
لوی افغانستان او ډیورنډ کرښه
لومړی څپرکی: د دریمې برخې په تېر پسې
اروپایان د هند په نیمه وچه کې (ختیځ هند کمپني)
انګرېزان او توکمیز توپیر:
انګرېزان په نړۍ کې له نورو توکمونو څخه زیات توکمپالي دي، د خپل توکم لپاره یې د لوړ او غوره توکم نوم په درغلۍ سره جعل کړی او پر نورو باندې یې د منلو کوښښ کړی دی او د اسرایلو په شان یې مذهبي بڼه ورکړي ده، دوی په دې ګروهه وو چې: موږ پر نورو توکمونو باندې د حکومت لپاره پیدا شوي یو، د دغو توکمیز توپیر پر بنسټ یې د نړي په پنځو، لویو وچو کې ډېر بې ګناه انسانان وژلي او لوټلي دي، دغو توکمپالو انګرېزانو د نورو توکمونو تر څنګ د هند خلک احمقان، بې زړه او د ټیټې طبقې کسان بللي دي.
ښاغلی جواهر لال نهرو وایي: د اوږدو کالونو راهيسې، د هندیانو ټول نسلونه سپک او توهین شوي، سپکې سپورې ورته ویل شوي او په سپک نظر ورته کتل شوي دي، موږ ته ویل کیږي چې:«موږ انګرېزان، له نورو څخه غوره او لوړ توکم یو، ځکه خو خدای موږ ته پر تاسو باندې د حکومت کولو حق راکړی دی او تاسو یې زموږ تابع او موږ ته بښلي یی.» نهرو زیاتوي:«کله چې موږ د انګرېزانو پر کړنو باندې نیوکه کړي ده، دوی خپل(ببر ډوله صفات، لوړ او حاکم نژاد) راته مخې ته کوي.»
نهرو وړاندې ځي او په خواشينۍ سره څرګندوي:«زه د یو هندي په توګه شرمېږم چې دا ډول مطالب لیکم، ځکه د دا شان ناوړه کړنو لیکل او یادول هم سړی زوروي او هغه چې له دې هم سړی ډېر زوروي، هغه واقعیت دی، چې موږ په خپله له اوږدې مودې راپه دېخوا دا ډول ځپلی حالت او پستي منلي ده، زه دې ته ترجیح ورکوم، په هر شکل چې وای او هره بده پایله یې چې درلودلی، د[انګرېزانو] د دا ډول ځان ښودنو پر وړاندې مو باید مقاومت کړی وای او زموږ ملت دغه ناوړه کړنې نه وای منلي.» (۱)
د هندوانو په دین کې طبقاتي یا د کاسټ جوړښت په څلورو پوړونو باندې وېشل شوی دی: برهمنان، کشتریه، ویسیا او د شودرا طبقه، چې لومړۍ درې طبقې یوه پر بله باندې لوړه ده او وروستۍ د شودرا طبقه یوه محکومه او غلامه ډله ده، تاریخ پوه ښاغلی ویل دورانت د هندوانو دا ډول طبقاتي جوړښت، په هند کې د انګریزانو د اشغال په موده کې نه یوازې پر هندوانو پورې محدود ګڼي، بلکه د انګرېزانو په استعمار باندې یې ویشلی داسې یې تشریح کوي:
۱ــ برهمن: نن ورځ په هند کې حقیقي برهمنان د انګرېزانو سیاسي کسان دي.
۲ــ کشتري: کشتریان په هند کې، د انګرېزانو پوځیان دي.
۳ــ ویسیا: د ویسیا طبقه په هند کې د انګریزانو تجاران دي.
