
محمدانور(آڅړ)
د ۱۳۹۵لېږدیز، لمریز کال، د غبرګولي ۱۸ نیټه
عادلانه جګړه:دویم څپرکی؛ څلورمه برخه:
د اسرائیلو ځانګړی خدای، یهوه د اور په بڼه:
د دې څپرکي په دریمه برخه کې مو ولوستل چې د اسرائیلو د ځانګړي خدای یوه بڼه د انسان په څېر ده، د نوموړي خدای بله بڼه د اور په ډول ده چې له آسمان څخه د اور په بڼه او په اور کې راکوزيږي؛ د اور له منځ څخه خبرې کوي؛ خبرې(کلمې) یې د اور په شان سوځي؛ د اور په بڼه د خپل قوم اسرائیلو پر وړاندې درومي او لارښوونه ورته کوي؛ د یهوه سیلوي(سا) د اور غورځوونکي (آتشفشان) په شان ده؛ یهوه د اور په بڼه خوراک کوي؛ د یهوه اور داسې هم لیدل شوی دی چې بلیږي خو سوځول نه کوي او سوځوونکی اور هم دی. کله چې یهوه له آسمان څخه راکوزیږي یا کوم ځای ته درومي، شا او خوا يې وریځو، لوګیو نیولي وي، یهوه په ټکه(تندر)، بُړبُکۍ، بریښنا، زلزله، ږلۍ او د توپانونو په منځ کې حرکت کوي*.
داسې څرګندیږي چې د اسرائیلو ځانګړی خدای یهوه محدود دی، د مادې په شان ځای اشغالوي او انساني کړنې ترسره کوي چې په دې بنسټ نوموړی خدای ریښتني خدای نه دی، بلکه یو محدود او د یو ځانګړي قوم خیالي خدای دی، د اسرائیلو په دیني کتابونو کې یهوه د اور په بېلابېلو بڼو باندې په دې توګه یاد شوی دی:
(۱)- یهوه، له آسمان څخه د اور په بڼه او په اور کې راکوزيږي:
«په دریمه ورځ، ګهیځ د لمر خاته په مهال د ټکې او پړکې (تندر او بریښنا) ډاروونکي غږونه واوریدل شول او توره وریځ د غره پر مخ باندې ولیدل شوه، وروسته یو ډېر لوړ غږ لکه د برغو(شیپور) په شان پورته شو، ټول قوم له وېرې ولړزید، موسَی دوی(اسرائیل) د یهوه خدای سره د ملاقات لپاره د لښکر له پنډغالی څخه بوتلل، ټول د غره په لمن کې ودریدل، د سینا غر لوګي پوښلی ؤ، ځکه چې یهوه خدای په اور کي راکوز شو، له غره څخه لوګي پورته شول او د کورې د لوګي په شان هوا ته پورته کیدل، ټول غر ولړزیده، د برغو غږ هره شیبه لوړیده، هغه وخت موسَی د یهوه خدای سره خبرې وکړې او یهوه هم لکه د ټکې(تندر) د غږ په شان ځواب ورکړ، کله چې یهوه د غره پر سر باندې راکوز شو، موسَی یې وغوښت، موسَی هم د غره سر ته پورته شو.» (دهجرت کتاب: ۱۹/ ۱۶-۲۰)
وروسته له هغې چې داؤد د اسرائیلو پاچاه شائول څخه وژغورل شو، دغه سندره (مزمور) یې وویله، چې د اسرائیلو خدای یهوه د یو لوی ډاروونکي موجود په توګه ښودل شوی دی:
«هغه وخت ځمکې جټکه وکړه او ولړزیده، د غرونو بنسټونه وښوریدل، ځکه چې یهوه په قهر شوی ؤ، د هغه(یهوه) له پوزې څخه لوګي پورته شول او د اور سوځوونکي لمبې یې له خولې څخه ووتې، هغه آسمان سوری کړ او راکوز شو، د پښو لاندې یې تورې وریځې وې، هغه ځان په تیاره کې پټ کړ او له اوبو ډکو، تورو وریځو احاطه کړ، د ده ځلیدونکي حضور، تورې وریځې یوې خوا ته کړې، ږلۍ او د اور شغلې رامنځ ته شوې، بیا متعال خدای یهوه(!) له آسمان څخه، د ږلۍ او د اور له شغلو څخه لکه د تندر په شان خبرې وکړې، ده د اور په غشو باندې زما دښمنان تار په تار کړل او بیا یې حکم وکړ، د دریاب اوبه شا ته ولاړې او وچه(ځمکه) رامنځ ته شوه، یهوه له آسمان څخه خپل لاس را اوږد کړ او زه یې له ډېرو ژورو اوبو څخه پورته کړم.» (مزامیر: ۱۸/۷- ۱۶؛ دویم سموئیل:۲۲)
«کله چې د سلیمان دعا پای ته ورسیده، له آسمان څخه اور راکوز شو، د قربانۍ(غوښه) یې وسوځولې او د یهوه خدای لوی حضور، عبادت ځای ډک کړ، داسې چې کاهنانو ونه شول کړی چې د یهوه کور ته ننوځي.» (دویم تواریخ: ۷/ ۱-۳)
(۲) یهوه د اور له منځ څخه د یهودو له قوم سره خبرې کړي دي چې موسی یې یادونه کوي:
«دا هغه قوانین وو چې یهوه خدای د سینا په غره کې تاسو ته درکړل، ده دغه قوانین په لوړ آواز د اور او تورې وریځې له منځ څخه اعلان کړل او بې له دې قوانینو څخه بل قانون نه لري، هغه یې د تیږو په دوو تختو(لوحو) ولیکلو او ما ته یې راکړ، خو کله چې تاسو هغه لوړ آواز د تورې تیارې له منځ څخه واوریده او د غره په سر مو وېروونکی اور ولید، د ټولو قبیلو مشران ما ته راغلل، ویې ویل: نن یهوه، زموږ خدای خپله لویي موږ ته راښکاره کړه، موږ حتَی د ده غږ د اور له منځ څخه واوریده، پوهیږو چې، دا ممکنه ده چې یهوه خدای له انسان سره خبرې وکړي او مړ نه شي، خو په دې باندې ډاډه یو چې که بیا له موږ سره خبرې وکړي نو مړه به شو، دغه ډاروونکی اور به موږ وسوځوي، څوک کولی شي چې د ژوندي خدای غږ چې د اور له منځ څخه خبرې کوي واوري بیا ژوندی پاتې شي؟، نو ته ولاړ شه او د یهوه خدای ټولو خبرو ته غوږ شه او بیا راشه موږ ته یې ووایه... .» (تثنیه: ۵/۲۲-۲۷)
«هغه(یهوه) چې له آسمان څخه یې تاسو ته ښوونه کوله اجازه یې درکړه چې د ده غږ واورئ؛ ده پرېښودۍ چې د ځمکې پر سر باندې د لوی اور لیکه(ستون) وګورئ، تاسو حتی د اور له منځ څخه د ده کلام واوریده.» (تثنیه: ۴/ ۳۶)
«... سختو تورو او تیارو وریځو د غره خوا او شا نیولي وه او د اور شُغلو د آسمان پر لور لمبې وهلې، نو هغه وخت یهوه خدای د اور له منځ څخه له تاسو سره خبرې وکړې، تاسو د ده کلام اوریدلو خو هغه مو ونه لید.» (تثنیه: ۴/ ۱۱-۱۲)
«په هغه ورځ چې د حوریب په غره کې یهوه خدای له تاسو سره د اور له منځ څخه خبرې کولې.» (تثنثه: ۴/۱۵)
«د سپیده داغ (په وخت) یهوه خدای د وریځو او اور له منځ څخه د مصر د لښکر پر لور وکتل او هغوی یې تارپه تار کړل.» (خروج:۱۴/ ۲۴)
(۳) خبرې او کلمې یې د اور په شان سوځي ؛ د ده خبرې د اور په شان سوځول کوي:
