
عثمان رسولي
نن سبا هر چېرته - په چاپي او تصویري رسنیو، غونډو او سیمینارونو کې د دولت په باب، د هغه د اهدافو، د هغه د وعدو او پلانونو او د هغه د نیمګړتیاؤ او پرمختګونو په باب خبرې او بحثونه کیږي. وزیران، والیان او لوی لوی چارواکي په خپلو دفترونو کې ناست دي، څوک د وطنپرستۍ او څوک هم د جهاد ډبره په ټټر وهي او وايي چې زه په ویاړ سره دې ملک او دې خلکو ته خذمت کوم او ورته وفادار یم...
د دې ملک راتلونکې هم د همدې کسانو په لاس کې ده او د دوی په کار او زیار پورې تړلې ده. خو له بده مرغه زورواکانو له همسایه ملکونو داسې رواج او کلچر له ځانونو سره راوړی چې پدې ملک کې هر څه د خپل ځان بولي. له ځمکو نېولې تر فابریکو، تصدیو، ساختماني شرکتونو، ترانسپورت او همدارنګه تر لوړو دولتي چوکیو او سفارتونو پورې. خو کله چې د همدې چارواکو د دندې موده پای ته ورسیږي او یا له کاره لېرې کړل شي، بیا نو که په کوم بهرني هېواد کې دیپلومات وي، هلته مهاجر کیږي، او که په داخل کې وي، بیا نو سرکاري موټران او نورې دولتي شتمنۍ هم د نر غوندې له ځانه سره وړي او داسې څوک نه وي چې پوښتنه ترې وکړي او بېرته یې ترې واخلي. خو کله چې ګوته ور سیخه شي او ورته وویل شي چې وا مجاهد صیب، تا خیانت وکړ، تا خزانه غله کړه، تا فونډونه وخوړل، تا کومکونه نوش جان کړل، چې تا مالیې او ګمرکونه وخوړل، تا بیت المال له خپلې ډلې او تنظیم نه جار کړ، تا بیت المال له خپلو یارانو او دوستانو زار کړ او ته ولې د برښنا پیسې نه ورکوې؟....نو بیا به همدا وزیر او چارواکی خپل مېز په سوک ووهي او له ځانه به سپین چرګ جوړ کړي او وبه وايي چې ما جهاد کړی، قرباني مې ورکړې، دا هر څه ما د همدې ملک د خذمت لپاره کړي دي او داسې نور...
کله چې وږی اوغریب ، در په در او جنګ ځپلی ؤلس د دوی پر ضد یو واړوکی شان حرکت هم وکړي او خپل غږ پورته کړي چې چارواکي ولې داسې کوي او ولې له ځینو سره د مور او له ځینو سره د میرې چلند کیږي، نو بیا د داسې خلکو مظاهرې درته راوباسي، چې په همدې چارواکو پورې به تړلي وي او د بیت المال نه به یې خورجینې او جیبونه داسې پړسیدلي وي چې پوښتنه مکوه. ولې به له نوموړيو چارواکو دفاع نکوي؟ ولې به د هغوی په ګټه شعارونه نه ورکوي؟ ولې به د دوی لپاره لاسلیکونه نه را ټولوي، ولې به مطبوعاتي مقالې نه ورته لیکي، ولې به په تلویزیون کې تبلیغ نه ورته کوي، ولې به د محروم ولس په سترګو کې خاورې نه شیندي او ولې به نه وايي چې مونږ همدا چارواکي غواړو او بل هيڅوک نه غواړو. ته به وايې چې پدې ټول ملک کې همدا یو سړی دی، همدا یو عطامحمد نور....دی. بل هیڅوک نشته.
دې خلکو ته په کار ده چې د غلو، قاچاقبرو او غاصبانو له ننګې لاس واخلي او په خپل هېواد او ؤلس زړه وسوزوي. افغانستان غریب نه، بلکې یو غني ملک دی. خو اوس د قاچاقبرو د لاسه چې له همدې زورواکو سره لاس لري، چور او تالان پرې ګډ دی. همدا اوس په هېواد کې له زرو زیات کانونه د غلو او زورواکانو لخوا غصب شوي. که مرکزي حکومت په هر څه واکمن شي او ؤلسمشر خپل کار او پلانونو ته پرېښودل شي، انشالله لس کاله وروسته به هر څوک یو دروند او له عزته ډک ژوند ولري. مهاجرین به مو په کور شي او هیڅوک به آروپا او آمریکا ته نور د مهاجرت په لارو کې بېځایه نه ضایع کیږي او په سمندرونو کې به نه غرقیږي. خو که د حکومت ملاتړ وشي او خپلو اصلاحاتو ته پرېښودل شي. په همدې هیله. ومن الله توفیق