۴ــ شودرا: د هند ټول اصلي اوسیدونکي دي(*). (۲)
انګرېزان په دې ګروهه باندې ولاړ وو او ټینګار یې کولو چې:«هندیان د انسانانو د ټیټ توکم څخه دي، دوی، د هند د آب هوا د څرنګوالي له امله، طبیعتاً دې ته جوړ شوي دي چې د نورو د مریتوب (غلامۍ) غړوندی(غاړه کۍ) په غاړه کې ولري، د لمر تودوخه، وچه شنډه او بې وښو ځمکه، د هندیانو د دماغي کمزورۍ سبب شوي دي، چې د دوی لپاره یې کمزوري، فقر او غریبي رامنځ ته کړي ده، له دغو دوو تیارو(ظلمت) څخه د هندیانو ناپوهي رامنځ ته شوي ده. دا هیواد تر دې پورې کمزوری او د خپل نفس او خپلواکۍ د ساتلو څخه بې ځواکه دی، چې د دوی ټول تېر تاریخ د بهرنیانو پر بریو ډک دی. څلورزره کاله وړاندې د آرین توکم له شمال څخه په دغې ځمکې باندې یرغل وکړ، دغه ځمکه یې ونیوله او یو وړ تمدن یې د خپلو روحیاتو سره سم رامنځ ته کړ، خو د لمر تودوخې د دوی ځواکمنتیا مړاوي کړه او د دوی تمدن له منځه ولاړ. اوه سوه کاله وړاندې مسلمانانو له شمال څخه په دې هیواد باندې یرغل وکړ، دولت یې جوړ کړ، د خپل تمدن بنسټ یې ټینګ کړ، خو د دوی ځواک هم د لمر تودوخې مړاوي کړ او تمدن یې هم له منځه ولاړ. څلور سوه کاله وړاندې مُغلو له شمال څخه دا ځمکه لاندې کړه، دولت یې جوړ کړ تمدن یې رامنځ ته کړ، د لمر تودوخې د دوی غښتلتیا هم کمزوري کړه او د مغلو تمدن هم له منځه ولاړ. د اتلسمې پېړۍ په لومړیو کې د مغلو د امپراتورۍ بنسټ ولړځید د هند ځمکه بیا د هرې خوا څخه تر تهدید لاندې راغله، تل د دې وېره وه، چې نوي او تازه دمه ډله به برید وکړي او هند به په قهر او جبر سره لاندې کړي، که چېرې انګریزانو دا هیواد نه وای نیولی، فرانسې، پرتګال یا لهستان دا کار ترسره کولو، هندوستان ډېر نېکمرغه دی چې د وخت د ډېرو لویو او ښو حاکمانو[انګرېزانو] تر حاکمیت لاندې دی(!). پخواني فاتحین په هندوستان کې پاتې شوي دي چې له امله یې خپلې ځواکمنۍ له لاسه ورکړي دي، خو انګریزان یو په بل پسې د تازه دمه ځواک او پوهې سره دغې ځمکې ته راځي، د انګریزانو مشران، قوماندانان او افسران وروسته له هرو پنځو کالو یو ځل له هند څخه انګلیستان ته درومي او د خپل هیواد له واورو او بارانونو څخه خپله غښتلتیا اخلي، له دې امله ده چې ۶۸۰۰۰، انګرېزان په اسانۍ سره په ۰۰۰/۰۰۰/۳۲۰، هندیانو باندې حکومت کوي ... . (۳)
د حیرانتیا خبره خو دا ده چې انګرېزانو، هغه آزادي غوښتونکي هندیان، چې د اشغالګرو څخه یې د خپلواکۍ هڅې کولې، ناوړه او ناپونه کسان بللي، په دې باب ښاغلی جواهرلال نهرو داسې لیکي:«موږ ته[د انګرېزانو لخوا] ویل کیږي چې ستاسو ملي احساسات (ناسیونالیسم)، زموږ د وروسته پاتې والي څرګندونه کوي، تر دې چې زموږ د خپلواکۍ غوښتنه هم زموږ د کم فکرۍ او بې عقلۍ نښه بولي.» (۴)
دا شان انګرېز، سر رجینالد مکسول، چې د بریتانوي هند حکومتي چارواکی ؤ، د هند آزادي غوښتونکي مخکښان یې د ټولنې دښمنان بللي، (په داسې حال کې چې د ټولنو دښمنان په خپله د بریتانیا استعمار ؤ) رجینالد مکسول، په (۱۹۴۱ز) کال کې د هغو تورونو او نیوکو پر وړاندې چې د هندوستان د ملي کانګرس، سوسیالیستانو او کمونستانو د ګوندونو غړي یې نیولي او بې محاکمې یې په زندانونو کې ساتلي وو، چې د نازي جرمنیانو او ایټالویانو لخوا، د نیول شویو جنګي اسیرانو څخه هم ناوړه او غير انساني چلند ورسره کیده، د دغو تورونو او نیوکو پر وړاندې مکسول په خپله حیرانوونکي دفاع کې وویل:«جرمنیان او ايټالویان د خپلو هیوادنو لپاره جګړیږي، خو دغه کسان(د هند د ملي کنګرې غړي، سوسیالیستان او کمونستان) د ټولنې دښمنان دي، چې غواړې موجوده نظم له منځه یوسي.» (۵)
