د امریکا او پاکستان د اړیکو ترینګلتیا او پر پاکستان یې اغیز

د ۲۰۱۸ کال په لومړۍ ورځ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د امریکا او پاکستان ترمنځ کړکیچنو اړیکو ته هغه مهال یو ستر ګوزار په خپل ټویټر پاڼه پاکستان یو دروغجن او فریبکاره هیواد وبللو. د دغه اعلان سره سم کابو دوه ملیارده ډالرو مرستې چې باید پاکستان ته ورکړل شوی وای وځنډول شوی. همدا راز، د امریکا د مشرتابه لخوا پاکستان ته د ډیورنډ کرښې ته څیرمه او د پاکستان په بیلا بیلو ښارونو کې د پرتو ترهګرو ډلو چې د پاکستان له  خاورې په افغانستان کې فعالیت کوي پرضد د ګامونو پورته کولو غوښتنه وشوه. د امریکا د حکومت د غوښتنو د نه منلو په صورت کې دغه هیواد ته اخیستل شویو ګامونو په پرتله لا نورو جدي ګامونو پورته کولو ګواښ هم وشو چې پکې د پاکستان تر ولکې لاندې قبایلي سیمو او آن نورو لویو ښارونو کې د عملیاتو یادونه وشوه.
د امریکا او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا په کړکیچ کې ډیر بحثونه د امریکا په افغانستان کې شتون او همدا راز د روان بحران په افغانستان د اغیز بحثونه ډیر مطرح دي. ډیرې لویدیځوال شننونکي ویره لري چې د امریکا پاکستان سره د اړیکو خرابیدل به د دغه هیواد ماموریت ته په افغانستان کې تاوان ورسوي ولې چې د امریکا ټول لوجیستکي اکمالات د پاکستان له لارې کیږي.
امریکا د تیرو اوو کلونو په اوږدو کې له پاکستان څخه په افغانستان کې د نه همکارۍ او مخالفو وسلوالو ډلو ته د پټنځایونو د ورکړې له کبله ګیله منه ده. د دواړو هیوادونو ترمنځ په دغه موده کې اړیکې لوړو ژورو سره مخامخ پاتې شوي چې په دې لړ کې د می میاشتې په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان په ایبټ آباد سیمه کې د القاعده پخواني مشر اسامه بن لادن پرضد د امریکایي پوځ خپل سري عملیات او د همدې کال د نومبر په میاشت کې د ډیورنډ کرښې ته څیرمه د امریکاي الوتکو بمباري د یادونې وړ ده. د سلاله حملې څخه وروسته چې پکې ۲۸ پاکستاني سرتیري ووژل شول د پاکستان غوصه را وپاروله چې په لړ کې یې پاکستان د امریکا د عسکرو اړوند د لوجیستکي توکو انتقال تر هغه مهال وځنډوو چې د وخت د امریکا د باندنیو چارې وزیرې میرمن هیلري کلنټن د پاکستان څخه د پیښې له کبله رسمي بښنه وغوښته.
د ټرمپ د ادارې د وروستیو دړکو او ورسره تړلیو عملي اقداماتو ته په کتو پاکستان په ځواب کې ویلي چې مونږ به د امریکا سره خپله ملګرتیا پای ته ورسوو. همدا راز، پاکستان په وروستیو کې هڅه کړې ده چې د امریکا د بدیل لټه وکړي. خو ځمکنیو حقایقو ته په کتو د پاکستان نه همکاري به پر امریکا کوم ځانګړې اغیز و نه لري او همدا راز پاکستان ته به د امریکا بدیل پیدا کول هم اسانه نه وي.
په لومړي سر کې که امریکایي سرتیرو ته په افغانستان کې د لوجستیکي امکاناتو د برابرولو بحث کیږي نو د یادونې وړ ده چې امریکا او ناټو په ټولیزه توګه د هغه شمیر په پرتله چې د ۲۰۱۴ کال څخه د مخه یې په افغانستان کې د سرتیرو وو په مراتبو کم دې. دغه مهال امریکا او ناټو اړ وه چې کابو ۱۳۰۰۰۰ عسکرو ته امکانات او وسلې ولیږدوي خو دا شمیر د اوس مهال دپاره یوازې د ۲۰۰۰۰ څخه د ۳۰۰۰۰ ترمنځ دې. د دې ترڅنګ چې په افغانستان کې د سرتیرو د کم والي له کبله د ناټو په افغانستان کې اړتیاوی کمې شوي دي، افغانستان د مالونو او لوجیستکي امکاناتو د لیږدولې ګڼې نورې لارې هم پرانیستلې دي چې د هغو له جملې د چابهار یادونه له ټولو ترمخه کیدې شي.
