
زموږ د ملک ډېرو خلکو سره دا سوچ دی، که چېرې امریکا لاړه شي، زموږ امنیت او اقتصاد به څنګه شي؟
دا باید ومنو چې اوس د نړۍ پر مخ امریکا زورور ظالم هیواد دی، چې د نړۍ ډېر هیوادونه یې تر خپل اقتصادي او سیاسي فشار لاندې راوستي دي، ښه او بد کارونه یې ښه شمېرل کېږي، ۱۳۸۱ ل ل کال کې د لومړي ځل لپاره افغانستان په داسې مهال کې افغاستان ته راغله چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو د طالبانو حکومت و، د پاکستان حکومت د اډې په ورکولو او د خپل پوځي ځواک په مرسته یې ټول افغانستان په ډېرو کمو ورځو کې ونیو ، خلک یې شهیدان کړل ، خونې یې ړنګې کړې، په هېڅ یو عمل یې صرفه و نه کړه، څو کاله امنیت برقراره و، خو وروسته دوی د ځان د پایښت لپاره په ډول نه، په یو ډول د افغانستان په ناامنه کولو کار پیل کړ، زموږ منافق ابدي دښمن (پاکستان) د پخوا په شان د دې کار ټېکه په غاړه واخیسته چې افغانان ووژني او ملک ورته ړنګ کړي، په کوټه ، وزیرستان ، پنجاب او اکوړه خټک که یې د امریکا په مالي لګښت ښکاره طالبان روزل او روزي یې او افغانستان ته بې د جهاد لپاره رالېږي.
امریکا به نړېوال په دې تېرایستل چې زه افغانستان ته د ترهګرو د ورکولو لپاره راغلې یم، خو په ۲۱ مه پېړۍ کې څوک کله تېرایستل کېږي ، امریکا د ټنکالوژۍ په دې عصري نړۍ کې دومره ناخبره پاتې وه، چې د کوټې، وزیرستان او اکوړه خټک په مدرسو کې څه روان دي!!!؟
آيا پاکستان زما په پيسو طالبان روزي او که ورکوي يې، خو دا هر څه یو ګپ و او روان دی.
اوس په دې وروستیو کې د اوباما ځای ناستی ټرمپ وایي ((موږ پاکستان تېرایستي یو، موږ به د ترهګرو د ورکولو لپاره پيسې ورکولې او هغه به روزل، موږ اوس پوهـ شوي یو، موږ د نورو پیسو د ورکړې مخه ونیسو او د اخیستو پیسو حساب به ترې وغواړو))
دا هر څه د افغانانو د غولولو لپاره یوه پلمه ده، نن نه ۱۶ کاله مخکې افغانستان ته د امریکا د راتګ پر مهال ، د امریکا ځواکونو د له بل هیواده(پاکستان) زه او ته ویشتلی شو، زما او ستا موټر یې د مزار شریف په سړک ویلي کولاي شول ، زما او ستا روغه پاچاهي یې ړنګولی شوه او اوس چې د ورځې په تېرېدو د ټکنالوژۍ ډګر مخ په وړاندې روان دی ، هغه مهال یې چې (۹) متره د ځمکې لاندې خلک لیدل ، اوس یې د ځمکې په سر نه ویني؟
وړمه ورځ یې چې د کندز د درشت ارچي ولسوالۍ د لغمانیو د سیمې د ګجرو په مدرسه داسې مهال بمبار کاوه، چې د دستار بندۍ مراسم په کې روان و، ختم و ، خیرات و، کلیوال ، ماشومان ، سپينږیري او ځوانان ورته راټول شوي وو، په هغو ټولو یې له یوې د ترهګرو ګمان وکړ، ټول یې شهیدان کړل ، وروسته یې د ملي دفاع وزارت پر مټ یوه ویډیو خپره کړه، چې په کې ښودل شوي و، د سپینو پګړیو لرونکي کسان یوه کرولا ډوله موټر ته په ختو دي، چې دوی د طالبانو مشران بللي، که په رښتیا د طالبانو د مشرانو ورکېدل د دوی موخه وای ، نو ولې يې همالته د ویډیو کولو پر مهال پرې حمله نه کوله!!!؟
پوښتنې ډېرې دي، اوس امریکا د دې پر ځای چې د افغانستان امنیت ټينګ کړي ، په لوی لاس یې ګډودوي .