له دې امله چې انګرېزان پر نورو وګړو باندې ځانونه لوړ بولي، د هند نایب السلطنه[د هندیانو پر وړاندې] په داسې بڼه خبرې کوي چې د انګلیستان هېڅ لومړی وزیر او یا د امریکا ولسمشر په دې رنګ نه دي غيږیدلی، یوازې یو هیټلر دی چې د ده په شان ګړیږي، نه یوازې نایب السلطنه، بلکه د نایب السلطنه د شورا غړي، د ولایتونو حاکمان او حتی هغه واړه کسان، چې د بېلابېلو ادارو مسوولین دي هم ځانونه لوړ بولي، بلکه په دې ګروهه دي چې هر څه چې دوی وايي او کوي یې، وړ او سم دي او د ځمکې ټول تلونکي(فاني) موجودات یې باید ومني، ځکه چې واک او ویاړ په دوی پورې اړه لري. (۶(
هندیان په بې ځواکه او منونکو خلکو باندې بدلیږي:
دا د انګرېزانو د سیاست یوه مهمه برخه وه چې هندیان په تیارو کې وساتي، تر څو د نړۍ له هر ډول پرمختیاوو څخه ناخبره پاتي شي او د انګرېزي استعمار لخوا په ښه توګه اداره او د استعمار پر وړاندې غبرګون ونه کړای شي، په دې اړه یو تن انګرېز چارواکی داسې وایي:«... په هغو ورځو کې زموږ سیاست داسې ؤ، چې خلک او ځایي هندیان په ژور جهل، وحشت او بې خبرۍ کې وساتو او د هر ډول زدکړې او پوهې څخه باید محروم وي، هغه که زموږ د واک لاندې سیمو کې وو او یا هم په هغو خپلواکو حکومتونو کې چې د هندیانو تر ادارې لاندې وو د سخت قهریدلي مخالفت سره مخامخ کیدل.» (۷)
د هند اوسیدونکي نه یوازې په جهل کې ساتل شوي وو بلکه د انګرېزانو د پالیسیو سره سم په لوی فقر او بې وزلۍ کې هم ساتل کیدل، چې دا هم د استعمار د پلي کیدو یوه بله شیطاني وسیله وه، وايي چې: د هند خلکو چای، قهوه او سبزيجات د نیستۍ او فقر له امله نه پيژندل، د بدن غړي یې نري او پوستکي یې په هډوکو باندې نښتي وو، تبه، د سږو ناروغۍ او لوږې، په کال کې په ميليونونه هنديان د مرګ کندې ته غورځول، له کال ۱۸۷۸ز، څخه تر ۱۹۰۰ز، پورې د ۲۲ کالونو په اوږدو کې پنځه لس ميليونه خلک له لوږې څخه مړه شول، د هند نيمايي ماشومان، مخکې له اتو کالو څخه مړه کېدل... ، د هند ولس تر هغه وځپل شو، چې شجاعت او ښه اخلاق یې تر پښو لاندې شول او د ژوند له نعمتونو او آزادۍ څخه نا اميده شول، د دوی پر شونډو خندا نه وه، دا وجه وه چې د هند خلکو د یوې بېځواکه او مطيع ډلې ځای نيولی ؤ. (۸)
د انګرېزانو د استبداد او فشارونو په پایله کې، د هندیانو زړونه مات او معنوي او اخلاقي وده یې شاته پاتې شوه، هغې پوهې چې پخوا په دوی کې شتون درلود، مړاوي یا له منځه تللي ده... . (۹)
په دې تړاؤ د هندوستان مشر مهاتما ګاندي څه ښه ویلي دي:«هغه ملت چې وږی وي، هېڅکله نه شي کولی، مذهب، هنر او یا هم کوم سازمان ولري.» (۱۰)
د ټول هند نیول او د لوی افغانستان پولو ته د انګرېزانو رسیدل
په ۱۷۵۷ز کال کې کلایوو انګریز، د بنګال نواب سراج الدولة ته په ټګۍ سره، د پلاسۍ نومي په جګړه کې ماتي ورکړه ... کلایوو دوه نیم میلیونه روپۍ ترلاسه کړې، دا چې په یادو روپیو یې قناعت نه کولو د ځان لپاره یې یو ارزښمن جاګیر هم خپل کړ... .
