د ډیورنډ تړون حقوقي اړخونه/ دویمه برخه

  محمد انور(آڅړ)  ۱۶/۳/۱۳۹۵ه،ش                                                      
د دې لیکنې د لوموړي برخې د معلوماتو پربنسټ ویلی شو چې د ډیورنډ تړون او له هغې څخه وړاندې او وروسته ټول تړونونه داسې تړونونه دي چې د نړۍ له هېڅ قانون سره سر نه خوري او دا تړونونه ټول د اجبار او خیانتونو پر بنسټ لاس لیک شوي دي چې موږ یې په اړه د پورته یادو شویو معلوماتو پر استناد دلایل وړاندې کوو تر څو د انګریزي استعمار نړیوال ترهګر دولت او د پاکستان دولتي ترهګریزو کړنو څخه هیوادوال خبر کړو او هغه خلک پوه شي چې د ډیورنډ کرښې د رسمي کولو پر پلوۍ خبرې کوي:
په افغانستان کې د انګریزانو ټول تړونونه د لاندې دلایلو پر بنسټ عاطل او باطل دي:
۱ــ د ګندُمک شرموونکي تړون له نوم څخه ښکاري، چې امیرمحمدیعقوب خان اړ ایستل شوی دی چې د ګندمک سیمې ته ولاړ شي او په هغه ځای کې د اضطرار، ګډوډۍ او د مقابل لوري د لښکرو د یرغل، جبر او اکراه په حالتکې تړون لاس لیک کړي، په نوموړي سیمه کې د انګریزانو (۱۷۰۰۰) کسیز پوځ د افغان اتلانو لخوا وژل شوی وو.
۲ــد ملګرو ملتونو د ۱۹۶۹، ز، کال د وېن کنوانسیون د (۵۰) مادې پر بنسټ، د ډیورنډ تړون ځکه بې اعتباره او جعلي دی چې انګریزانو سردارعبدالرحمن خان ته د تړون د لاس لیک په بدل کې(۱۸) لاکه روپۍ رشوت ورکړی دی.
۳ــ د ډیورنډ تړون د وېن کنوانسیون د (۵۱ او ۵۲) مادو او د ملګرو ملتونو د منشور د دوهمې مادې (۴) بند پر خلاف دی، داسې چې کله چې عبدالرحمن خان تړون لاس لیک کولو، انګریزانو د کرښې آ خوا یو لوی لښکر ځای پرځای کړ او امیر ته یې یاددښت ولیږه چې باید په جلال آباد کې د رابرتس په مشرۍ یو سیاسي پلاوی د یوې نظامې فرقې تر سیورې لاندې ومني،(۱۸۹۲، ز).
دا چې د انګریزانو پوځونه د کرښې سره نږدې د تیار سئ په حالت کې وو، عبدالرحمن خان یې د سخت فشار لاندې راوستلی ؤ، لکه چې پخپله د انګریزانو صدراعظم بلفور اقرار کړی دی وایي:«... موږکله زور، کله ګواښ، اوکله بډې (رشوتونه) کاروليدي... .»
۴ــد ملګرو ملتونو د ویانا تړون(۴۷) ماده وایي: هغه نقشه چې په تړون کې د سرحدي کرښې لپاره جوړه شوي وي او په هغې کې تېروتنه(اشتباه) شوي وي د شرایطو د باطلیدو سبب کیږي. امیرعبدالرحمن خان هغه نقشه نه ده لاس لیک کړي چې کرښه ورباندې کښل شوي ده، په دې مانا چې که نقشه لاس لیک نه وي نو نقشه په نشت حساب ده  او کله چې نقشه نه وي هېڅ نه شته.
۵ــ د دوو دولتونو تر منځ هغه مهال تړونونه له منځه ځي چې په تړون باندې عمل ونه شي او پر ځای یې جګړه رامنځ ته شي، د افغان انګریز د دریمې جګړې له امله ټول تېر تړونونه له منځه ولاړل، چې د انګریزانو د بهرنیو چارو وزیز هملتن ګرانت پخپله مبارکه خوله داسې ویلي دي:(«برسیره پر دې دغې جګړې (د افغانستان د خپلواکۍ جګړه) ټول پخواني تړونونه منسوخ کړل.»