«دا دی یهوه خداې له لرې ځای څخه را روان دی، په قهر شوی دی او تور لوګي احاطه کړی دی، خبرې کوي او کلمې یې د اور په شان سوزي، د خولې سیلوي(سا) یې د څپان سیلاب په شان ده، هر څه چې مخې ته ورشي، له ځان سره یې وړي.» (اشعیا: ۳۰/۲۷-۲۸)
«زما کلام(خبرې) د اور په شان سوځول کوي او د څېټۍ(چکُش) په شان وړول کوي.» (ارمیا: ۲۳/ ۲۹)
(۴) یهوه د اور په بڼه د خپل قوم اسرائیلو پر وړاندې درومي او لارښوونه ورته کوي:
«د اسرائیلو قوم د سوکوت(سیمه) پریښودله او د ایتام(سیمه) چې د دښتې په څنډه کې وه خیمه ودروله، په دې سفر کې یهوه خدای د ورځې لخوا د وریځې او د شپې یې د اور لیکې په واسطه رهنمایي کول، له دې امله یې د شپې او د ورځې لخوا سفر کولی شو، د وریځې او اور لیکه یوه شیبه له دوی څخه نه لېرې کیدل.» (خروج: ۱۳/ ۲۰-۲۲)
«د لارې په اوږدو کې یهوه دوی ته لارښوونه کوله او د دوی پر وړاندې روان ؤ، تر څو د دوی د لښکر لپاره ځای ومومي، د شپې به د اور په لیکه او د ورځې به د وریځې په لیکه باندې رهنمایي کول.» (تثنیه:۱/۳۳)
«وریځو او تورو تیارو د یهوه خدای شاوخوا نیولي ده، سلطنت یې په عدل او انصاف باندې ولاړ دی، اور د یهوه وړاندې وړاندې درومي او د ده دښمنان سوځوي، بریښنا یې نړۍ روښانه کوي، ځمکه دا ویني او لړزیږي، غرونه د یهوه خدای د حضور له وېرې(؟)، ټوله نړۍ د مُوم په شان ويلې(ذوب) کیږي.» (مزامیر:۹۷/ ۲-۵)
(۵) د یهوه سیلوي(سا) د اور غورځوونکي (آتشفشان) په شان ده:
«له پخوا څخه د آشور خدای مولک(دآشوریانو خدای) د سوځولو لپاره ژور او پراخ ځای جوړ شوی دی، په هغه ځای کې ښه ډېر د سؤن توکې راټول شوي دي او د یهوه خدای سیلوي(نفس) لکه د اور غورځوونکي (اتشفشان) په شان به، په هغه باندې ورپف کړي، هغه به په اور وسوځوي.» (اشعیا: ۲۹/۳۳)
«دا دی یهوه خداې له لرې ځای څخه راروان دی، په قهر شوی دی او تور لوګي احاطه کړی دی، خبرې کوي او کلمې یې د اور په شان سوزي.» (اشعیا: ۳۰/۲۷)
(۶) یهوه د پرښتې په څېر راغلی او د اور په بڼه خوراک کوي:
«یهوه خدای هغه(جدعون) ته وویل: پوه شه چې زه به ستا سره وم، مدیانیان به د نورو کسانو سره مات کړم، جدعون وویل: ته چې له ما سره خبرې کوې او په رښتیا سره، پخپله یهوه خدای یې او له ما سره به وې، نو د یوه څه په لیدو(نښه) باندې(خپل موجودیت) راته وښایه، هیله کوم دلته پاتې شه تر څو زه ولاړ شم او ډالۍ(هدیه) درته راوړم، هغه وویل: زه دلته پاتې کېږم تر څو ته بیره راوګرځې، ... بیا یې غوښه په لوښي کې ځای پر ځای کړه او ښوروا یې په کاسه کې واچوله، هغه یې پرښتې ته راوړل چې د څېړۍ ونې لاندې ناسته وه، پرښتې هغه ته وویل: غوښه او ډوډۍ د هغې لویې تیږې پر سر کیږده او د غوښې ښوروا پرې واچوه، جدعون