ریمنډ ډیوس د امریکا د حکومت په پاکستان کې یو قراردادي وو. هغه په لاهور کې دوه کسان هغه مهال وویشتل چې ډیوس ویره درلوده چې هغوي به پر ده باندې ډزې وکړي. دغه قراردادي بیا پولیسو ونیولو او د دوه کسانو د وژلو په تور یې محکمې ته وړاندې کړ. محکمې بیا دغه قراردادي ته د پاکستان د استخباراتو په لارښونه د خلاصون لاره برابره کړه او عادي محکمه یې ورته شرعي کړه، بیا یې د وژل شویو په کورنیو فشار راوړ ترڅو یو لک او دیرش زره ډالر دیت واخلي او ریمنډ ډیوس ته بښنه وکړي. همداسې وشوو!
دغه قراردادي د خپلې قضیې په اړه یو کتاب لیکلې چې پکې یې د قضیې ټول بهیر او د ده خلاصون اړونده هلو ځلو تفصیل لیکلې. د دغه کتاب لنډیز بي بي سي اردو خپور کړې او د کتاب لوی ټکي یې خلاصه کړي دي. ما هڅه کړې چې د بي بي سي د راپور لنډیز تاسې ملګرو ته په پښتو کې وړاندې کړم:
- د محکمې وروستۍ ورځ وه او قاضي په هغه ځانګړې محکمه کې چې په کوټ لکهپت جیل کې جوړه شوې وه وروستۍ پریکړه اعلانوله. په محکمه کې د تیرو ورځو پرخلاف ډیره ګڼه ګوڼه وه. تورن ډیوس په یوه اوسپنیزه پنجره کې محکمې ته حاضر کړې شو.
- د حیرانتیا خبره دا وه چې د وژل شویو د وکالت کونکې وکیل منظور بټ په دغه د پریکړې په ورځ ناسوبه وو. منظور بټ هغه څوک وو چې د قضیې په جریان کې یې ډیر تیز بحثونه کړي وو ترڅو ډیوس مجرم ثابت کړي. کتاب واي چې کله منظور بټ محکمې ته را روان وو نو استخباراتو ونیولو او ډیر ساعتونه په نا اعلان شوي بند کې وساتل شو. آن دا چې منظور بټ د خپلو موکلینو کورنیو سره له لیدو هم ایسار کړې شو. منظور بټ دا قضیه مفته مخ ته وړله او له چا یې پیسې نه وې اخیستې. کتاب واي چې په ۲۳ د فبروروي ۲۰۱۱ د پاکستان او امریکا لوی درستیزانو په عمان کې لیدنه ترسره کړه ترڅو پر دې بحث وشي چې د پاکستان په قضاي نظام کې داسې کومه لاره پیدا کړې شي چې پر مټ یې ډیوس ته برات واخیستل شي.
- د محکمې په وروستۍ ورځ د مطبوعاتو په شمول ډیر خلک له محکمې و ایستل شول خو یو کس چې هلته پاتې شو هغه د آي ایس آي د هغه وخت مشر جنرال شجاع پاشا وو. ډیوس واي چې جنرال پاشا د محکمې په لړ کې د امریکا په پاکستان کې سفیر ته د هرې تیریدونکي شیبې د چارو راپور په تیلفوني مسیج کې لیږلو.
- په محکمه کې قاضي پریکړه وکړه چې روانه عادي محکمې دا اوس په شرعي محکمه وا اوښته. د محکمې په شرعي محکمې اړونه د جنرال پاشا لخوا وړاندې شوی منصوبه وه. جنرال پاشا چې د وروستۍ محکمې څخه یوازې دوه ورځې وروسته تقاعد کیده چټکې هلې ځلې وکړې ترڅو دا قضیه پای ته ورسوي او ډیوس له بنده خلاص کړي.
- د محکمې د دیت (د وینې بدل ورکول) پریکړه د وژل شویو کورنیو رد کړه. د رد په بدل کې د کورنیو ټول ۱۸ غړي ونیول شول او کوټ لکهپت جیل ته واچول شول. دوي ته وویل شول چې یا خو ډالر۱۳۰۰۰۰دیت ومنئ که نه نو........
- بیا د کورنۍ غړي یو په یوه دقاضي مخ ته حاضر شول، خپلې تذکرې یې وښودې او خپلې پیسې یې واخیستې. هغوي ته د مطبوعاتو سره له خبرو کولو اجازه هم نه وه.
- د امریکا د وخت د باندنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن هغه مهال وویل چې د امریکا حکومت چاته پیسې نه دي ورکړي. پیسې آي ایس آي ورکړې وې او بیا امریکا ته د مصرف د تیرولو بل وړاندې کړې شو.
- د محکمې د چارو د ترسره کیدو سره سم ریمڼد ډیوس په بله دروازه و ویستل شو او په الوتکه کې له پاکستان دباندې لاړ.
وروستي