لوی افغانستان او ډیورنډ کرښه (لومړی څپرکی: څلورمه برخه)

اروپایان د هند په نیمه وچه کې (ختیځ هند کمپني)

۸ــ انګرېزانو او د هند د رښتني تاریخ تحریف
انګرېزانو نه یوازې د هندیانو ټولې شتمنۍ لوټ کړې، بلکه د هندوستان هغه تاریخ چې د لمر په شان روښانه دی، هم یو ډول تحریف او پټ کړی دی، څه یې چې لیکلي دي د ځان په ګټه او د هندیانو پر زیان یې جعل کړي دي، د انګرېزانو د دا ډول جعلي تاریخونو په تړاؤ ښاغلی جواهر لال نهرو وايي:«د هند په تړاؤ تاریخي کتابونه چې موږ اړ وو، پرې پوهه او ویې لولو، ډېری یې د انګرېزانو لخوا لیکل شوي دي، چې معمولاً په هند باندې د بریتانیا حکومت د تسلط او کړنو ستاینې په کې لیکل شوي دي، په زرګونو کلونه وړاندې، د دوی له راتګ څخه، د هند تاریخ ته سپک کتل شوي او د دوی په نظر د هند ریښتنی تاریخ وروسته د انګرېزانو له راتګ څخه پیل کیږي، یا دا چې وړاندې له هغې چې په هند کې څه پېښ شوي دي، هغه د دغې لویې خدایي پېښې[د هند اشغال] د رامنځ ته کیدو په خاطر، د لارې د هواریدلو په موخه رامنځ ته شوي وو، د انګرېزانو د تسلط په دوران کې هم هغه پېښې چې په هند کې پېښې شوي دي، د بریتانیا حکومت د ستایلو په موخه لیکل شوي دي.» (۱)

په دې باب ښاغلی ډاکټر مبارک علي په دې نظر دی:«د انګرېزانو د راج په زمانه کې د دې پېښې(۱۸۵۷ز پاڅون) رامنځ ته کوونکي هندوستانیان[د انګرېزانو لخوا] باغیان، بلواګر، اشرار، خاینان او ارذال معرفي کیدل، په دې اړه یو نوی نظر په شلمه پېړۍ کې پیدا شو، چې د هند تعلیم یافته طبقې د نشنلیزم د مفکورې تر اغېز لاندې، د هندوستان د تاریخ لټون له سره پيل کړ او د خپل تاریخ له سره جوړونې ته یې مټې راونغښتې، پايله دا وه، چې هندي مؤرخانو د انګرېزي اتلانو په څنګ کې هغه هندیان معرفي کړل چې د ازادۍ لپار جنګیدلي او په دې لار کې وژل شوي وو، خو خبره له ۱۹۴۷ز کاله وروسته چې تاریخ د هندوستانیانو له لیدلوري، له سره تفسیر او بیا ولیکل شو، کاملاً سرچپه شو. په ۱۹۴۷ز کال کې د براعظمګي له ازادۍ وروسته د ۱۸۵۷ز کال پېښه، چې تر دې دمه فتنه یادیدله، د هند د ازادۍ لومړی جګړه وبلل شوه.» (۲)

دا چې انګرېزانو هندیان نااهله او احمق خلک بللي، دا د دوی خپل حماقت او د هند له تاریخ څخه د انګرېزانو ناخبري څرګندوي، انګرېزانو چې د هند هیواد لاندې کړی ؤ، د خپلو غداریو او ناځوانیو له امله بریالي شوي دي، دوی د مکیاولي شیطاني سیاست (هدف وسیله توجیه کوي) کار اخیستی دی او د اروپا د پر مخ تللو وسلو په درلودلو سره، په بې وسلو هندیانو باندې په اوږده مهال کې بریالي شوي دي، له بلې خوا هغه مهال چې وروسته د(۱۸۵۷ز) پاڅون څخه، د بریتانیا حکومت، له هندي کمپنۍ څخه واک ترلاسه کړ، د هیواد سیاسي او اقتصادي بنسټونه، د انګرېزانو د نا انساني کړنو له امله په کامله توګه پاشل شوي وو، د هند دا ډول ناوړه وضعیت او«نوي فنون او صنایع د دې موجب شول چې غربي اروپا وکړای شول په اسانۍ سره پر هند او شرقي هیوادونو باندې مسلط شي، دغه تسلط یوازې پر هند پورې محدود نه دی، بلکه نږدې په ټوله اسیا پورې تړاؤ لري.» (۳)

