
تېر کال د سپرلي په موسم کې له کوره په دې هیله راووتم، چې د پېښور پوهنتون پښتو څانګې کې به ماسټرۍ اخلم، له پلخمري نه د کابل په لور روان شوم، تر کابله راورسېدم، شپه مې تېره کړه سهار وخته د پاکستان د سفارت په لوري وخوځيدم، هلته ډېر بیر او بار په کتار کې تر یوې بجې ودرېدم، زما نوبت شو، پاسپورټ یې را نه واخیست، ویل یې سبا نه بله ورځ راشه، په همغه ورځ ورغلم، له غرمۍ وروسته یې پاسپورټونه وېشل، کله چې یې زما نوم واخیست ورغلم، ویزه را ته لږولې وه، دغه مهال د مازدیګر درې بجې وې، زه ډېر په بیړه وم، د کابل په ګڼه ګوڼه ښار کې مې ځان د تورخم تر اډې (پلڅرخي) ورسوه، هلته مې د ماما کور هم و، هغوی مې ناخبره پرېښودل، په اډه کې مې اخوا دې خوا کتل، چې یو غنم رنګ چالاکه هلک راغی، ویل یې تورخم ته ځې ؟ ما ورته وویل: هو، هغه په لوړ غږ راته وویل: راځه !!!، ما ورته ویل: کرایه خو مالومه کړه، ویل یې : نوره سوارلي لرم، چې هغوی څو راکړې ته هم هغه راکړه، ناوخته ده، زر کښېنه چې ځو، خو لنډه دا چې په پنځه سوه افغانۍ مو فیصله وکړه، زه مخکې، درې نور کسان شاته ناست ول، د ماهیپر په دنګ غره په ورختو شو، هوا هم په تیاره کېدو وه، دوی څلور واړه (موټروان او درې نور) را ته په خپلو کې څه خپلوان یا ملګري ښکارېدل، ما داسې اورېدلي وو، چې په دې لاره کې ډېر داسې موټروانان شته چې نوره سوارلي یې خپل ملګري وي، یوه دوه نور کسان کېنوي او پلاره ترې هر څه په زور واخلي او هملته یې پرېږدي ما هم په دوی همدا فکر وکړ، وډار شوم، ما سره یو شپېته زره (۶۰۰۰۰ ) کالدارې هم وې، زه په پیسو او ځان ډارېدم، په لاره دوی غږولم خو ما هیڅ هم نه ویل، له ما یې دا پوښتنې هم کولې، چې چېرته ځې؟ له کوم ځي راغلې؟ هلته څه کار کوې؟ نو زما شک نور هم په زیاتېدو شو، په لاره مو د ماښام لمونځ وکړ، له لمانځه وروسته چې کله موټر ته ختو، نو یوه یې په نرمه خوله را ته وویل : که خپه کېږې نه، نو زه به مخکې کښېنم، هغه مخکې کښېناسته او زه وروسته، مخکې کس له موټروان سره چرس ووهل، له ما یې د چرس وهلو اجازه وغوښته، ما هم ورته سر وخوځوه، نو څه مې کړي وی؟
د ماهیپر له دنګو غرونو او کږو وږو لارو را ښکته شو د لنډ مزل وروسته په ښکلي لغمان ورننوتو خو دغه مهال نږدې ماخستن و، موټروان د چرس په وهلو ځان نشه کړ، ټوډي (کرولا) موټر یې لکه ګولۍ ویشه، ماخستن تېر د ننګرهار په رینګ روټ له ښاره تېر شو، له ښایسته مزل وروسته یې راته وویل : چې موږ ټول د یوې سیمې (ګردوي غوث ) یو، ته به له موږ سره پاتې شې، سهار به له دې ځایه وخته پاڅې او تورخم ته به لاړ شې، ما ورسره و نه منله، ورته مې وویل : چې سهار وخته د پېښور پوهنتون کې باید زه حاضر یم، هر یو را ته جلا جلا کلک ست وکړ، خو دوی یو یو د ګردي غوث له بازه یو کیلو متر ننګرهار خواته ښکته شول، زه موټروان او یو بل کس پاتې شو، هغه بل کس هم د ګردي غوث په بازار کې ښکته شو، موټروان ګیلې او بهانې شروع کړې، چې لاره کې غله او داعشان درېږي، ته ماسره پاتې شه، زه به دې سهار وخته تورخم ته ورسوم، هلته اوس د پاسپورټ دخولي او خروجي هم نه کېږي، چې هوټل کې پاتې کېږې نو ماسره پاتې شه، هیڅ ډول ډار مه کوه، ما له لږ چوپتیا وروسته ور سره ومنله له بازاره یې د چرګ پخه کړې غوښه او ترکاري راواخیسته، او یو کیلو متر یې شاتګ وکړ، رښتیا :کله چې په ګردي غوث بازار کې موټروان سودا را اخیسته، ما ترې د نوم پوښتنه وکړه، ویل یې : نوم مې سید محمد دی، په پټه مې د موټر د پلیټ نمبر راواخیسته، هغه مې دموټروان او ځي له نامه سره ګډ خپل تره زوی ته واستوه، چې په لاره به یې زما کله کله د ټلیفون له لارې پوښتنه کوله، د تورخم له لوري کیڼ لاس ته په یوه خامه سړک ښکته شو، دې سړک او کلي ته یې غزګي نوم واخیست، په تپه تیاره کې چې په دې نا اشنا کلي ووننوتم، د