د چابهار بندر چې ایران کې موقعیت لري افغانستان د اوبو له لارې هندوستان سره تړي او دغه بندر ته د پاکستان د ګوادر د بدیل په سترګه کتل کیږي. که څه هم د امریکا او ایران اړیکې له تیر یو کال څخه د خرابوالي یو نوي پړاو ته ننوتي خو امریکا کولې شي چې د هندي قراردادیانو په مرسته غیر نظامي لوجستیکي لیږدونې د چابهار بندر له لارې وکړي. د یادونې وړ ده چې د ټولو ستونزو سره سره، امریکا د چابهار بندر څخه د ګټې اخیستنې په لړ کې تل د افغانستان د هڅو ملاتړ کړې دې. بله خوا دا چې ایران غواړي چې چاربهار د هند او افغانستان دپاره د یو ښه بدیل په توګه پرمختګ وکړي نو د امریکا سره د دښمنۍ سره سره به دا هیواد د لوجیستيکي لیږد مخه ونه نیسي.
د چار بهار ترڅنګ افغانستان د مرکزي آسیا د یو شمیر هیوادنو سره د د سوداګریز لیږد په لړ کې تړونونه کړي دي. که څه هم روس به هڅه کوي چې د خپل اغیز څخه د کار اخیستنې له لارې امریکا ته اجازه ورنکړي چې په ډاډه زړه لوجیستکي لیږد وکړي خو د بیلا بیلو لارو څخه په ګټه اخیستنې د هغو تړونونو پرمټ چې د افغانستان حکومت د مرکزي هیوادونو سره کړي امریکا به وکړې شي چې د خپلو سرتیرو اړتیاوی په افغانستان کې پوره کړي.
له بله خوا تر کومه ځایه چې د نظامي لیږد خبره ده، دا چې د ناټو د سرتیرو شمیر په افغانستان کې کم شوی نو د دوي نظامي اړتیاوی هم کمې دي. ناټو او امریکا د خپلو سرتیرو اړتیا وړ نظامي درنه وسله او وسایط ټول امریکا ته د تیرو پنځلسو کلونو په لړ کې لیږدولي دي. سپکه وسله بیا کیدې شي د هوا له لارې په منځني ختیځ کې شته نظامي مرکزونو څخه انتقال شي.
د بدیل په توګه پاکستان تر ډیره بریده په چین او روس باندې د تکیه کولو په فکر کې دې.  دا په داسې حال کې ده چې پاکستان دا اوس د  د بودیجې کلنې کسر ۸ ملیارده ډالر دې چې د پاکستان د ټولې بودیجې نیماي برخه جوړوي. د دې ترڅنګ پاکستان اړ دې چې هر کال کابو یو ملیارد ډالر نړیوالو ادارو ته د هغو قرضونو سود چې دغه هیواد ترې اخیستې ورکړي. په داسې حال کې چې د پاکستان اقتصادي حالت جدي ستونزو سره مخامخ دې، د پاکستان د کلنۍ بودیجې ۶۰ سلنه په نظامي چارو او پوځ مصرفیږي.
د پاکستان د پوځ اړوند مصرف د پاکستان د بودیجې غوښنه برخه پاتې شوی ده خو دا مصرف د پاکستان دپاره دا اوس مهال د ځانګړي اهمیت وړ ده. پاکستان دا اوس په بلوچستان ایالت کې د بیلتون پالو د چریکې جګړې سره مخ دې، بله خوا د پښتونخوا قبایلي سیمو کې د طالبانو سره په جګړه کې بوخت دې. همدا راز د پاکستان په هندي کشمیر کې ښکیلتیا هم نظامي مصرف ته اړتیا لري او پاکستان ګلګت او بلتستان سیمه کې هم د وسلوال پاڅون سره لاس او ګریوان دې. د دې ټولو نظامي ښکیلتیاو سره سره پاکستان د سند ایالت مرکز کراچۍ ښار کې د جرمي مافیا د فعالیت څخه هم ځوریږي.
