راشد خان ارمان

راشد خان ارمان، هغه نوم چې په اوريدو سره سم د افغانانو پر شونډو موسکا را ولي. هغه نوم چې د کرکټ د نړیوالو شنونکو د شننو د سر ټکې ګرځیدلې، هغه نوم چې د کرکټ د نړۍ تر ټولو سترو سوداګریزو سیالیو، د هندوستان غوره لیګ(IPL) ، د لوبو پر مهال د مخالفو لوبډلو د داخلي بحثونو او د مطبوعاتي د ګردي میزونو سر دی. راشد خان ارمان، د افغانستان ځوان د کرکټ لوبغاړی، چې په لنډه موده کې یې نه یوازې دا چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې ځان ته نوم ګټلې بلکې په نړیواله کچه یې هم بې شمیره مینوال پیدا کړي دي.
راشد په ښي لاس د مړوند په مرسته ورو توپ اچونکی او په ښي لاس توپوهونکی دی. د مړوند په مرسته په ښي لاس توپ اچونه د کرکټ په ژبه لیګ بریک توپ اچونه بلل کیږي او د کرکټ یو تر ټولو ستونزمن او مشکل فن دی. همدا دلیل دې چې د کرکټ ۱۴۰ کلن تاریخ کې د نورو مسلکونو د سلګونو او زرګونو نامتو لوبغاړو په کتار کې د لیګ بریک توپ اچونکو شمیر د ګوتو په شمار دي. خو په دغه ستونزمن او ننګونکي فن کې بیا د ننګرهار د اچین ولسوالۍ د پیښې خوړ د کلي اوسیدونکی دغه تنکی ځوان په ماشوم عمر کې دومره مهارت او کمال ترلاسه کړی چې ډیر یې د خپل د کرکټ د مسلکي ژوند وروستیو کلونو کې هم نه شي خپلولی.
هسې خو لیګ بریک توپ اچونه همدا اوس مهال د نړۍ د بیلا بیلو هیوادونو لوبغاړي ترسره کوي خو څومره بریا او نیک نوم چې په دغه ډول توپ اچونه کې راشد په تیرو ۲۴ میاشتو کې ګټلې، د اوسني عصر کم لوبغاړي دغه کچې ته رسیدلي. د لیګ بریک توپ اچونې یوه بنسټیزه ننګونه دا ده چې له دې ترمخه چې یو څوک په دغه برخه کې مسلکي توپ اچونکی شي باید ډیر تمرین او کوښښ وکړي او دغه تمرین بیا ډیر عمر او وخت ته اړتیا لري. همدا راز، دا ډول توپ اچونه د توپ اچولو پر مهال د توپ اچونکي لخوا ډیر کنترول او پر ځان باور (self confidence) ته اړتیا لري چې دغه څه هم ډیر وخت او یو څه د عمر پوخوالي څخه وروسته شونې ده. خو تنکي راشد د لیګ بریک توپ اچونې لپاره اړینې اړتیاوې شاته غورځولي او په ماشومه تنه د نړۍ نامتو لوبغاړي د کرکټ په ویشتنځای یا پچ باندې ډار او وار خطایۍ سره مخامخ کړي دي.
 

 
راشد د هند په غوره لیګ کې تر اوسه د هندوستان او د نړۍ هغه نامتو لوبغاړي سوځولي کوم چې د ورو بالنګ په لوبولو کې ماهره ګڼل کیږي. برینډن میکولم، سریش راینا او د سټیون سمته سوځول د دې لامل شو چې مهندر سنګه دهوني، د هندوستان د ملي ټیم پخوانې لوبډلمشر او د ورو توپ په مقابل کې د ښه تکنیک خاوند، راشد په خورا احتیاط سره ولوبوي چې د خپلې تیرې لوبې په پای کې دهوني د دغه احتیاط اقرار هم وکړ.
پوښتنه دا پیدا کیږي چې نو راشد کې داسې کوم کمال دی، چې بیا نورو لیګ بریک توپ اچونکو کې نشته، چې له کبله یې د نړۍ د سر لوبغاړي هم نه شوی کولې چې د ده توپ په ښه ډول ولوبوي؟ ځواب یې دا دی چې راشد د نورو لیګ بریک توپ اچونکو سره خورا ډیر توپیر لري. لیګ بریک توپ اچونکي چې کله توپ اچونه کوي نو توپ وهونکي د ده لاس ته ګوري او د هغې په رڼا کې بیا اندازه لګوي چې توپ به کوم خوا ته تاویږي. د لیګ بریک بالر توپ په درې استقامته د چورلیدو یا تاویدو توان لري. یو عادي توپ دې چې ښي لاسي توپ وهونکي لپاره په پچ د لږیدو وروسته د باندې خواته وځي یا په بل عبارت د توپ وهونکي څخه لرې ځي. دا ډول توپ اچونې لپاره توپ اچونکې د کرکټ توپ په ورغوي کې نیسي او خپلې ټولې ګوتې پرې را تاووي خو د توپ ویشتلو پرمهال بیا مړوند د ښي لاسي توپ وهونکي چپې خوا ته مروړي او توپ ته د کچې ګوتې څنګ ته د ګوتې په مرسته زور ورکوي ترڅو توپ د ښي لاسي توپوهونکي څخه چپې خوا ته لرې لاړ شي. دا لیګ بریک توپ بولي. دویم توپ، چې راشد پکې بیا ځانګړې مهارت لري، ګوګلي توپ دې. دا توپ چې کله په پچ ولږیږي نو د ښي لاس توپ وهونکي پسې د ده خوا ته ورځي. دریم ډول توپ هغه دی چې یوې خوا ته هم نه ځي او نیغ په نیغه په یو اندازه ګړندۍ توګه توپ وهونکي ته ورځي چې فلپر یې بولي. عام لیګ بریک توپ اچونکي چې کله لیګ بریک کوي نو خپل ښی لاس د سر څخه یو څه لرې تاووي او د ګوګلي د پاره لاس بیا سر سره نژدې نیغ پورته کوي او همدا راز فلپر بیا د ګوتو د څوکو په مرسته لاس نیغ پورته کولو له لارې ولي. راشد په قدرتي ډول ګوګلي او لیګ بریک دواړه د یو استقامت څخه کوي او د توپ اچونې پرمهال لاس سر سره نژدې نیغ تاووي. دا د راشد ځانګړتیا ده که نه په عادي حالت کې دواړه ګوګلي او لیګ بریک له یو استقامت څخه په ښه ډول نه کیږي. دویم لار چې د توپ د لوري د معلومولو لپاره نړیوال لوبغاړي کاروي، هغه د لیګ بریک توپ اچونکي د لاس او ګوتو ته د توپ اچونې پر مهال کتل دي. خو راشد دلته هم مخامخ ولاړ توپ وهونکي ته دا چانس نه ورکوي ولې چې دې د توپ اچولو لپاره لاس تیز تاووي او همدا لامل کیږي چې توپوهونکی دومره وخت نه شي موندلې چې د ده لاس مطالعه کړي او پوه شي چې توپ به په کومه خوا چورلیږي.
