درازونوجونګړه

هنري نثر
ليکوال : ګل رحمان رحماني
      ماکله هم داګومان نه کاوه چې زما ترخه شعرونه اوسندرې به دومره زرديوه داسې ښارداوسېدنکو زړو نوته لاروکړي څوک چې دژوند هره شېبه په کړسنده خنداګانو او دموسيقۍ په خمارکې تيروي
    اوس هره شېبه زما جونګړې ته چې دښار په يوه څنډه کې ده ډېرداسې کسان راځي چې زما په شعرونويې زړه بايللى دهغوى په رنګونوکې ديوه ژوردرد ترخې نښې زه له ورايه ګورم هغوى ماپه خپلو خواخوږواودوستانوکې حسابوي هورښتيابايد ووايم چې دوى ټول هغه کسان دي چې زړونه يې بايللي اوپه راتلويې زما دجونګړې فضا د درنې چوپتيا په ځاى غلي فريادونه اوساړه اوسيلي نيسي ځني وايي چې په خپلوشعرونوکې يې راولم اوداسيې شعرونه ورته واوروم چې هغوى خپل ځان پکى وګوري .......
  ځينې بياپه مينه کې دخپلوماتو کېسې راته کوي ځکه هغوى پوهېږي چې زه هرڅه ليکم اوبيايې دښارخلکوته رسوم دوى له مانه غوښتنه کوي چې دارازونه به چاته نه وايم .
   نوځکه خوزما زړه اوس درازونوپه هديره اوښتى ما هوډ کړى چې دغه رازونه به ترهغه زما په زړه کې وي ترڅوچې پکې ساه چلېږي .
  هديري ته چې يوځل مړي ورسېږي بيا دهغه ځاې شي . رازهم همداسې زما زړه ته ننوځي اويو وخت به همداسې خپل مخاطب ته ورسېږي لکه دقيامت په ورځ چې مړي دخپل خالق په حضورکه درېږي .
      زما اوهغوى ترمينځ دمينې اودرد يوه داسي فضا غوړېدلې وي چې ډيرځله دهغوى دسلګيو سوڼ سوڼ اوغلى فرياد دلرغونوپېړيودموسيقۍ تال ته ورته شي نوځکه خوزه دجونګړې وراوکړکۍ وتړم چې څوک دغه دردوونکې اوازونه وانه وري اودلارويانومزاحمت ونه کړي .
١٨\\١٢\\١٣٨٧ ننګرهارپوهنتون