
محمدانور(آڅړ)
۲۴/۳/۱۳۹۵،ه،ش
د روان کال د غبرګولي په۱۴/ نيټه مو د پاکستان پوځ په اړه، (د ډیورنډ تړون حقوقي اړخونه)، تر عنوان لاندې لیکنه لیکلي وه او افغان حکومت ته مو داسې مشوره ورکړي وه چې: د ډیورنډ کرښې دېخوا سیمو لکه خوست، کنړ او په نور ولایتونه کې چې پنجابي پوځیانو پوستې جوړی کړي دي د افغان توپچې او هوایي ځواکونو له خوا دې یوه یوه ضربه ورکړی شي، پاکستانی پوځ به وګوری چې تر کومه ځایه منډې وهي.
لکه څه ډول چې موږ وړاندوینه کړي وه، ټولو هیوادوالو او نړیوالو ولیدل چې په تورخم کې زموږ د اتل او میړني پوځ پر وړاندې پنجابی پوځ ترکومه ځایه منډې وکړې، زموږ اتل پوځ نه یوازې پاکستانيانو ته منډې ورکوي بلکه د ده پلار چې انګریزي پوځیان یې له تاریخي شرموونکو تباهیو او بدنامیو سره مخ کړي دي، د پاکستان پوځ په خپل(۶۹) کلن تاریخ کې په یوه جګړه کې هم نه دی بریالی شوی، ټولې لویې او وړې جګړې یې بایللي دي، خو،(په شیطاني استخباراتي جګړو کې)
پاکستان د هند سره په څلورو جګړو ۱۹۴۸؛ ۱۹۶۵؛ ۱۹۷۱م- او د کارګیل په جګړه کې يې ماتي خوړلي دي، دا چې په یادو جګړو کې پنجابیان هندوانو ته سلامي شوي دي، نو له امله یې د نړۍ ټول مسلمانان شرمولي دي.
بله دا چې پنجابي پوځ، نه یوازې له هندې پوځ څخه ماتي خوړلي، بلکه د پښتونخوا په سیمه کې یې د یو لږشمېر طالبانو لخوا هم ماتې خوړلي دي، داسې چې په تېرو څو کلونو کې یې په یوه ورځ کې په سوونو پنجابي پوځیان ژوندي ونیول، پوښتنه دا ده چې ولې د پاکستان پوځ له هندوانو او یو څو طالبانو لخوا مات شوي دي؛ سره له دې چې په ډېرو ښو وسلو باندې مجهز دي ولې جګړه نه شي کولی؟.
ځواب دا دی: کله چې پاکستان جوړ شو نو هغه هندوان چې په پاکستان کې اوسیدل، هند ته کډه شول او یو شمېر مسلمانان چې په هند کې وو، پاکستان ته راغلل، له بده مرغه چې په دې جریان کې ډېر شمېر هندوان او مسلمانان ووژل شول، دواړو خواؤ ته د سر او مال زیانونه واوښتل، هغه مهاجرین چې پاکستان ته راغلي وو، په حقیقت کې هغه مسلمانان نه وو چې هند ته یې د اسلام مقدس دین رسولی ؤ، هغوی چې هند ته د تورې په زور ورغلي وو، په هند کې پاتې شول، ځکه چې دوی ډارن خلک نه وو، دوی پښتانه، مغل او پر نورو قومونو پورې تړلی خلک وو، دغه کډوال چې پاکستان ته راوتښتیدل هغه مسلمانان وو چې پخوا له مسلمانیدو څخه د هندوانو په ټیټه طبقه (سوډر = نجس) پورې یې اړه درلودله چې پروېز مشرف هم د یادې طبقې څخه دی(سره له دې چې نوموړی خپل نسب په عربو پورې تړي) د سوډرو طبقې ډېر خلک د پاکستاني د پنجاب په سیمه کې هم استوګن وو، دا ډول طبقه خلک له آره په وېره او ناهیلۍ کې لوی شوي دي، د غچ اخیستلو حق یې نه درلود، د لوړو طبقو کسانو سره یې هېڅ ډول سیالي نه شوه کولی او داسې نورو ډېرو زورونو سره مخ وو، نو د پاکستان ډېری پوځ له همدغو هندې او پنجابې سوډرو څخه جوړ شوی پوځ دی، سره له دې چې د دوی پلرونه ډېر پخوا مسلمانان شوي دي خو بیا هم د نوموړي طبقې(شودرا = سوډرو) ډار او وېره ورسره مل ده او دا وېره د دوي په خټه کې اخښل شوي ده چې هېڅکله به د پښتنو په اصطلاح، د میړه مړوند ونه نیسي.