د پخواني هند بنګالی شاعر، فیلسوف، موسیقي پوه او د نوبل جایزې ګټونکی، ښاغلی رابیندرانات ټاګور، د هند د تاریخ په هکله وايي:«زما د هیواد د پېژندلو لپاره باید تېرو پېړیو ته ولاړ شو، هغه مهال چې هند خپل روح درک کولی شو، چې په دې برخه کې د خپل مادي او جسمي پولو څخه ډېر وړاندې ؤ، کله چې د ده هستي دومره لویه وه، چې ټول ختیځ یې روښانه کړی ؤ... نن ورځ نه شو کولی هند وپېژنو، چې د تیارو په تنګو محدودیتونو کې پروت دی او په خپل ځپلي او سپک شوي غرور باندې زړه خوشالوي او پر خپل غلي او لیوني ډوله فکري فقر باندې راتاویږي ... .» (۴)

پوهیږو چې د تاریخ په اوږدو کې هر ملت یا هر هیواد له لوړو ژورو څخه تېر شوی دی، چې یوه ښه بېلګه یې پخپله د بریتانویانو هغه لویه امپراتوري ده، چې لمر نه په کې ډوبیده، خو نن ورځ موږ وینو چې د بریتانیا هیواد په یو ځپلي او نتلي حالت کې اوسیږي، د ښاغلي ټاګور د وړاندیز پر تایید باندې که موږ د هند تېرو پېړیو ته ولاړ شو، نو پوهیږو چې د انګرېزانو دا، ادعاګانې چې ګواکې هندیان نا اهله خلک دي غلطې او پوچې ثابتوي، انګرېزانو د هندیانو فکري نبوغ او تاریخي بریالۍ جګړې له نظره غورځولي چې په هغو کې همدغو اروپایانو ته، چې د سکندر په شان ځواکمن او میړنی کس یې په سر کې ؤ، د هندیانو لخوا ماتي ورکړل شوي ده او وروسته د سکندر له مړینې څخه، د ده پاتې کسانو، د سلوکوس پر مشرۍ باندې، بیا ځلې پر هند باندې برید وکړ، اروپایان دا ځل هم مات شول او د هند ځواکمن پاچا چندراګوپتا د سکندر له پاتې شونو څخه تر کابل او هرات پورې سیمې ونیولې.(۳۲۱ق، م) (۵)

دا شان عربو د حضرت عمر(رض) د خلافت پر مهال په ۱۵،ه کې د مغیره بن ابي العاصي په مشرۍ د بحر له لارې د سند هیواد، د (دیبل) پر ساحلي ښار باندې لومړنی برید وکړ، چې وروسته نږدې له ۸۰ کالو سختو او اوږدو جګړو څخه، د مشهور عرب قوماندان محمد بن قاسم لخوا ټول سند ونیول شو او د کشمیر تر پولو پورې ورسید او هلته یې سرحدي نښې ولګولې... . (۶)
داسې ښکاري چې عربو نه غوښتل یا یې نه شول کولی له سند څخه آ خوا پرمخ تګ وکړي، ښاغلی نهرو هم په دې ګروهه دی چې کیدای شي عربان د هندیانو لخوا په سند کې درول شوي وي او د هند پرلور د وړاندې تګ مخه یې ډب کړي وي. (۷)

له یوې خوا انګرېزانو هندیان بې زړه او ډارن خلک بللي دي، خو له بل پلوه یې د خپلو ناوړه ګټو په موخه له داسې خلکو سره جنګول، چې له هندیانو سره یې هېڅ ډول دعوه او لانجه نه درلودله، په دې هکله یو تن مصري جواهر لال نهرو ته پیغور ورکړی داسې یې ورته ویلي وو:« نه یوازې دا چې تاسو خپله آزادي له لاسه ورکړي ده، بلکه له انګرېزانو سره د نورو خلکو په غلام کولو کې هم مرسته کوی... .» (۸)