د انګریزانو واکمني وروسته د پلاسی جګړې څخه عملاً په هند کې پیل شوه ... انګریزان په بنګال کې واکمن شول او بل داسې ځواک نه ؤ چې د دوی مخه ونیسي... وروسته له هغې د بنګال د نوابانو ټاکل او شړل د انګریزانو لخوا ترسره کیدل، انګریزانو په کال ۱۷۶۴ز کې د بکسر جګړه هم وګټله، چې په پایله کې د ډیلي[مغلي] امپراتوري هم د انګریزانو تر لاس لاندې راغله؛ انګریزان پر بنګال او بیهار سیمو باندې واکمن شول. (۱۱)
د پلاسۍ په جګړه کې بري،کمپنۍ له یوې تجارتي ادارې، په یوه سیاسي ځواک بدله کړه، کمپنۍ د سیاسي ځواک په توګه له هندي دولتونو او ایالتونو سره اتحادونو او معاهدو ته ملا وتړله، دغو ځایي دولتونو ته یې په سود پيسې ورکولې او عسکر یې وراستول، چې دفاع یې وکړي که چېرې دغو حکومتونو د پور د ادا کولو وس نه درلود، نو په بدل کې یې ورنه خاوره لاندې کوله او د خپلو خدماتو په مقابل کې یې مالیه ورنه ټولوله، د بکسر له جګړې(۱۷۷۰ز) وروسته کمپنۍ د بنګال، بیهار او اوړیسې د مالیاتو د غونډولو حق ترلاسه کړ.
د مصارفو د پوره کولو بله طریقه دا وه چې کمپنۍ به د خپلو هغو عسکرو مصارف غوښتل چې د هندي نوابیو او حکومتونو دفاع یې کوله، په ۱۷۷۰ز کې د اود (اوده) حکومتونو د کمپنۍ د دوو غونډونو مصارف په غاړه اخیستي وو چې د اود په سیمه کې دېره وو، د پوځي قدرت د لرلو په نتیجه کې کمپنۍ په ځایي دولتونو امر وکړ چې خپل پوځونه ختم کړي او د ځان د دفاع لپاره یوازې د دې ادارې په پوځ تکیه وکړي، دې شي د ځایي واکمنو قدرت کم کړ او وار په وار کمپنۍ د بشپړکنټرول په ولکه کې راوستل.
په هندوستان کې له کمپنۍ سره په لومړي پړاؤ کې سوداګرو، کسب ګرو، صنعت ګرو او اجنټانو همکاري وکړه... کمپنۍ د عسکرو په موندلو کې له کوم مشکل سره نه وه مخ، په هند کې د هغو کلیوالو او بزګرو کمی نه ؤ چې کورنیو جګړو ځپلي وو او تېرېدونکو پوځونو یې کروندې ور ویجاړې کړي وې، دوی بېلا بېلو جګړه مارو ډلو ته مالیې ورکولو بې وزلي کړي وو او دې ته تیار وو چې د کمپنۍ غوندې په یوه اداره کې کار وکړي، دغه کلیوال په غالب ګومان په دې نه پوهیدل چې د خپل ملک په نیولو کې له یوه خارجې قدرت سره همکاري کوي ... البته دا خبره هم سمه نه ده چې انګرېزانو پرته له هر ډول مقاومته هندوستان نیولی دی انګرېزان دلته د هرې سیمې د نیولو لپاره جګړې ته مجبور شوي دي، مقاومت هم فردي ؤ هم ډله ییز.
د مغلو له زواله وروسته په هند کې ځینو ځايي حکومتونو د بریتانیا د غلبې به مقابل کې ډېر مقاومت ونه کړ، په اسانۍ سره یې نیواک ته غاړه کېښوده. د حیدر آباد او اود حکومتونه همداسې وو، خو ځینو نورو لکه د سکانو، مرهټه وو او میسور واکمنیو له انګرېزانو سره خونړۍ جګړې وکړې او له شدید مقاومته وروسته یې ماتي ومنله.