اوس بله ستره پوښتنه دلته راو ولاړېږي ، چې که چېرې امریکا موږ وباسو یا په خپله لاړه شي، ایا د افغانستان امنیت او اقتصاد به خراب شي که نه؟
نه ، هېڅکله هم نه، هغه په دې چې کله هم پاکستان طالبان روزي او یا عقیده ورکوي ، په افغانستان امریکا یرغل ورته مخې ته کړي، کافر راغلی ستاسې ملک یې نیولی او که د وړمې د ورځې د پېښو پشان بېلګې ورمخې ته کړي، نو څه فکر کوې؟ ټوله کورنۍ به یې ځانمرګي بریدونو ته تیاره نه شي!؟
که امریکا لاړه شي، بیا پنجاب او طالبان په کومه روحه ، په کومه پلمه زما خلک راوژني ؟
بیا به یې څوک تر شا ودرېږي ، بیا به څوک کلی ورکړي، بیا به څوک د جهاد نوم ورسره ومني؟
نه ! نه ! هېڅکله هم نه!
هر سړی به یې مخې ته ودرېږي ، مجبور دی ، چې د خپل نظام ملاتړ وکړي، بیا به زه او ته په ژوند کولو پوهـ شو، نه به ما څوک د کافر په نامه وژني ، نه به تا د ترهګر په نامه... ټول به د یوه ټغر لاندې آزادې ټاکنې تر سره کړو ،که هر چا حکومت وګټو ، ټول به پسې روان شو، ژبه ، قوم، تور او سپین به نه پالو له یو او بله به ځارېږو.
زه اوس دې ته تر هر څه ډېر زیات خوشاله یم، چې د دې حکومت یوه لویه لاسته راوړنه تر لاسه کړه، هغه دا چې زموږ ځوانان اوس هغه پخواني ځوانان نه دي، چې مشر به یې په غلطه روان و او که په سمه ، ټول به پسې روان وو، لکه د رمۍ پسونه.
اوس هغسې نه دي، ښه بېلګه یې په اوسني حکومت کې د عطامحمد نور ، جنرال رازق، ظاهر قدر او لالي حمیدزي در کولای شم، ګوره چې په کږه سره روان وو، سره د ډېرو طرفدارانو ټولو پرېښودل ، زه یقیني یم ، چې د خپلې کورنۍ غړي به یې هم ملتا و نه کړي ، اوس ځوانان د پخوا په پرتله ډېر ویښ شوي دي او همدا مو لویه لاسته راوړنه ده.
او پاتې شوه د اقتصاد مسله، اقتصاد به هم خدای راجوړ کړي ، امریکا چې کوم ډالر دلته په پاکستان لږول هغه پرې طالبان روزل،ما او تا په پرې د ډالرو لګولو سره سره وینې هم تویولې او تویوو یې، هغه ډالر هم پرموږ حساب دي، چې په کومو خپلو عسکرو ته معاشونه ورکوي ، هغه هم پر موږ حساب او په کوم یې چې په بیزونو کې د لرګیو کوټنۍ جوړې کړې دي هغه هم پر موږ ، موږ به ته به نو څه راپاتې وي...؟
اوس مهال زموږ ډېرې پیسې په هغه جګړه لږېږي، چې امریکا د طالب او داعش تر نامه لاندې راپیدا کړې ده، که جګړه نه وي ، ځوانان به نه مه مري ، کلي به مو نه ړنګېږي ، له نړېوالو به شاته نه پاتې کېږو، له زده کړو به نه محرومېږو، لارې پلونه به مو نه ورانېږي.
پاتې شوه د عسکرو د معاش مسله، زه یقین لرم، که داسې وشول ، امریکا لاړه، د دې وطن هر ویښ ځوان له ما پورې د یوه نه تر دوو کلونو پورې په وړیا ډول د خپل وطن خاورې لپاره عسکري کوي.
بیا به هغه مهال ژوند ژوند وي، چې د هېڅ یوه افغان وینه مو بې ځایه تویه نه شي، په ازاد او مستقل ډول خپل ژوند مخ ته یوسو، خو داسې به کله وشي!!!؟