په کرکټ کې ډیر وخت لوبغاړي راځي او د لوبو پر مهال د کوچ یا لارښود په مرسته  خپله لوبه لا پسې ځلوي او پیاوړې کوي خو بیا ډیر کم شمیر داسې لوبغاړي هم راځي چې آن د راتګ په وخت جوړ او ځلیدلي غمي وي. دغه ډول لوبغاړي د کرکټ په اصطلاح ډالۍ شوي (gifted) لوبغاړي بلل کیږي او افغانستان راشد، د حمید حسن نه وروسته، دویم داسې لوبغاړې د کرکټ نړۍ ته وړاندې کړې چې جوړ غمې راغلې. راشد دا اوس مهال د سریلنکا پخواني ورو توپ اچونکي جادوګر متهیا مرلي دهرن تر لارښونې لاندې لوبه کوي. په یوه مرکه کې له مرلي وپوښتل شول چې راشد ته نور څه ورزده کوي؟ د مرلي ځواب وو، هیڅ! یوازې ورته وایم چې په آرامه اعصابو له لوبې دې خوند واخله! د هندوستان پخواني لوبغاړي او د کرکټ نامتو اوسني شنونکي روي شاستري راشد اغیزناک لوبغاړی (Impact Player) بللی. دا نوم هغه لوبغاړو ته ورکول کیږي چې د دوی شتون په لوبه باندې تل ژور اغیز لري. تر ټولو غوره دا چې د لیګ بریک توپ اچونې تر ټولو ستر لوبغاړي شین وارن، چې د خپلو لوبو پر مهال یې د کرکټ پوهانو په وینا د شلمې پیړۍ تر ټولو غوره توپ هم اچولی و، د راشد په اړه ویلي چې زه د ده له توپ اچونې خوند اخلم!  
سره له دې ټولو ځانګړنو، راشد لا اوس هم کشر دی. د نوي عصر کرکټ ډیر تیز او له ننګونو ډک دی. راشد ډیر څه زده کولو ته لري. راشد اړ دی چې په خپل فلپر توپ باندې کار وکړي او که راشد د فلپر توپ اچولو مهارت لا پسې ښه کړ نو د نړۍ د توپوهونکو ستونزې به یو په دوه کړي. همدا راز راشد اړ دی چې د خپل لیګ بریک توپ د ډیر چورلولو یا تاوولو په مهارت باندې نور کار هم وکړي. د ښه فلپر او یو څه نور ښه لیګ بریک او شته ګوګلي به راشد د دې جوګه کړي چې توپوهونکي لا پسې ستونزو کې اخته کړي. همدا راز، راشد یو ښه توپ وهونکی هم دی او د یو څه کوښښ او زیار څخه وروسته په دغه برخه کې هم مخالفو لوبډلو ته سر خوږی جوړولی شي. خو تر ټولو د مخه، راشد باید هڅه وکړي چې د خپل هر پرمختګ او هرې بریا څخه وروسته خپله عاجزي لا ډیره کړي، خپل تمرین او هلې ځلې لا ډیرې کړي او ځان لپاره لویې لویې موخې وټاکي. د افغانستان د کرکټ دا کوهنور غمی په خپله رڼا د افغانستان نوم د کرکټ په تاریخ کې تر ټولو ډیر د ځلولو وړتیا لري. خو د دې ټولو ترڅنګ، راشد غوندې خلک د خپلې ټولنې ځوانانو ته یو لوری ورکوي، د مثبت او د ګټور ژوند د تیرولو الهام ور بښي. د جګړه ځپلي افغانستان ځوانان د راشد غوندې اتلانو ته اړتیا لري ترڅو دوی د خپل راتلونکي په اړه له دغه ډول خلکو الهام واخلي. راشد باید د دغه ځوانانو لپاره د خپلو لاسته راوړنو او کړو وړو له لارې یو آیډیال په توګه ژوند وکړي.