افغان کلتور ته پیښ ګواښونه او زمونږ نا پامي

 
لیکنه: مشتاق محمد رحیم
سیمیول هنګټنټن  د تمدنونو جګړه نومي کتاب کې لیکي چې نړۍ اوس مهال په یوې داسې جګړې کې بوخته ده چیرته چې یو تمدن غواړي بل تر خپل اغیز لاندې راوستو له لارې خپله برلاسي ثابته کړي- د دغه استدلال او بحث په رڼا کې لیدل کیدې شي چې د نړۍ په بیلا بیلو سیمو کې هیوادونه یا خو د خپل کلتور د اغیز غوړولو په هڅه کې دي او یا هم بیا د نورو هیوادونو د کلتور د سپکاوي هلې ځلې کوي ترڅو ټولنې فرهنګي او کلتوري ځوړ او ټیټوالي سره مخامخ کړي او له دې لارې یې د تمدن د پرمختګ مخه ډب کړي- په اوسني عصر کې بیا د ملتونو د استعمار یوه نوې بڼه ده-  
د افغانستان کلتور بیا د باندنیو یرغلونو سره د اوږد مهاله ناټیکاو، جګړو او د حکومتولۍ د نه شتون له کبله  مخامخ پاتې شوې- ګاونډیو هیوادونو تر ډیره بریده هڅه کړې چې یا خو خپل کلتور په افغانستان کې پر یو او بل نوم ځاې پر ځاې کړي او له دې لارې خپل اغیز خپور کړي او یا هم افغان کلتور د ګواښونو سره مخ کړي-
د افغانستان کلتور او په ځانګړي ډول د افغانستان  پښتون کلتور د ځپلو په هلو ځلو کې له ټولو ترمخه د پنجاب سینما لیدل کیږي – دغه سینما په تیرو څلویښتو کلونو کې دا هڅه ګړندۍ کړې چې پښتون کلتور  فحش، توندلاری، او له جګړو ډک وښاي او په دې اړه یې ډیرکار هم کړې- د ټکنالوجۍ پرمختګ بیا د پښتون کلتور دښمنانو ته کار خورا اسانه کړې او هغه څه چې به پخوا د سینماي فلمونو له لارې یوازې  محدودو او لږو لیدونکو ته رسیدل اوس د سي ډي ډرامو او فلمونو له لارې پراخه لیدونکو ته رسیږي- همدا راز که دا هڅه پخوا یوازې دکوزې پښتونخوا تر سیمې محدوده وه نو اوس د افغانستان ګوټ ګوټ ته، په ځانګړي ډول ختیځور ولایتونو ته، په اسانۍ سره نه یوازې رسیږي بلکې د دغه فلمونو د تولیدونکو دپاره د ګټې
کار هم ګرځیدلې- C:UsersDell 5521AppDataLocalMicrosoftWindowsTemporary Internet FilesContent.Word20160530_195734.jpg
سي ډي ډرامې او فلمونه چې له یوې خوا پښتون کلتور ځپي نو له بلې خوا بیا د پښتون نوي نسل ته پښتون د نشه کونکي، بدماش  او ایله ګرد په توګه ور پیژني، پښتنې پیغلې په دغه فلمونو کې د فحشا د آلې په توګه ښودل کیږي او همدا راز پښتون شډل او بې کلتوره وړاندې کیږي- همدا ده چې پښتون ځوان د خپلو پلرونو د پښتو او پښتونولۍ له درس نه لرې داسې څه خپلوي چې په ټولیزه توګه له پښتو او پښتونولۍ سره ضد دي-
همدا راز، یوې داسې ټولنې  کې چې سولې ته اړتیا لري، چیرته چې باید د سولې درس ورکړل شي، هلته بیا د ټوپک او جګړې روزنه روانه ده- د سولې د کلتور د خپراوي دپاره اړینه ده چې په افغانستان کې د سولې ادبیات له رسنیو له لارې خپاره شي- خو له بده مرغه نه دا چې د سولې ادبیات نه خپریږي بلکې د سولې ضد خپرونې په ټولنه کې د تاوتریخوالي د کلتور د خپراوي لامل دې-  
د خپګان خبره بیا دا ده چې د افغانستان دښمن دا زهر افغان ټولنه کې په ازاده توګه ویشي او په بدل کې یې مالی ګټه هم ترلاسه کوي- د افغانستان حکومت په دې اړه داسې بې خبره پروت دې لکه هیڅ هم چې نه کیږي- په ځانګړي ډول، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چې په دې اړه ځانګړې دنده په غاړه لري هیڅ هم نه کوي او د سي ډي فلمونو او ډرامو ترنوم لاندې افغانستان ته کلتوري زهر پرته له کوم خنډ را روان دي-
د دې دپاره چې د دې بلا مخه نیول شوې وي او د دښمن  موخو ته د رسیدو مخه ډب شوې وي، اړینه ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې اړه جدي ګامونه پورته کړي- په دې اړه له ټولو ترمخه باید د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  دا حتمي کړي چې هر انځوریز او فلمي مواد چې له بهره هیواد ته راځي باید له هغه ادارو لخوا راوړل شي چې قانوني جواز د دې کار ولري- پرته له جوازه خپاره شوي مواد باید غیر قانوني وګڼل شي او خپرونکو سره یې قانوني چلند وشي- همدا راز، هر هغه څه چې په بازار کې خپریږي باید د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې له یو ارزونکي پلاوي  د لیدنې او د هغو د خپرولو د تصدیق څخه وروسته خپاره شي ترڅو یوازې هغه مواد چې د افغانستان د قوانینو او کلتوري ارزښتونو سره اړخ لګوي خپاره کړې شي- همدا راز، ټول هغه تجارتي مرکزونه چې فلمونه  او ورته مواد خلکو ته په بازار کې خرڅلاو ته وړاندې کوي باید حکومت سره ثبت او راجسټر شي ترڅو دوي حکومت ته حساب ورکونکي و اوسي او د سرغړونې په صورت کې ورسره پوره قانوني چلند وشي- د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړ دې چې دکورنیو چارو د وزارت په چوکاټ کې د پولیسو سره همغږي ولري ترڅو د یادو ستونزو په اړه قانون پلي کړي-
C:UsersDell 5521AppDataLocalMicrosoftWindowsTemporary Internet FilesContent.Word20160530_195758.jpg
د افغانستان راتلونکې د افغانستان ځوان نسل دې- که دغه نسل د پردیو د بدو اغیزو څخه ونه ژغورل شي او همدا راز دوي خپل ویاړلي او ارزښتونو ډک کلتور سره ونه تړل شي نو د افغانستان دا ځواک به د ګمراهۍ لومو کې د ولیدو له کبله د هیواد راتلونکي ته لوې ګواښ جوړ شي- دا چې د افغانستان دښمنان یو بې ثباته او په تمدني لحاظ وروسته پاتې افغانستان غواړي، له دغه غیر معیاري او افغان کلتور ضد فلمونو د خپرولو له لارې به وکړې شي چې په اسانه خپلو موخو ته ورسیږي- همدا ده چې د افغانستان حکومت، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لارې باید د باندنیو د تمدني جګړې مخه ونیسي –