د اسرائیلو خدای یهوه د خوسکي په بڼه او یهوه په وریځو کې/ څلورمه برخه

 
۲۴/۳/۱۳۹۵،ه،ش
 
لکه چې په تېرو لیکنو کې مو ولوستل چې د اسرائیلو خدای د انسان او اور په بڼو لیدل شوی دی، د دا ډول بڼو په اړه یهوه کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی په دې مانا چې په دغو دواړو بڼو باندې ظاهر شوی دی او د انسان او اور په دواړه بڼو کې اوسیدلی او یا پخپله یهوه دی، خو اسرائیلو چې د یهوه بُت د طلایي خوسکي په بڼه جوړ کړی ؤ، په اړه یې سخت په قهر شوی دی، اسرائیلو په مصر کې د غواګانو عبادت کولو نو کله چې له مصر څخه راووتل دوی په دې فکر کې وو چې د دوی د خدای یهوه بڼه د خوسکي په شان او یا دا چې خوسکی د یهوه رمز او سمبول دی.  هغه مهال چې موسَی د یهوه سره د ملاقات لپاره غره ته وختلو او تر څلوېښتو ورځو پورې یې ځنډ وکړ، نو وړاندې له هغې چې یهوه موسَی ته لس حکمونه ورکړي او په څلورم حکم کې دا ویل شوي وو چې هېڅ ډول بُت یا مجسمه  جوړه نه کړئ، د اسرائیلو قوم د هارون په مشرۍ باندې د خوسکي طلایي مجسمه جوړه کړه. (د هجرت کتاب: ۳۲/۱-۱۳؛ تثنیه:۹/ ۶-۲۹)
 وروسته د سلیمان پاچاه د مړینې څخه د اسرائیلو پاچاهي په دوه برخو، شمالي او جنوبي دولتونو، باندې ووېشل شوه؛ جنوبي پاچاهي د یهودا په نوم یادیده چې پله ازموینه یې د اورشلیم ښار ؤ او پاچاه یې رحبعام د سلیمان زوی ؤ او د اسرائیلو معبد په همدې ښار کې ؤ.
د اسرائيلو شمالي دولت یې د (اسرائیل) په نوم بللو چې پله ازموینه یې سامره  وه او یربعام یې پاچاه ؤ، نوموړی دولت د اسرائیلو له لسو قبیلو څخه رامنځ ته شوی ؤ.
د اسرائیلو شمالي دولت پاچاه یربعام دوه طلایي خوسکي جوړ کړل او اسرائیلو ته یې وویل:«... اړینه نه ده چې د یهوه خدای د عبادت لپاره زیار وباسئ، اورشلیم ته ولاړ شی، ای اسرائیلو دغه خوسکي ستاسو خدایان دي، همدغه وو چې تاسې یې د مصریانو له اسارت څخه خلاص کړی. ده (یربعام پاچاه) د خوسکي یوه مجسمه د بيت ئیل په(ښار)، او بله یې په دان(ښار) کې ځای پرځای کړه. (د پاچاهانو لومړی کتاب: ۱۲/۲۸-۲۹؛ د خوسکي بُتانو یادونه د اسرائیلو د دویم پاچاهانو او هوشع په کتابونو کې هم شوي ده.)
 
 د اسرائیلو خدای یهوه په وریځو کې:
د اسرائیلو خدای یهوه په آسمان کې په وریځو باندې سپورګرځي.
 وریځ د یهوه د پښو لاندې خاوره ده.
په وریځو کې د خپلو قوم په پلوۍ د مصر جګړې ته ځي.
 له آسمان څخه په وریځ کې راکوزیږي او د موسی په څنګ باندې تېریږي، له دې امله اسرائیلو د پخوا په شان خپل خدای یهوه ته حدود ټاکلي دي هغه یې په وریځ کې ځای کړی دی او د یوې لويې جنګي الوتکې په شان د اسرائیلو په ننګه جګړې ته ځي، په دې بنسټ د یهودو خدای یهوه یو خیالي خدای دی، په اسرائیلي منابعو کې یهوه په وریځو کې په دې توګه یاد شوی دی:
 «د یهوه خدای لپاره سندرې ولولئ، د هغه نوم ته درناوی وکړئ، دی، چې په وریځو باندې سپور دی لاره ورته سمه کړئ د ده نوم یهوه دی.» (مزامیر: ۴۸/۴)
«وریځ د ده(یهوه) د پښو لاندې خاوره ده.» (ناحوم:۱/۶)
«یهوه خدای په ګړندۍ  وریځ باندې سپور شوی دی او د مصر جګړې ته ورځي.» (اشعیا: ۱۹/۱)
«یهوه خدای په وریځ کې راکوز شو او د هغه په خوا کې ودرید، بیا د موسَی په څنګ باندې تېر شو او خپل مقدس نوم یې واخیست.» (خروج: ۳۴/ ۶)
«په هغه ورځ چې د عبادت خیمه ودرول شوه، وریځ ښکاره شوه، خیمه یې وپوښله او د شپې لخوا هغه وریځ د اور په شکل بدله شوه، د سهاره پورې په همغه ډول پاتې شوه، دغې وریځې به تل خیمه پوښله او د شپې به د اور په شکل شوه، کله به چې وریځې حرکت کولو د اسرائیلو قوم به هم کوچ کولو او کله به چې وریځ ودریده، دوی به هم ودریدل... .» (اعداد: ۹/ ۱۵-۱۷)
«د عبادت خیمه وریځې پټه کړه او د یهوه لوی حضور هغه(خیمه) ډکه کړه داسې چې موسی ونه شول کړی چې خیمې ته وردننه شي.» (خروج: ۴۰/۳۴-۳۵)
«موسی او یوشع د عبادت خیمې ته ورغلل، د عبادت په خیمه کې یهوه خدای په وریځ کې ظاهر شو او وریځ د خیمې په دروازه کې ودریدله.» (تثنیه: ۳۱/ ۱۵)
«موسی د سینا غره ته پورته شو او وریځې غر لاندې کړ او د یهوه لویي په هغه باندې خوره شوه، تر شپږو ورځو پورې وریځو غر پوښلی ؤ او په اوومه ورځ یهوه خدای د وریځې له منځ څخه په موسی باندې غږ وکړ، د یهوه لوی حضور د غره پر سر باندې د اور د ځلیدونکو شغلو په شان، د غره لاندې خلکو ته ښکاره کیده، موسی د غره سر ته پورته شو، هغې وریځې دی وپوښلو او څلوېښت شپې ورځې په هغه غره کې پاتې شو.» (خروج: ۲۴/ ۱۵-۱۸)