نظم

 
صفي الله عمرخیل

لا د اسمان په تندي توره وریځ ده
زبون وهلي د سپرلي ګلونه
لاپه زخمو کې جوړتازه زخمونه
لا دلمبو په لور ریبي ګلونه

د ستړې شپې د تور ماښام په لمن
ددوزخي ژوندون کیږدۍ ولاړې
له یوه څرک رڼا محروم وګړي
دوینو ډنډ کې ېې بیړۍ ولاړې

دوخت بې باکه جوارګره دیره
په یوه دو کې څو سرونه واخلي
دبم د اوسپنو ظالمې پنجې
له څو لاسونه کتابونه واخلي

لا د اوجود په لمبو ځان تودوي
دا سړیچن زما د قام وګړي
هیڅ د رڼا په ارزښت پوه نه شوله
دابې ډیوې د تور ماښام وګړي
په ترږمو کې پرې کلونه اوړي
خوخپل مالت کې بل څراغ نه پریږيدي
خدایزه څه کوډې ېې په ذهن شوي
دګل وږمې تر خپل دماغ نه پریږدي
«««
ګونګۍ ګونګښ له شوره ډکې کوڅې
دلته په ستونې کې زندۍ سندرې
له موږ د څه شي انتقام اخلي
دغه دژوند سلګۍ سلګۍ سندرې

شهید شهید دمکتوبو زنګونه
تورې ایرې د کتابونو پاڼې
زړونه د لوست دلوی ارمان هدیرې
لمبه لمبه دسروګلونو پاڼې
ـــــــ
د درد له اوښکو ډکې ډکې سترګې
سویو څیرو کې د ویرونو کیسې
له پسرلیو نه کلونه لرې
ژوندون ېې ټول دماښامونې کیسې
ـــــــــ



زما دغیرت په نوم پښتونه
زما بې سواده بې پروا پښتونه
زما بې ژونده بې خندا پښتونه
اې لرې ،لرې له رڼا پښتونه
ــــ
بس ده نو، نور دغه حالت بدل کړه
د ژوند یوه نوې فلسفه خلاصه کړه
بیرته راواخله دا لویدلی قلم
دمکتب بنده دروازه خلاصه کړه

ګونګه حجره د په کیسو راوله
دا ماښام ښکلی کړه ډیوې جوړې کړه
له ګرده پاک کړه د رباب تارونه
د نوي ژوند نوې نغمې جوړې کړه

قربان قربان د له دردمنې څیرې
نور دحالاتو طلسمونه مات کړه
چې نور مور کۍ په ملاریا مړه نه شي
د رویواجونو دا قلفونه مات کړه

اې ته خبر ېې ؟ ته پوهیږې کنه
ستا د تاریخ ټوله بیړۍ ډوبیږي
اره کوې ېې په هغه شاخ ناست ېې
ستا په لاسو دغه ښکیشتۍ ډوبیږي
زما اواز تر تا در رسي کنه
ته زما چیغې نارې اورې کنه
ته له حالاتو نه خبرېې کنه
د بربادۍ دا کیسې اورې کنه


راځه چې توره تیاره وتمبوو
راځه چې لاړ شو څراغونو پسې
راځۍ چې ټوله وبل ته غاړې وځو
راځۍ چې وبل ته ګلونه راوړو

ټوټې ټوټې اوجود به بیرته ټول کړو
ډیر ضرورت ده نور یو کیږو ګوره
دلوړ ګړنګ په څنډه شپې تیروو
قسم په خدای چې را غورځیږو ګوره
دبا چاخان تصویر مې مخ ته ولاړ
که داسې ونه کړو ورکیږو ګوره
«««
۱۳۹۵ غبرګولی ، کابل افغانستان