
دوه اتيا کلن ملګري له ډېره مودې وروسته سره مخ شول. يوه ملګري به يې خپلې مېرمنې ته د زما ګرانې! زما مينې ! او دې ته ورته نور خواږه القاب کارول.
ملګري يې ورته وويل : ته څومره نېکمرغه يې چې په دې زاړه عمر کې بيا هم دومره سره خواږه يیء.
لومړني ملګري ځواب ورکړ: اصلي خبره دا ده چې دا لس کاله کيږي د مېرمنې نوم مې رانه هېر شوی.