د بریتانیا د راج مطالعه او د هغې شننه موږ ته دا تاریخي بصیرت راکوي چې یو خارجي قدرت څنګه د داخلیانو په همکارۍ یوه هیواد ته داخلېږي او نیسي یې، دا خبره که پرون سمه وه نن هم سمه ده. (۱۲)
انګرېزانو په هند کې ۶۰۱ حکومتونه رامنځ ته کړل چې په هغو کې ۱۵، لوی او نور واړه حکومتونه شامل وو، ځینې یې دومړه کوچني وو چې په نقشه کې د نرۍ ستنې د څوکې په څېر ښکاري او یو شمېر یې د یوه ځمکه وال(خان) د جایداد په اندازه وو. د دغو حکومتونو د مشرانو لپاره ډول، ډول ستاینومونه ټاکل شوي وو لکه: په حیدرآباد کې، د نظام، د مهاراجه او نهارانا، لقبونه د هندوانو او سیکانو مشرانو لپاره او د نواب ستاینوم د مسلمانانو لپاره کاریدل. دغه ۶۰۱ هیوادونه د انګرېزانو لخوا په مخامخ او نامخامخ توګه اداره کیدل، دا ملکونه د انګرېزانو له اقتصادي او پوځي لوري څخه داسې سره تړل شوي وو، چې یو تربله یې اړتیا سره درلودله، چې له امله یې انګرېزانو کولی شول په ښه توګه ټول هند اداره کړي. (۱۳)
لکه چې وړاندې وویل شول، انګریزان د پلاسۍ جګړې له بري (۱۷۵۷ز) وروسته د هند له سویل او ختیځ څخه د شمال پر لور وخوځیدل، چې په پای کې د مغلو امپراتوري له منځه ولاړه. د میسور واکمن حیدرعلي او د ده مشهود زوی سلطان ټیپو چې د انګرېزانو سرسخت دښمنان وو انګرېزانو ته یې بې ساري ماتي ورکړي دي، تر هغې چې نږدې وو د انګرېزانو د ختیځ هند کمپنۍ ځواکونه مات او وځپي، خو د دوی واکمني په جنوب کې محدوده وه او د ټول هند په برخلیک یې یې اغېز نه درلود. (۱۴)
سلطان ټیپو له انګرېزانو سره خورا بریالۍ جګړې وکړې او د مرستې په موخه یې ناپلیون او عثماني امپراتورۍ ته پیغامونه واستول... (۱۵) دا شان، سلطان ټیپو د انګرېزانو پر خلاف په کال ۱۲۰۸ق کې، دُراني شاه زمان، د ایران شاهزاده فتح علي شاه قاجار ته په ۱۲۱۲ق کې خپل استازي ولېږل تر څو له ده سره د انګرېزانو پر وړاندې اتحاد او مرسته وکړي. (۱۶)
خو له بده مرغه چې په پای کې سلطان ټیپو په کال ۱۷۹۹ز کې د انګرېزانو لخوا ماتي وخوړه. مرهټان هم له انګرېزانو سره په پوره میړانې وجګړیدل، خو په کال ۱۸۱۸ز کې د دوی ځواک کمزوری شو او انګرېزي کمپنۍ ته تسلیم شول. (۱۷)
پنجاب د هند ځینې نورې سیمې د انګرېزانو په تسلط کې نه وې، خو د بریتانیا امپراتورۍ په هند کې یو ريښتينی واقیت ؤ، د سیکانو او د برما له ګورخه جنګیالیو سره له جګړو وروسته د انګرېزانو سیمې پراخې کړې. (۱۸)
انګریزانو له سیکانو سره دوې لویې جګړې وکړې چې یوه یې په ۴۶-۱۸۴۵ کې او بله یې په ۴۹- ۱۸۴۸ز کې رامينځ ته شوې، په دویمه جګړه کې انګریزانو سیکانو ته د چیلیانوالا په سیمه کې سخته ماتي ورکړه، په پایله کې پنجاب انګریزانو لاندې کړ. (۱۹)