ډار احساس مې وکړ، لږ وړاندې سید محمد په ارنډ ګوته ورکېښوده، د ارنډ دا لوړ غږ یې د کور د وره د خلاصولو اشاره وه، لویه د خټو جوړه کلا مې تر سترګو شوه، ویل یې: دا ټوله زموږ یوه کلا ده، د کلا لوی ور خلاص شو، زه یې ښکته کړم، له ځانه واړه ورور ته یې ویل : دا میلمه هغسې حجرې ته راوله، زه یې د لویې کلا راتاو کړم، د غره ټېټه لمنه وه، د لرګیو یوه چیله هم وه، چې کټونه په کې پراته وو، هلک له چیلې کټ راوویست، ما ته یې وویل دلته کښېنه، ما ته دا ځای ډېر نا اشنا ښکاره شو، ولې چې موږ په کلي داسې میلمستونونه نه لرل، زموږ ټول سر پټې کوټې او که چیله هم وي، نو شا و خوا ترې د خټو دیوال خامخا را تاو وي، دلته هیڅ هم نه و، لږ وروسته د پاخه منګ څښتن یو کاکا راغی، له ما سره په ورین تندي ستړي مشي وکړه، زوی یې ورته بل کټ راوویست، کاکا په هغه کټ کښېناست، له ما یې پوښتنې شروع کړې، د ماښام ډوډۍ سید محمد خان راوړه، هغه مو په ګډه وخوړه، د سید محمد پلار را ته ډاډګیرنه راکړه، چې زما نوم بیدار دی، موږ په مومندو کې میاګان یو، کیسې یې کولې، ما هم د وزیر محمد ګل خان مومند په اړه لږ څه ورته وویل، سید محمد خان له لږ ځنډ ورسته له خپل کوچني ورور سره کور ته دننه شو، ویل یې : ډېر ستړی شوی یم، ته هم ویده شه، ستړی شوی به یې، سهار به لخیره وخته ځو، ما ته خوب کله راتلو، زه د پلار یوازینی نازولی زوی یم، ما کله هم له کوره لرې په داسې نا اشنا ځي کې په یوازې سر شپه نه وه کړې، دا لومړنۍ وه، میا بیدار اکا زما په حالت پوهېده، د ډاډګیرنې لپاره یې را ته وویل : چې زما ټلیفون واخله، خپل پلار ته پرې ټلیفون وکړه، او خپله پته ورکړه، ما پلار له دې کیسې نه خبروه، ځکه چې ما ته پته وه، چې هغه به بیا بلها سوچونه کړي وای، د تره زوی مې د ټلیفون د پیغام له لارې پوهولی و، لنډه دا چې شپه مو په جوړېدو کړه، ما ته کله خوب راتلو، لس منټه به وتلي وو، چې زموږ نه بره د غره لمنه په ګولیو وویشل شوه، ما سر را وچت کړ، بیدار اکا هم بیداره و، ډزې تېزې او را نږدې شوې، اکا وویل مه یرېږه، هیڅ خبره نه ده، محلیان (سیمه ایز پولیس) دي، هسې ډزې کوي، ډزې غلې شوې، نیمه ګینټه پوره نه وه، چې د ټوپک شرنګار او د پښو ترپار مو تر غوږو شول، کوم څوک زموږ په لور راروان و، میا بیدار اکا په لوړ غږ ور غږ کړ، څوک یې!!! له همغه لوري د نوم په نه ښودلو سره وویل شول، چې زه یم، اکا وپېژند، خو ما ته نا اشنا و، سړی تر کټونو را ورسېد، زه په خپل ځي کې کښېناستم، دنګه ونه، چنګ چنګ برېتونه، کلاشینکوف په غاړه او پکول په سر، او ګردنۍ یې تر ملا تړلې وه، له ما سره یې ستړي مشي وکړه او په اکا یې هم غږ وکړ، ځانته یې د چیلې څخه بل کټ راوویست، پرې کښېناستو، دوی دواړو په خپل مینځ کې سره خبرې کوې، را مالومه شوه، چې هغه د میا بیدار اکا کوچنی ورور و، اکا د ډزو په اړه ورته وویل : هغه ځوان وویل : چې هغه زموږ ملګري وو، بدلې مرمۍ یې ټيس کولې، له جیبه یې ټلیفون راویست ملګرو ته یې ټلیفون وکړ، چې دې خوا نورې ډزې و نه کړې، زموږ په حجره کې میلمانه دي، له لږ ځنډ وروسته د بیدار اکا ورور هم لاړ او بیا مو خپلې بړستنې په سر را کش کړې، بیا په ځان پوهـ شوی، نه وم، چې یو مهال راپاسېدم د سهار د لمانځه وخت و، لمونځ مې وکړ، سهار وختي و، وچه میوه او ډوډۍ یې راوړه، ویل یې ته دا په بیړه وخوره سید محمد هم موټر چلان کړی دی، چې ګرم شي، موږ په دې ټېم کې چای نه څکو، په لس بجو کې یې څکو، ما چای په بیړه وڅکه، له بیدار اکا مې د غېږې په اخیستو خدای په اماني وکړه، له کلا راتاو د سید محمد په موټر کې کښېناستم او په شل منټوکې یې سهار وخته د تورخم تر تور ځنځیره ورسولم.
یادونه: مخکې له وخته په چا نا سم شک نه دی پکار، زما ټول شکونه بې ځایه وو، دوی ټول ډېر سم خلک وو، زه ترې ډېر خوشاله یم .