د لومړی نړیوالې جګړې پرمهال د همدغو انګرېزانو سره اوږه په اوږه، ۱،۳ میلیونه هندې سرتيري او کارګران په اروپا، آفریقا او منځني ختیځ کې وجګړیدل او خدمت یې وکړ، په داسې حال کې چې د هند شاهزاده ګانو هر ډول مالي او نورې اړینې مرستې کولې... . (۹) او په کال ۱۹۳۹ز کې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال انګرېزانو هندي سرتیري له هند څخه بهر، سنګاپور او منځني ختیځ ته ولېږل... . (۱۰)

له بل پلوه، دا د هندیان فکري نبوغ او هنر ؤ، چې نه یوازې بودایي دین یې تر جاپان، منځنۍ اسیا، مالیزیا، اندونیزیا او د نړۍ نورو سیمو ته ورسولو او پر خلکو یې ومنلو، بلکه د هند تمدن هم د ډېرو نړیوالو پر ګټه تمام شو. (د ډېرو مالوماتو لپاره ولولئ: د جواهر لال نهرو کتاب، کشف هند، ۳۴۳- مخ او ورپسې مخونه)
او په پای کې د مهاتما ګاندې سوله ییزه او د نه همکارۍ سیاسي مفکوره وه، چې په تش لاس یې نږدې له درې نیمو پېړیو، وروسته انګرېز استعمار، وړاندې له هغې چې په بې شرمۍ سره له هند څخه وایستل شي، اړ شول هند پرېږدي او په حیا او پرده کې له هند څخه ووځي.

ښاغلی جواهر لال نهرو، له هند څخه دفاع په دوه ډوله تشریح کوي وایي:«که له یوې خوا هندیان د بهرنیانو پر وړندې په وسله واله توګه جګړیدل، ترڅو هغوی له هند څخه وباسي، خو له بلې خوا هغه چې نه یې شول کولی، له هند څخه یې [په زور] باندې وباسي د وخت په تېریدو سره یې په خپل ځان کې ګډ (مدغم) کول.» (۱۱)

ومو ویل چې، انګرېزانو د هند تاریخ سرچپه لیکلی او د ځان په ګټه یې په غيرمنطقي ډول جعل کړی دی، ځکه خو د هندیانو په هکله دا شان بې بنسټه ګړیدلي دي، چې ګواکې هندیان د هندوستان د تودې هوا له امله بې موراله او ناپوهه شوي دي او دوی د بریتانیا د سړې هوا له کبله ځواکمن او پوه خلک دي. موږ له انګرېزانو څخه دا پوښتنه کوو: که چېرې تاسې رښتیا هم د اروپا د سړې هوا(واورو او بارانونو) له امله غښتلي یاست، نو په ۱۸۴۱ز کال د افغان انګرېز په لومړۍ جګړه کې د کابل په سړه هوا کې چې د جدي سړه میاشت وه او واورې ښې ډېرې پرتې وې، ولې له یو سره تباه او سټ شوی؟، ولې سړې هوا او واورو مرسته درسره ونه کړه؟،(په داسې حال کې چې ستاسو د تباهۍ یو عامل همدا واورې هم وې)، ولې مو د خپل اروپایي فکر او ځواک پر مټ باندې افغانستان خپل نه کړای شو؟.

په هر حال اوس ټولې نړۍ ته جوته ده چې د بریتانویانو ټول تاریخ په دروغو، غولولو باندې ډک دی، چې له امله یې خپل تاریخ بې باوره کړی دی، چې زموږ او ټولو نړیوالو لپاره څه ارزښت نه لري.

۹ــ په هند کې د انګرېزانو پرمختيایي کړنې:
انګرېزانو په هند کې د ډېرو مثبتو چارو دعوې هم کړي دي، وایي چې موږ په هند کې سوله او نظم رامنځ ته کړ، سړکونه، ریل پټلۍ، ښارونه، تعلیمې مؤسسې او د منفي دودونو مخه مو ونیوله او نورې پر مختیایي چارې مو ترسره کړې.