وروسته له هغې چې برتانویانو هند اشغال کړ، د هند ډېرو ملي مبارزینو د انګرېز استعمار په وړاندې ډله ییزې او ځانځاني(انفرادي) جګړې او هڅې کړي دي، چې له هغې څخه یو تن د هند ملي مبارز، سوباس چندرا بوس دی چې په ۱۹۳۸- ۱۹۳۹ز کالو کې د هند د ملي کانګرس مشر ؤ، نوموړی خورا جګړن او توریالي کس ؤ، د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال، د انګرېزانو له نظارت څخه وتښتید، د افغانستان له لارې، المان ته ولاړ او له هغه ځایه جاپان ته ورسید، هلته یې د آزاد هند په نوم حکومت جوړ کړ، هغه هندي اسیران چې د انګرېزانو په پوځ کې وو او په دویمه نړیواله جګړه کې د جرمنیانو، ایټالیویانو او جاپانیانو(محور هیوادونه) لخوا نیول شوي وو، سوباس چندرا بوس له هغوی او نورو تعبیدي هندیانو څخه د هند د ملي پوځ (INA) په نوم پیاوړی پوځ جوړ کړ، چې د جاپانیانو سره د انګرېزانو پر وړاندې مټ په مټ وجګړیدل. (۲۰)
خو له بله پلوه انګرېزانو یو شمېر هندیان داسې هم وروزل چې د خپلو خلکو پر وړاندې د انګریزي پوځیانو پر ملاتړ، د هندوستان د آزادۍ غوښتونکو پر وړاندې وجګړيدل، چې ښه بېلګه یې د ۱۸۵۷ز کال د پاڅونوالو پر وړاندې د مسلمانانو، سیکانو نیپالیانو او نورو غبرګون ؤ، نو ځکه خو په هند کې د انګریزي کمپنۍ دوه تنو مهمو مشرانو(کلایوو او وارن هستینګس) لخوا د پنځوسو کلونو نه په کمه موده کې هندوستان پخپله د هندیانو په لاس د انګریزانو لپاره فتح شو. (۲۱)
تر هغې چې انګرېزان له هند څخه نه وو وتلي( ۱۹۴۷ز) څه د پاسه ۳۰۰ کاله کیږي چې انګرېزان د مدراس په ولایت کې ځای پرځای وو، ۱۹۰، کاله د بنګال، بیهار او ختیځو سیمو کې حکومت کوي، ۱۴۸کاله وړاندې یې خپله واکمني او نفوذ، د هند جنوب ته وغځوله، د هند په مرکزي او لویدیځو سیمو او شمالي ولایتونو، اوتراپردېش(چې په هغه وخت کې یې متحده ولایتونه بلل) ۱۲۸، کاله پخوا ځای پرځای شول، او ۹۸، کاله مخکې پر پنجاب باندې مسلط شول. (۲۲)
په دې ترتیب انګرېزانو په زور، زر، زاریو، غداریو او نورو نا انساني کړنو باندې ورو، ورو لوی هندوستان لاندې کړ.
ومو لوستل چې انګرېزانو وروسته د خپلو هر ډول ځپونکو اوږد مهالو شیطاني پلانونو د پلي کولو په پایله کې وکولی شول د لوی هندوستان خلک په ډېر لږ، بشري ځواک، لکه چې دوی وایي:«له دې امله ده چې ۶۸۰۰۰، انګرېزان په اسانۍ سره په ۰۰۰/۰۰۰/۳۲۰، هندیانو باندې حکومت کوي(**).» او د هندیانو وینې یې په اسانۍ سره وزبېښلې. (۲۳)
-------------------------------------------------------------------------
تشریحات او اخځ لیکونه:
(*) برهمن :په هندومت يا هندوئېزم کې برهمن ځکه سپيڅلي او مقدس ګڼل شوي دي چې دوی ديني او مذهبي چارې پر مخ بيايي او په ټولنه کې روحانيون او پنډتان دي، د هندوئېزم د عقيدې پر بنسټ برهمن له خولې پيدا شوی دی نو ځکه خوله د بدن پر ټولو غړو باندې ځانګړی امتياز لري.
