زړونه څنګه ګټل کېږي؟



د زړونو ګټل اسانه او ستونزمن کار دی ، اسانه په دې دی چې د یو چا زړه ګټل پاک نیت او زیار ته اړتیا ده ، خپل نیت پاکول او مردارول خو د انسان په خپل لاس دي او همدارنګه د یو کار د سر ته رسولو لپاره زیار او کوښښ هم د انسان په ارادې پورې تړلې خبره ده. او د زړونو ګټل ستونزمن په دې ده ، چې هغه څه چې د زړونو غوښتنه وي ، له نورو په ښه انداز سر ته رسول په کار دي ، چې د دې کار لپاره خورا زیات کوښښ او وړتیا پکار دی ، څه چې زړونه څنګه ، څومره او په کوم انداز غواړي باید ور پوره شي ، زړونه په دې نه ګټل کېږي ، چې یو څوک ښایست یا پیسه ولري او خلک دې له هغه لېوالتیا ولري ، که یې ولري هم د خپلو مادي او معنوي ګټو د لاسته راوړلو لپاره ، خو دا تغيیر موندونکې ده ، زه به دې خبرې د سپیناوي لپاره له تاسو د افغان کرکټ د ملي لوبډلې بېلګې وړاندې کړم ، که موږ دولت ځدراڼ یا شاپور ځدراڼ ته نظر وکړو ، سره له دې چې د ملي لوبډلې تېز بالران دي ، ښې دنګې ځوانۍ لري د ښه لوړ بدني ځواک څخه برخمن دي ، کله کله په لوبو کې نه اخیستل کېږي او خلک ورسره دومره لېوالتیا نه ښیي ، دا ولې؟
دا په دې چې ، د خلکو چې تر کومه حده غوښتنې وي ، هغه یې ورته نه وي پوره کړي ، یانې په لوبو کې یې لږو منډو په ورکولو سره ډېر لوبغاړي نه وي سوزولي او د دې بر خلاف کار یې تر سره کړی وي هم د خلکو زړونه ترې ناراضه شي هم د لوبغاړو. او که موږ د ملي لوبډلې بل تور پوستکي ، ټېټ قد لرونکي بل لوبغاړي ته نظر وکړو ، چې شهزاد محمدي دی ، نو د ټولو خلکو په خوله او زړه دی او لوبډلمشر یې په هره لوبه کې اخلي، دا ولې؟
دا په دې هغه د خلکو غوښتنې په کافي اندازه پوره کړي وي ، یانې په لږو توپونو یې ورته ډېرې منډې تل جوړې کړي وي ، لویان خو پرېږده د کوچنیانو ورسره دومره لېوالتیا پيدا شوي ده ، چې په ځان د شهزاد محمدي نوم ږدي ، زما یو شپږ کلن خوریی دی ، هارون جان چې کله زه ورشم ، نو ما ته وایي ، چا ماما زه شهزاد محمدي یم ، شهزاد ، کله زه په ټوکو کې ورته ووایم ، چې نه ، ته کریم صادق یې، نو په ژړا شي او مور ته منډه کړي ، چې مورې! ما ته ماما کریم صادق نصواري وایي.
د زړونو ګټل د وړتیا تر څنګ اخلاقو ته هم اړتیا لري ، دا کار یوازې وړتیا نه شي پوره کولای ، زړونه ګټل په هر مهال او مکان کې توپير کوي ، یانې که شهزاد په نړېوالو سیالو کې بېت په لاس توپ وهنې ته ولاړ وي ، موږ له هغه دغه مهال خندا او اخلاق نه غواړي یوازې یوازې د ده ښې توپوهنې وړتیا زموږ هیله وي ، او که د لوبې نه بهر وي ، بیا یې موږ د خندا وږي یو ، زه تېر کال کابل نړېوال لوبغالي ته د شپږیزو ټورنمنټ سیالیو ته ورغلی وم ، د لوبې د پیلېدو نه مخکې لوبغاړي میدان ته را ښکته شو ، په دې موږ ته نژدې شاپور ځدراڼ او محمد نبي عیسی خېل وو ، د کرکټ مینوالو لومړی شاپور ته په لوړ غږ نارې کړي ، چې شاپوره ! شاپوره! دلته راشه ، خو هغه له لرې لاس وخوځوه او رانه غی ، ممکن په دې یې هم مینوال خوشاله کړي وي ، خو کله یې د نبي ! نبي ! چغې شروع کړې ، نبي عیسی خېل راغی چې خوله یې له خندا ډکه وه ، له پنجرې یې د کړکټ مېونوالو ته لاسونه ورکړل ، ما هلته د خلکو خوشالي ولېده ، په کوم لاس چې یې د نبي لاس لېږېدلی و، هغه ته یې کتل او له خوښې په کالو کې نه ځایېدل ، نبي د ښې توپ اچونې سره ښه توپ وهنه هم کولای شي ، خو خلکو ترې دلته ویکټې یا شپږېزې نه غوښتې بلکې یوازې او یوازې د ده ، مینه ته یې اړتیا لرله.
د زړونو ګټل ستونزمن کار دی ، خو بایلل یې ممکن اسانه وي ، د یو چا د وار وار نیکي کولو نه وروسته ممکن زړه وګټل شي ، خو په یوه وړه خبره یې ژر بایللی شي. موږ باید د زړونو ګټلو وړتیا ځان کې پیدا کړو ، که نور نه وي ، یو چا ته خو خوږه خبره کولای شو ، د ګرانه ، وروره ، لالا ، کاکا و ماما له کلیمو خو په خپلو خبرو کې کار اخیستلی شو ، چې دا بو مو دنوي او اخروي ګټه وي ، د خواجه عبدالله انصاري په دې لاندې بیت به خپلې خبرې را ونغاړم.
دل به دست اور که حج اکـــبر است
از هزاران کعبه یک دل بهتر است
(انصاري)