انګرېزانو چې په هند کې څه کړي دي، په حقیقت کې په سلو کې پنځه نوي کړنې یې د خپلو ګټو او اړتیاوو په موخه ترسره کړي دي او نږدې په سلو کې پنځه یې د هندیانو لپاره دي، چې په هغو کې هم د انګرېزانو ګټې په یو ډول نه یو ډول خوندې وې، هغه داسې چې: دوی اړ وو د خپلو اقتصادي او خپل استعماري حکومتوالۍ په موخه امنیت او نظم ټینګ ګړي، په هند کې یوازې انګرېزان په امینت کې اوسیدل، نور ټول هندیان د انګرېزانو د استعماري او استثماري سیاست له امله له وېرې، لوږې او ډول، ډول زورونو سره مخ وو.

سړکونه او ریل پټلۍ یې د خپل پوځي نیواکګر او توسعه غوښتونکي سیاست د پلي کولو لپاره جوړ کړي وو، چې بېلګې یې د ډیورنډ کرښې پورې غاړه سړکونه او رېل پټلیو جوړول دي، ترڅو د جګړې پر مهال خپل پوځي ځواکونه په چټکۍ سره د جګړې ځای ته ورسوي.

د مدراس، بمبیۍ او کلکتې ښارونو جوړول انګریزي کمپنۍ د خپلو تجارتي اسانتیاوو په موخه ودان کړل، نوموړي ښارونه په لومړیو کې د انګرېزي کمپنۍ تجارتي مرکزونه وو، چې وروسته په ښارونو باندې بدل شول.
انګرېزانو یو شمېر د لوړو زده کړو مؤسسې د دې لپاره جوړې کړي وې، ترڅو له دې لارې وکړای شي یو شمېر هندي ځوانان انګرېز پلوه وروزي او په راتلونکي کې د دوی غلامان او خپل ډول ته یې ونڅوي، چې ښه بېلګه یې د پاکستان بنسټ ایښودونکی محمد علي جناح دی. (د ډېرو مالوماتو لپاره د همدې څپرکي دریمه برخه ولولئ)
د هندوانو د ستي(*) دود، د مخنیوي په هکله انګرېزان لاپې وهي، چې ګواکې دا موږ وو، چې د نوموړي دود پر وړاندې مو سخت ګامونه پورته کړل، په داسې حال کې چې وړاندې د انګرېزانو له اشغال څخه، د مغلو د لړۍ پاچا، جلال الدین اکبر(مغُل اعظم) د ستي دود، د ده د فرمانونو پر بنسټ منع شوی ؤ. پرتګالیانو هم په کال ۳۰۹ ز کې دغه دود، په هند کې د خپل اغېز لاندې سیمو کې منع اعلان کړی ؤ. د انګرېزانو د واکمنۍ پر مهال، په حقیقت کې نوموړی دود، د راجا رام موهن روی د زیار او کوښښونو پایله وه، چې د دغه ناوړه دود د له منځه وړلو په برخه کې یې انګرېزان دې ته وهڅول تر څو د یاد دود په مخ نیوي کې مرسته وکړي. (۱۲) 
د انګرېزانو د یادو ادعاګانو په ځواب کې ښاغلی جواهر لال نهرو وایي:«دا تصور چې د بریتانیا تسلط په هند کې د لومړي ځل لپاره سوله او نظم ټینګ کړ، حیرانوونکي او بې بنسټه خبرې دي، چې د خلکو د غولونې او د عمومي اذهانو د تېر ایستلو په موخه دود شوي دي.» (۱۳)

لکه وړاندې چې وویل شول، انګرېزانو چې په هند کې څه کړي دي، ټول یې د خپلو ګټو په موخه وو، د دې خبرې اقرار او د ښاغلي نهرو د پورته خبرو تایید په خپله د انګلیستان د بالدوین په کابینه کې د کورنیو چارو وزیر (سر ویلیام جوین سن هیکس) کړی دی، نوموړی وایي:«پوهېږم چې[په بریتانیا کې] د ځینو مبلغینو ډلې وایي، موږ هندوستان د دې لپاره نیولی دی، ترڅو د[هندیانو] فکري، اخلاقي او تربیتي کچه لوړه کړو. دا ډول ادعاګانې دوه مخیتوب (منافقت) دی. موږ هندوستان د دې لپاره نیولی دی، چې انګلیسي توکي هلته وپلورو، په دې موخه د تورې او نېزې په څوکه په هغه ځمکه باندې حکومت کوو.» (۱۴)