٢ -کشتري: ... د منو په قانون يا منو شاستر کې د کشتريانو دندې داسې ټا کل شوي دي :«کشتري ته حکم وشو چې د خلکو سا تنه وکړي، انعام او بخشش ورکړي، قرباني وکړي، ويدونه ولولي او له شهرت پرستۍ نه ځان وساتي.» علامه ابوريحان البيروني په خپل مشهور اثر کتاب الهند کې دکشتريانو په اړوند داسي ليکلي دي: «دکشتري لپاره برم يو ضروري کار دی، خلک بايد ورنه وډار شي، کشتري بايد زړور، غښتلی، د زغم خاوند، پياوړی، ژبور او سرښندونکی وي»
۳- ويسيا: ...« ويسيا بايد غلې دانې وساتي، انعام ورکړي، قربانۍ وکړي، ويدونه ولولي، سوداګري وکړي، پور ورکړي، کرنه او زراعت د دوی دنده ده»
٤- شودرا: دا طبقه د ټولنيز جوړښت پر بنسټ ښکته او ټيټه ګڼله کيدله نو دوی ته به اچهوت يا نجس او پليد هم ويل کېدل. برهمنانو، کشتريانو او ويسيا، دغه طبقه خپل سيالان نه ګڼل، دوی معمولا لاندينۍ دندې تر سره کولې: موچيتوب، دوبي توب، د ټوکريو جوړول، کلالي، جولا توب، ندافي، د ناولو ويالو پاکول، ډمتوب او نورې معمولي دندې. په منو شاستر کې راغلي دي:«شودرا بل هيڅ کار نلري پرته له دې چې د نورو خدمت او چوپړ وکړي.» د دې لپاره چې شودرا غير اريايي خلک وو نو د ټولنې پاتې درو ګونو طبقو دوی خپل سيالان نه ګڼل او له دوی نه به يې کرکه کوله او دوی ته يې د اچهوت او نجس خطاب کاوه. د دوی د خويندو او لوڼو سره چا واده نه کاوه او نه به يې خپلې لوڼې او خويندې دوی ته ورکولې، همدا راز په ټولو ټولنيزو چارو کې دوی يو وروسته پاتې طبقه ګڼل کيدله او د ټولو ټولنيزو مزاياوو نه بې برخې وو. په پښتو ژبه کې د شودرا کلمه اوس هم ژوندۍ ده بې تهذيبه، ناپوهه او بې عقل سړي ته سوډر وايې. (د ډاکټر لطیف یاد له مقالې څخه: د هندوانو د ټولنیز جوړښت څلور پوړونه)
(**)بل ځای د انګریزي او هندي پوځیانو شمېرې داسې لیکل شوي دي:«په هند کې د بریتانیا د اړونده پوځونو شمېره له ۲۰۴۰۰۰څخه پورته ده. نږدې شپږزره،[ښایي دغه شمېره شپېته زره وي] کسان د انګرېزانو د پوځ منصب لرونکي(افسران) تشکیلوي او ۱۸۷۴، تنه هوایي پلوټان دي، پاتې نور پوځ[۱۹۶۱۲۶] تنه د هندیانو څخه جوړ شوی دی، له دې لوی شمېر هندیانو څخه، لږ کسان د افسرۍ درجې ته رسیدلي دي. له هندیانو څخه په هوایي ځواکونو او د وسلو جوړولو په کارخانو کې د ګډون حق اخیستل شوی دی، چې ۷۰سلنه پوځ له دوی څخه جوړ شوی دی. د بریتانیا دولت نړیوالو ته د هندوستان اوسیدونکي نالایق او احمقان ورپېژندلي شوي دي، خو دوی حاضر نه دي چې همدغه نالایق خلک آزاد پریږدې تر څو د جګړې فنون پخپله زده کړي او کمال ته ورسیږي. (اختناق هندوستان، ۴۹مخ)
اخځ لیکونه:
۱ــ جواهر لال نهرو:کشف هند، فارسي ژباړن: محمود تفضلي
۲ــ ویل دورانت: اختناق هندوستان
۳ــ میرغلامحمد غبار: افغانستان در مسیر تاریخ
۴ــ جواهر لال نهرو: نګاهي بتاریخ جهان
۵ــ کاندید اکاډمیسین محمد ابراهیم عطایي: د افغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه
۶ــ ډاکټر مبارک علي: د تاریخ ننداره، د اسدالله غضنفر پښتو ژباړه
۷ــ ویکي پیډیا
۸ــ آلبرماله- ژول ایزاک: انقلاب کبیر فرانسه، د رشید یاسمی فارسي ژباړه
۹ــ د ډاکټر لطیف یاد لیکنه: د هندوانو د ټولنیز جوړښت څلور پوړونه
نور بیا