۶ــ سره له دې چې د ډیورنډ تړون قانوناً، له آره بې ارزښته او بې اهمیته ؤ، خو د یوه قانوني تړون  شرایط، ارزښت او اعتبار په هغه صورت کې له منځه ځي چې هدف یېترسره شوی وي، په دې مانا چې: د یوه دولت پر ځای بل دولت رامنځ ته شي، (د دولت رامنځ ته کیدل عبارت دي: په یوه ځمکه کې چې یو هیواد د بل هیواد پر ځای د بین المللي اړیکو مسؤلیت په غاړه واخلي) داسې چې پخوانی هیواد په مکمله توګه له منځه ولاړ شي، یا تجزیه شي او یا په بل هیواد پورې وتړل شي او یا هم خپلواکي ترلاسه کړي.(لکه انګریزان چې خپلې موخې ته ورسیدل، له سیمې څخه ووتل او پر ځای یې یو نوی تجزیه شوی هیواد(پاکستان) رامنځ ته شو.)
۷ــ د ډیورنډ او نور تړونونه یو اړخیز دي د معاهدې یو جانبیت له دې څخه پوره څرګند دی چې په متن کې پخپله انګریز د امیر پر ځای خبرې کوي، په هره فقره کې د جناب امیرصاحب جمله استعمالول دا مانا لري چې د امیر پر ځای یو بل څوک د ده نظر او تعهد بیانوي... .»
۸ــ د ډیورنډ تړون په متن کې د ډیورنډ کرښه دهند د سرحديپولې په توګه نه یادوي، بلکه دامیرعبدالرحمان خان دقلمرودختیځواو جنوبي سرحدونواوپه دؤ حکومتونوپورې د اړوندو نفوذي ساحوحدود بیانوي، هدف دبرتانويآمریت پراخول دي نه دهند سرحد.»
۹ــ هغه سیمې چې د ننه په افغانستان کې پرتې دي انګریزانو په مسلم ډول او عملاً د افغانستان ملکیت پېژندلی دي په دې مانا چې په تړون کې، انګریزانو، امیر عبدالرحمن خان د افغانستان او اړوندو سیمو (د کرښې آخوا سیمې) امیر بلل شوی دی.
۱۰ــ د ډیورنډ تړون د څلورمې مادې په پای کې راغلي دي: «... د سرحد سره نږدې د موجوده کلیو ځایي حقوق به په نظر کې نیول کیږي.» په داسې حال کې چې دغه کرښه د پښتنو ټول ځایي حقوق تر پښو لاندې کوي په دې مانا چې د کورنیو غړي، خپلوان، ځمکې او د پښتنو کورنیو تګ او راتګ سره جدا کوي، چې دا د انګریزانو ناوړه کار اوس پخپله د پاکستان حکومت ترسره کوي.
۱۰ــ د ډیورنډ د تړون فارسي او انګریزي متنونه د انګریزانو لخوا لیکل شوي دي او د کرښې نقشه هم د دوی لخوا کښل شوي وه امیرعبدالرحمن خان په انګریزۍ ژبه نه پوهیده او لږ سواد یې درلود ځکه خو پوهاند کاکړ وایي:«... د امیرعبدالرحمن خان لاس لیک مشکوک دی ... سربیره پر دې د موافقتنامې متن هم مشکوک دی او د انګریزۍ متن د باور وړ نه دی.»
او په پای کې یو تړون هغه وخت د منلو دی چې د سیمې ډېری خلک یې ومني په دې بنسټ د ډیودنډ تړون په هغو سیمو باندې عملي کیږي چې په عملي توګه د انګریزانو تر نفوذ او ادارې لاندې وي، د تړون په متن کې(نفوذي سیمې) لیکل شوي دي او دا سیمې انګریز ډیورنډ په خپله په دې ډول تعریف کړي دي:«تر هغه ځایه پورې چې د سیمې خلک زموږ نفوذ مني او یا موږ خپل نفوذ پر هغو باندې منلی شو» خو د ډیورنډ تړون افغانانو، په ځانګړي توګه کوزو پښتنو تر نن ورځې پورې نه دې منلی داسې چې: دافغانستان دخپلواکۍ جګړه د همدغو پښتنو پر مټ له انګریزانو څخه وګټل شوه؛ د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په وخت کې د ډیورنډ کرښې نوم چا نه دی یاد کړی او ډېرو لرو پښتنو د شورویانو سره جګړې وکړې او دا اوس اوس ډېری دغه کوز پښتانه دي چې په افغانستان کې د بهرنیانو او په پاکستان کې د پاکستاني پوځ سره جګړې کوي او د افغانستان په کورنيو جګړو کې کوزو پښتنو د سقاؤ له زوی څخه نادرخان ته پاچاهي ونیوله او دا هغه د وزیزو جګړن کسان وو چې سقاؤ یې اعدام کړ.(مُشت نمونه خروار)
سربېره پر دې د تاریخ په اوږدو کې د زورورو(ترهګرو) هیوادونو لخوا پر کمزورو هیوادونو باندې دا ډول غېرې قانوني د زور او جیر تړونونه تپل شوي او بیا رد او باطل شوي دي، موږ به د دا ډول تړونونو څو بېلګې وړاندې کړو:
 
(۱)ـ په (۱۹۳۹، ز) کال کې نازي جرمني د چکسلواکي ولسمشر (هاشا) په وهلو او ټکولو باندې دې ته اړ کړ چې تړون پرې لاس لیک کړي او د تړون سره سم د بوهم او موراوي سیمې جرمني ته پریږدي او په دې توګه یې د خپل هیواد خپلواکي له لاسه ورکړه، خو د جرمني له ماتي څخه وروسته په دویمه نړیواله جګړه کې د چکسلواکي هیواد خپله خپلواکي واخیستله او هغه له لاسه تللي ځمکې یې بیا تر لاسه کړې، د دې تړون په اړه د نورنبرګ نظامې محکمې په کال (۱۹۴۶، ز) کې پریګړه وکړه چې نوموړي معاهده د فشار او اجبار له امله تر سره شوی وه نو په دې بنسټ باطله ده.