د انګرېزانو شتون په هند کې له نورو بهرنیانو سره خورا توپیر درلود، پښتنو، ترکانو او مغلو چې په هند کې حکومتونه رامنځ ته کړي وو، هند یې د خپل اصلي ټاټوبي په شان بللی دی، د هند په ودانولو کې یې بې ساري خدمتونه کړي دي، چې له هغو څخه د هند ځواکمن پښتون واکمن سوري فرید خان(سوري شېرشاه) د واک په موده کې لویې لارې، سرایونه، د اوبو څاګان، مالیاتي او تجارتي نظام او نور ډېر کارونه د یادولو دي. د هند له لویو لارو څخه يې یوه له سند[یاپېښور] څخه د بنګال تر خلیج پورې غځیدلي لاره ده، چې نږدې ۲۰۰۰ کــَوس[یو کـــَوس د دوه میلو سره سمون لري] اوږدوالی لري، په دغه لار باندې پلي کسان په څلورو میاشتو کې له یوه سر څخه بل سر ته رسیږي، دا هغه سړک دی چې انګرېزانو د خپل واک پر مهال د (جي، ټي روډ) په نامه وبللو... اوس دغه سړک له پېښور څخه کلکتې ته ځي. (۱۵)

مسلمانو پاچاهانو په هند کې داسې ودانۍ جوړې کړي دي، چې نن ورځ د هند لپاره د ویاړ نښې دي، چې له هغو څخه: تاج محل، لال کلا، قطب منار او نورې ډېرې ښکلي ودانۍ د یادولو دي، مسلمانو واکمنانانو له هند څخه د انګرېزانو په شان شتمنۍ نه دي ایستلي، څه یې چې تر لاسه کړي هغه یې په هند کې لګولي دي.
په دې اړه فقید ویل دورانت وایي:«په هند کې د بریتانیا واکمني د بشریت پر وړاندې یو ستر خیانت او په هندوستان باندې د لوی مصیبت څخه بل نوم نه لري، د بریتانیا تېری او تسلط د مسلمانانو له حاکمیت سره توپیر لري، د مسلمانانو مهاجمینو هندوستان د خپلې استوګنې لپاره غوره کړی دی، د دوی زامن نن ورځ هند خپل هیواد بولي، دوی چې مالیه یا خراج له خلکو څخه ټولولو، بېرته یې د ننه په هندوستان کې لګولو، چې په دې ترتیب صنعت او تجارت پرمخ تګ کولو، د هند ښکلا، هنر او ادبیاتو ته یې درناوی درلود. که چېرې د بریتانیا دولت د دوی په شان تګلاره غوره کړي وای، نن ورځ به هندوستان د نړۍ د ژوندیو او خورا پرمخ تللیو هیوادونو څخه شمېرل کیدلی ... .»

په پای کې ویل دورانت زیاتوي:«څوک چې دا ډول لوی جنایت ویني او غلی پاتې کیږي، ډارن او بې زړه دي، هر انګرېز یا امریکایی چې په دې جنایت پوهیږي او پر وړاندې يې نه پورته کیږي، د خپل هیواد په نوم د یادولو وړتیا نه لري.» (۱۶)

په هند کې ډېریو پښتنو، ترکانو او مغلو واکمنانو له ځایي هندوانو سره داسې چال چلند او عدالت کړی دی، لکه د خپلو کورنیو غړو پروړاندې یې چې کوي، چې یوه ښه بېلګه ېې د سوري شېرشاه د زوی عادل خان هغه پېښه د یادولو ده، چې نوموړی په پیل(هاتي) باندې ګرځیده او له یوې کوڅې څخه د تېریدو په حال کې ؤ، چې ناببره په یوه کور کې د یوه بقال[غله خرڅوونکي] میرمن لوڅه ناسته وه، د عادل خان سترګې پرې ولګیدې، د عادل خان سره پان((** ؤ، پان یې د هغې ښځې خوا ته واچولو او ولاړ.