د هغې غوښتنه تر سره کړه، پرښتې د خپلې امسو(عصاء) پر نوکه باندې غوښه او ډوډۍ لمس کړه نو له لویې تیږې څخه اور راووت غوښه او ډوډۍ یې تېر کړل، هغه پرښته(**) ورکه شوه، کله چې جدعون پوه شو چې هغه په حقیقت کې د یهوه پرښته وه، له وېرې یې نارې کړې، ای یهوه خدایه ما ستا پرښته مخامخ ولیدله، یهوه وویل: غلی شه مه وېرېږه ته نه مرې.» (داوران:۶/۱۶-۲۳)
«موسی او هارون د عبادت خیمې ته ورغلل، کله چې له هغه ځای څخه راووتل د اسرائیلو قوم ته یې برکت ورکړ، بیا د یهوه خدای لوی حضور(!) د راټولو شوو خلکو پروړاندې ښکاره شو او د یهوه خدای له حضور څخه اور راووت، د قربانۍ په ځای کې یې سوځول شوي د قربانۍ(غوښه) او وازده تېر کړل، کله چې بنې اسرائیلو دا ولیدل نارې یې کړې، د یهوه خدای په حضور کې په خاورو کې پریوتل.» (لاویان:۹/ ۲۳-۲۴)
(۷) د یهوه اور چې سوځول نه کوي:
«موسی د خپل خسر یَترون، چې د مدیان کاهن ؤ، د مېږو رمه څروله، رمه یې د دښتې آ خوا، د حوریب غره پر لور، چې د خدا په غره باندې مشهوردی بوتله، ناڅاپه د خدای پرښته د اور د لمبې په بڼه د یو بوټي له منځ څخه ورته ښکاره شوه، موسی ولیدل چې په بوټي باندې اور بل دي خو نه سوځي، له ځان سره یې وویل: عجیبه ده، ولې بوټی نه سوځي، نو ورنږدې شو چې په علت یې پوه شي. (د خروج کتاب: ۳/۱-۳)
(۸) یهوه سوځوونکی اور دی:
«هغه(یهوه) سوځوونکی او غیور خدای دی.» (تثنیه: ۴/ ۲۴)
«خدای یهوه چې د اسرائیلو نور دی د اور د لمبې په شان به په یوه ورځ کې هر څه د خار او خس په شان وسوځوي.» (اشعیا: ۱۰/۱۷)
«ناداب او ابیهو د هارون زامنو د یهوه د امر پر خلاف غېرې مجاز اور په خپل نغري باندې کېښود په هغه باندې یې خوشبویي (بخور) کېښود او د یهوه حضور ته یې وروړاندې کړ، ناڅاپه د یهوه له حضور څخه اور راووت، دوی یې وسوزول او په هغه ځای کې د یهوه خدای پر وړاندې مړه شول.» (لاویان: ۱۰/ ۱-۲)
«... او پر هغې تخت باندې داسې موجود ناست ؤ چې انسان ته ورته ؤ، له ملا څخه پورته لکه په اور کې د ننه فلز ځلیده او له ملا څخه لاندې، د روښانه اور د شغلو په شان ؤ، چې د شنې زرغونې(رنګین کمان) ټول رنګونه په کې لیدل کیدل، د یهوه خدای حضور په دې بڼه راته ظاهر شو، ... .» (حزقیال: ۲/۲۶-۲۷)
-----------------------------------------------------------------------------
(*) ځیني څیړونکي په دې باور دي چې یهوه د ټکې، توپان او برېښنا خدای ؤ؛ داسې ښکاري چې یهوه د ټکې خدای ؤ او په غرونو کې اوسیده. (ویل دورانت، تاریخ تمدن، ۲۵۷،مخ)
(**) په تفسیر کې یهوه د پرښتې په شکل کې راغلی دی. (د رهبران(داوران) کتاب، ۸،مخ او د رهبرانو کتاب، فارسي تفسیر، ۵۸۸، مخ)
بله برخه (یهوه د خوسي په بڼه) ده