د غوره شویو هېوادونو له عینکو ګوري او په ټوله نړۍ کې به اصلي تمرکز د تروریزم پر بیلا بیلو ډولونو وي. له هند سره به ښې اړيکې وپالي، له روسیې سره به دیپلوماتیک تعامل زیات کړي. له چين سره به په اړیکو کې له زیات دقت او غور نه کار اخلي. له ایران اوپاکستان سره به له سیاسي او اقتصادي فشار نه کار واخلي.
دافغانستان په اړه به نوې پالیسي څه وي؟
امریکا په افغانستان کې پوځي حضور لري او ستراتیژيک او امنیتي تړون لري. د افغانستان سره د امریکا پاليسي تر ډېره پورې دامریکا له استخباراتي او پوځي ادارو سره تړاو لري. له افغان حکومت سره ښې اړیکې د امریکا د پوځي حضور په خاطر ستراتیژیک ارزښت لري. پر داسې اړیکو، په امریکا او افغانستان کې د سیاسي حکومتونو او واکمنانو بدلون دومره زیات اغیز نه لري. په تيرو ۱۵ کلونو کې دافغانستان او امریکا د حکومتونو تر منځ اړیکې له لوړو او ژورو سره مخ وې ، په لومړنیو اتو کلونو پیاوړې وې، د ښاغلي حامد کرزي د دویم دور راتګ سره یو څه ترینګلې شوې او اوس د ښاغلي اشرف غني په مشرۍ د حکومت له راتګ سره لاپسې تودې او پیاوړې شوې دي. په امریکا کې د نوي حکومت په راتګ سره د زیاتره افغانانو په ذهنونو کې يو څو پوښتنې را پورته شوي دي.
- امریکا به خپل پوځیان وباسي یا کم کړي؟
- افغانستان ته به سوله راشي که نه؟
- د حکومتونو تر منځ اړیکې به څه ډول وي؟
- دافغانستان له مهمو ګاونډیانو لکه پاکیستان اوایران سره به د امریکا چلند څه ډول وي او پر افغانستان به يې اغيز څه وي؟
- امریکا به په نږدې راتلونکي کې خپل پو ځیان له افغانستان څخه ونه باسي ځکه چې امریکا له افغانستان سره ستراتیژیک او امنیتي تړون لري او د همدې تړون له مخې امریکا په افغانستان کې پوځي اډې لري، البته د شمېر د زیاتولو او کمولو امکان شته دی. په افغانستان کې د سیاسي او امنیتي ثبات تر راتلو او د پیاوړي او مجهز افغان پوځ تر جوړیدو پورې دامریکا او نړیوالو پوځونو حضور د دواړو هېوادونو او نړۍ په ګټه دی.
- د افغانستان اقتصادي، امنیتي او سیاسي جغرافيې ته په کتو سره د جګړې عوامل زیات دي، طالب، داعش، د ګاونډیانو مداخله، مخدره مواد، اقتصادي سرچینې،قومي او قبیلوي ترینګلتیا وې او بي سوادي. دې پورته عواملو ته په کتو سره که امریکا پر پاکستان او ایران سیاسي فشار راوړي ، له روسيې سره يې اړيکې ښې شي نو طالبان به کمزوري شي، تر نیمايي زیات طالبان به له حکومت سره سوله وکړي او یو شمېر به يې بهرنیو هېوادونو ته فرار شي. ددې نورو عواملو له منځه وړل د حکومت له سیاسي اوديپلوماتیک تدبر سره تړلې ده چې په خپل وخت يې له منځه یوسي او یا يې کم کړي. خو له دې سره سره به دپیاوړي افغان پوځ تر جوړیدو پورې له بده مرغه تر راتلونکو څو کلونو پورې د جګړې او تروریستي بریدونو ګواښ موجود وي.
- د ښاغلي اشرف غني د حکومت دوه نیم کاله تير شوي او دوه نیم کاله نور لا پاتي دي. دټرامپ نوې اداره به هم ونه غواړي چې د اوسني حکومت اوامریکا د پوځ تر منځ په ښو اړیکو کې کوم خنډ رامنځته کړي. داشرف غني حکومت به خپل پنځه کاله پوره کړي، دملی وحدت د حکومت نظریه به له منځه لاړه شي، اشرف غني به پیاوړی شي او اداري اصلاحاتو ته به زمینه برابره شي. د ۲۰۱۷ په نیمايي کې به پارلماني ټاکنې وشي. که په راتلونکو دوه نیمو کلونو کې ولسمشر اشرف غني محسوسې اقتصادي او امنیتي لاسته راوړنې ولس ته وړاندې کړې نو ښايي یو ځل بیا ځان کاندید کړي.
په پای کې به دومره ووایم چې دافغانستان د سیاسي ټیکاو، امنیتي ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره راتلونکي پنځه کلونه ډېر مهم دي.
د یوه پرمختللي او سوله ییز افغانستان په هيله
Mahboobullahkhan1@yahoo.com