د پاکستان پورتنیو نظامي بوختیاو ته په کتو پاکستان اړ دې چې خپل نظامي بودیجه په خپل ځای وساتي. بله خوا بیا دا هیواد د بودیجې د کسر له کبله نه شي کولې دا مصرف پوره کړي. دا ډول اقتصادي ننګونې د پاکستان ټول ثبات ستونزو سره مخ کړې او په داسې حال کې د امریکا د مرستو بندیدل به دا هیواد جدي بحران سره مخامخ کړي او پاکستان به یوې داسې دوه لارې کې ودریږي چې یوه ټاکنه به بل تاوان ورته ویزیږوي. که چیرې نظامي مصرف کمیږي نو بیلتون پال او وسلوال حرکتونه به د پاکستان ثبات ستونزو سره مخ کړي او که د نظامي برخې بودیجه ثابته پاتې کیږي نو کابو ۲۲۰ میلیونه ملت به جدي اقتصادي ستونزو سره مخ شي.
د یادونې وړ ده چې افغانستان هم پاکستان سره خپله سوداګري په بې ساري ډول را ټیټه کړې ده. په تیرو پنځو کلونو کې د دواړو هیوادنو ترمنځ سوادګري ۷۰ سلنه کمه شوی. د سوداګرۍ دا کموالې د پاکستان اقتصاد باندې لوی ګوزار ثابت شوی او په ځانګړي ډول د پاکستان زراعتي اقتصاد یې جدي ستونزو سره مخامخ کړی دې.
بله خوا پاکستان په ظاهره د دې ښودلو هڅه کوي چې ګوندې چین او روس به دغه هیواد دپاره له اقتصادي او نظامي اړخه بدیل ثابت شي. خو د چین د خپلو ملګرو هیوادونو سره د اقتصادي اړیکو ته په کتو چین هیڅ کله هم د امریکا بدیل نه شي کیدې. امریکا په تیرو پنځلسو کلونو کې پاکستان ته ۳۳ ملیارده ډالر د هیڅ په بدل کې ورکړي خو چین به بله خوا د هر ډالر د ورکړې په بدل کې د خپلو ملګرو هیوادونو زیرمو او امکاناتو ته لاسرسې غواړي. په دې لړ کې پاکستان د ۶۰ ملیاردو ډالرو په بدل کې د ګوادر بندر او له ژوانګ زو څخه تر ګوادره سړک د چین په واک کې ورکړې. له دې هخوا په پاکستان کې داسې کومې سرچینې نه شته چې د هغې په بدل کې دې چین د پاکستان سره مرسته وکړي. همدا راز روس بیا پخپله دا مهال یوازې خپل عاید او مصرف د پرتلې د جوړولو په هلو ځلو کې بوخت دې. ورسره، د روس ملګرتیا هم تر ډیره بریده د نغدو پرځای د جنس په بڼه وي چې د پاکستان شته ستونزې نه شي حل کولې.
د پورته ټولو ترڅنګ که چیرې د امریکا اړیکې د پاکستان سره نورې هم خرابې شي نو کیدې شي چې دا هیواد د امریکا بندیزونو سره مخامخ شي. دا بندیزونه به د پاکستان په سوادګرۍ باندې نورې منفي اغیزې ولري چې په پای کې به د پاکستان ستونزې لا پسې پراخه کړي.  
د پورتنیو حقایقو په رڼا کې دا جوته ده چې پاکستان د امریکا د مرستو پرته نه شي کولې چې خپلې ورځنۍ چارې مخ ته یوسي. همدا لامل دې چې پاکستان به هیڅ کله د امریکا سره خپلې اړیکې پرې نه کړي او د امریکا د غوسې د کمولو په لارو چارو به کار وکړي. که څه هم د پاکستان حکومت خپل ملت ته د کاذب ډاډ ورکولو په لټه کې دې، د پاکستان چارواکي به هرومرو د دې لټه وکړي چې د امریکا او پاکستان اړیکې بیا سره ترمیم کړي. په دې لړ کې به پاکستان د امریکا ډیرې غوښتنې ومني او له دې لارې به هڅه وکړي چې د امریکا ملګرتیا له لاسه ورنکړي.