(۲)ـ په کال(۱۹۴۱، ز) کې چې د کامبوجیا هیواد د فرانسې ترملاتړ او واک لاندې ؤ جاپانیانو فرانسویان دې ته اړ ایستل چې د ټایلنډ هیواد سره د کامبوجیا د سرحدونو د ټاکلو تړون، چې په کامله توګه د کامبوجیا هیواد پر زیان ؤ لاس لیک کړي، خو د جاپان له ماتيدو وروسته فرانسې په دې دلیل چې تړون یې د زور او جبر له امله لاس لیک کړی دی، وکولی شول چې په کال( ۱۹۴۶، ز) کې نوموړی تړون باطل او بې اغېزې اعلام کړي.
 (۳)ـ په کال (۱۹۰۵، ز) کې کله چې جاپانیانو د کُريې پله ازمینه سیول  ونیو، د کُریې هیواد استازي یې داسې یوه تړون ته اړ کړل چې نوموړی هیواد باید د جاپانیانو تر واک لاندې پاتې شي، خو په دوهمه نړیواله جګړه کې د جاپان تر ماتي وروسته، سره له دې چې د تړون څخه(۴۰) کاله تېر شوي وو، په(۱۹۴۵، ز) کې یې نوموړی تړون باطل وبللو او د کُریې هیواد خپله خپلواکي اعلام کړه.
(۴)ـ هغه مهال چې د فرانسې پاچاه لُمړی فرانسوا د جرمني امپراتور (شارل کن) لخوا ونیول شو نوموړی یې په کال(۱۵۲۶، ز) کې د مادرید په نوم د تړون لاس لیک کولو ته په زور اړ کړ، چې له امله یې د کوربني[سیمه] له لاسه ورکړه، خو کله چې د فرانسې پاچاه له بنده خوشی شو د تړون له پلي کیدو څخه یې ډډه  وکړه او ویې نه منلو.
(۵)ـ په کال (۱۹۶۸،ز) کې یو د زور تړون د پخواني شوروي اتحاد لخوا د چکسلواک پر مسؤلینو باندې لاس لیک شو چې له امله یې د (ورشو اتحاد) ځواکونه په نوموړي هیواد کې ځای پر ځای شول. . زهره یعقوبیwww.iail.ir اجبار در معاهدات بین المللی
 له بل پلوه د افغانستان واکمنان په نړیوالو اصولو، اسلامي شرعیت او د هیواد له قانون سره برابر نه وو، له دې امله لکه څه ډول چې د نړیوالو اصولو غوښتنه وه او د اسلامي شرعیت او د هیواد د  دودیزو اصولو حکم دی، د محمدزیو واکمنانو عمل نه دی پرې کړېاو تر ډېره ځایه یې پر خلاف کړنې ترسره کړي دي.
 ــ د اسلامي فقې پر بنسټ د امارت امیر لکه چې د محمدزیو سردارانو ځانونه د افغانستان د امارت امیران بلل باید د لاندې مشخصاتو او مسؤلیتونو لرونکي وي:
اسلام، بلوغ، عقل، آزادي، ذکورت، عدالت، علم، جسمی ځواکمنتیا او روغتیا، د مسؤولیت احساس، کاري وړتیا،(له کفارو سره د خدای په لاره کې جهاد کول، د مسلمانانو له خاورې څخه دفاع او ساتنه) د مشورې منل، زړورتیا، قاطعیت، حلم او تواضع، امانتداري، وعدې ته ژمن پاتې کیدل، صدق او رښتینولي، صبر او تحمل، عفوه، د رهبرۍ استعداد، د تنفیذ قدرت، د زړه پاکوالی، د وجود د غړو سلامتیا، عِفت، د امارت لپاره د حرص نه درلودل دي. 