هغه چې یوه حیاناکه ښځه وه، خپله ټوله کیسه یې خپل میړه ته وکړه، میړه یې هغه پان په لاس کې واخیست او د شېرشاه حضور ته ورغی او د عادل خان د دا ډول سلوک څخه یې خبر کړ. شېرشاه چې دغه کیسه واوریده لومړی ډېر وشرمید، چې زوی یې دا ډول کار کړی دی، بیا له قهر څخه تاؤ راتاؤ شو، د دربار حاضر خلک یې مخاطب کړل او ویې ویل:«زما رعیت زما د اولاد په څېر دي، زه هېڅکله دا خبره نه شم زغملی چې څوک دې زما د رعیت د یوه تن بې عزتي وکړي، که څه هم زما زوی او یا بل څوک وي.»
بیا یې یوه تن ته امر وکړ، چې فریادي[عارض] په پیل باندې سپور کړي او د عادل خان کور ته یې ورولي، د عادل خان میرمنې ته امر وکړي، چې د عارض مخې ته راشي عارض ته اجازه ده چې په دغه پان یې وولي.
د شېرخان دغې پرېکنده پرېکړې او حیرانوونکي حکم ټول درباریان حیران کړل، د ده د رعب او سام څخه په ټول دربار کې چوپه چوپتیا شوه، هېڅ چا دا زړه نه شو کولې چې د شهزاده سپارش وکړې.

بقال ډېر هوښیار او پوه سړی ؤ، د دربار وضع یې ولیده د هوښیار توب څخه یې کار واخیست، شېرشاه ته یې وویل:«ما انصاف او عدالت لټاوه، له دې نور زیات څه نه غواړم، له شهزاده څخه ما خپل قصد واخیست، اوس زه حق لرم هغه وبښم، ما دی بښلی دی.» (۱۷)

د یادولو ده چې د انګرېزانو کړنې د مسلمانو حاکمانو برعکس وې. (د ډېرو مالوماتو لپاره د دې څپرکي دریمه برخه ولولئ)

د افغانانو هندي یا هندوستاني کیدل ډېر په چټکۍ ترسره کیدل، ځینو یې له هندي میرمنو سره ودونه کول، چې له هغو څخه یو هم په هند کې پښتون پاچا، علاءالدین خلجې (غلجې) او د ده زوی له هندوو میرمنو سره ودونه وکړل. (۱۸) دا شان د ډیلي سلطان جلال الدین فیروزشاه او غیاث الدین تغلق، ميندې هندۍ وې. (۱۹)
د هند مشهور پاچا جلال الدین اکبر له راجپوتې میرمنې سره يې واده وکړ، چې د جهانګیر مور وه، جهانګیر هم له راجپوتو ښځو سره ودونه وکړل او د ده زوی شاه جهان له راجپوتې مور څخه زیږیدلی دی. (۲۰)
خو انګرېزان په هند کې تر پایه پورې د پردیو او خارجیانو په توګه پاتې شوي دي ... دا د هند په تاریخ کې لومړی ځل ؤ چې د هند سیاست او اقتصاد له بهر څخه کنټرول او نظارت کیده،... . (۲۱)
دغه مالومات په هند کې د انګرېزانو د هغو ناانساني کړنو یوه وړوکي بېلګه ده، لکه څاڅکی په دریاب کې، ښاغلي لوستونکي کولی شي، په هند کې د انګرېزانو د وحشي اعمالو په اړه هغه تاریخونه ولولي چې د انګرېزانو لخوا نه وي لیکل شوي.
-----------------------------------------------------------------------------------------------
سپړنې او اخځ لیکونه:
(*)ـ د ژوندۍ ښځې سوزول، د خپل مړه میړه سره.
(**)ـ پان د نسوارو په شان مخدره توکي دي چې هندیان یې تر ۱۵، دقیقو پورې په خوله کې ايږدي، وروسته یې له خولې غورځوي.
۱ــ جواهر لال نهرو:کشف هند، فارسي ژباړن، محمود تفضلي
۲ــ ډاکټر مبارک علي: د تاریخ ننداره، د اسدالله غضنفر پښتو ژباړه
۳ــ ویکي پیډیا
۴ــ ویل دورانت: اختناق هندوستان
۵ــ پښتون شېر شاه: د سرمحقق عبدالرحیم ځدراڼ ژباړه
۶ــ میرغلام محمد غبار: افغانستان در مسیر تاریخ
۷ــ علامه عبدلحی حبیبي: تاریخ افغانستان بعد از اسلام
د لومړي څپرکي پای