 د نړیوالو، اسلامي او پښتونولۍ اصولو پر بنسټ، واکمن باید قانوني او په پوره مشروعیت سره واک ته رسیدلی وي، په دې مانا چې د زور او یا د کودتاګانو له لارې یې قدرت نه وي تر لاسه کړی، (لکه محمدزیو چې له سدوزیو څخه د کودتاګانو له لارې د پاچاهۍ واک تر لاسه کړ او د ننه په محمدزیو کې سردارعبدالرحمن خان له غازي محمدایوب خان څخه چې د امیرشېرعلي خان زوی ؤ د انګریزانو په مرسته پاچاهي غصب کړه.)
 ــ دکمزوري هیواد واکمن باید په خپل هیواد کې آزاد، خپلواک او د هیواد ځواک او اختیار په لاس کې ولري، (نه د شجاع الملک په شان بې واکه او تښتیدلی پاچاه، یا د امیرمحمدیعقوب خان په شان اسیر او مریض امیر او یا هم د امیرعبدالرحمن خان په شان ګوډاګی، رشوت خور، د کور زمری د بیدیا ګیدړ پاچاه.)
 ــ واکمن باید رشوت خور نه وي او د خپلو شخصي ګټو لپاره د هیواد ګټې قرباني نه کړي. (لکه امیرعبدالرحمن خان چې د افغانستان خاوره یې د (۱۸) لکو روپیو په بدل کې خرڅه کړه.)
 ــ واکمن باید د بهرني ځواک پر مرسته قدرت ته نه وي رسیدلی او د بل هیواد لاسپوڅی او ګوډاګی نه وی، (لکه شاه شجاع او امیرعبدالرحمن خان.)
 ــ واکمن باید په عقلي او روحي او یا په داسې ناروغیو باندې اخته نه وي چې له امله یې په سمه توګه فکر نه شي کولی، (لکه امیرمحمد یعقوب خان.)
 ــ او په پای کې لاس لیک شوی تړون باید د لویې جرګې یا د خلکو د استازو لخوا ومنل شي.
د ډیورنډ او له هغه څخه په وړاندې تړونونو کې پورته یادې شوي ځانګړنې(خصوصیات) نه لیدل کیږي او له بلې خوا امیرعبدالرحمن خان له آره یو ترهګر او چرسي پاچاه ؤ او په پښتنو کې متل دی(چرسي سړی نه سړی) نو د ډیورنډ تړون د یو چرسي او (نه سړي) لخوا لاس لیک شوی دی، دا ډول یو غاصب، ترهګر او تش په نوم امیر دا واک نه لري چې د افغان خاوره خرڅه کړي او د افغانانو یوه لویه برخه خلک له خپلو وروڼو څخه جدا کړي، د پورته ټولو دلایلو او اسنادو پر بنسټ نوموړی تړون اصولاً هېڅ قانوني جنبه نه لري یوازې د توطیه ګرو انګریزانو د یو اوږد مهالي شېطاني پلان یوه برخه وه چې له دې لارې له افغان اولس څخه د خپلو بې مثاله شرموونکو ماتو بدل واخلي. (افغان، انګلیس لُمړۍ جګړه، ۱۸۳۹، زـــ میوند جګړه، ۱۸۸۰، ز).
 د ډیورنډ تړون لرو او برو پښتنو ونه منلو، کوزو پښتنو د ملاپیونده او حاجې صاحب میرزاعلي خان په مشرۍ باندې له انګریزانو سره داسې وجګړیدل چې ټوله نړۍ ورته حیرانه وه او کله چې پاکستان رامنځ ته شو، نو د پاکستان حکومت او د دوی انګریزي قانون سره یې هم مخالفت وکړ، حاجې صاحب د پاکستان حکومت انګریزی حکومت وبللو او دا متل به یې ویلو: (خر همغه پخوانی خر دی، یوازې کته یې بدله ده) کوز پښتانه له تېرو څه د پاسه سلو کلو راپه دېخوا  له انګریزانو او پاکستانیانو سره وخت په وخت جګړې کوي او خپل سرونه یې نه انګریز او نه پنجابیانو ته ټیټ کړي دي چې دا لړۍ اوس روانه ده او روانه به وي. (انشاء الله)     پای.
 
د ډېرو معلوماتو لپاره په روهي وېب پاڼه کې وګورئ، دریم څپرکۍ: لُمړۍ برخه دولتي ترهګري(تروريزم)