لوی افغانستان او ډیورنډ کرښه،  لومړی څپرکی: دریمه برخه

لوی افغانستان او ډیورنډ کرښه
لومړی څپرکی: دریمه برخه
اروپایان د هند په نیمه وچه کې (ختیځ هند کمپني)
 
۶ــ په بېلا بېلو شکنجو او کړنو د هندیانو د آزادۍ غوښتلو روحیې وژل
مخدره توکي:
ښکاره ده چې انګرېزانو په ټوله نړۍ کې د خپلو مالي، پوځي او سیاسي ګټو، لاس ته راوړلو په موخه هر ډول ناروا چارې ترسره کړي دي، انګرېزانو تل د نورو ملتونو په ځپلو او تباهیو کې خپلې ګټې لټولي دي، چې یوه بېلګه یې د چین د اپینو یا تریاکو مشهوره جګړه ده او د هند په نیمه وچه کې د تریاکو رواجول دي، د چین او انگرېزانو تر منځ د اپینو مشهوره جګړه چې انګرېزانو د خپلو مالي ګټو په خاطر د چین پر خلکو باندې وتپله، په کال ۱۸۴۰ز کې پیل او په ۱۸۴۲ز کې د انګرېزانو پر ګټه او د چینایانو پر لوی زیان، د نانکینګ تړون د لاس لیک په پایله کې پای ته ورسیده، تر هغې چې د هانګ کانګ خاوره، چې د چین یوه مهمه برخه وه، د سلو کالو لپاره د چینایانو له لاسه ووتله.
 
هغه مهال چې انګرېزان د هند خاورې ته د تجارتي میلمنو په نوم راغلل نو د خپلو ښکیلاګرو اوږد مهالو پلانونو د پلي کولو په خاطر یې هندیان تر ډول، ډول مخامخ او نامخامخ فشارونو لاندې ونیول، چې په دې توګه یې وکړی شول، د هند خلک په تدریخي توګه خپله فکري او جسمي ځواکمنتیا له لاسه ورکړي، انګرېزانو په لومړي ګام کې هندیان په مخدره توکو باندې روږدي کړل، ترڅو وکولی شي له دې لارې خپل هدف ته ورسیږي، انګرېزي کمپنۍ په هند کې د مخدره توکو په ترویجولو باندې په چټکۍ سره بوخته وه. انګرېزانو د شرابو پر څښلو باندې هندیان روږدي کول، د ترياکو کرلو او پلورلو ته یې وده ورکوله، د انګرېزانو عایدات، په لسو کې يوه برخه د ترياکو د خرڅلاو څخه ترلاسه کیده، د هندوانو هغه پریکړې چې د ترياکو د مخنیوي لپاره یې پلي کولې، د انګرېزانو لخوا به په سختۍ سره ردیدلې، د هند سرسخت او با تدبیره ملي مبارزين[د دې لپاره چې له خپلې ملي مبارزې څخه لاس واخلي] تریاکي کیدل، اوه سوه دوکانونه په هند کې پرانيستل شول، په برما کې خلک په زور او په وړیا توګه په تریاکو باندې روږدي شول. (۱)
 
وړاندې له هغې چې د برما هیواد انګرېزان ونیسي په هغه ځای کې د تریاکو کارول منع وو، کله چې انګرېزان هغه ځای ته ولاړل خلکو ته یې په وړیا توګه تریاک ورکول ترڅو برمایان پرې عادت شي او له دې لارې څخه د تریاکو لپاره بازار رامنځ ته کړي او هم د خلکو فکري استعداد او بدني ځواک کمزوری کړي، چې څه موده وروسته به، [همدا هوښیار او ځواکمن هندیان] په یو بې ځواکه مخلوق باندې بدل شول ... کله چې د لومړي ځل لپاره د انګرېزانو لخوا په هند کې تجارتي مرکز رامنځ ته شو، ډېر شمېر پلورنځي، د روم د شرابو د پلورلو لپاره پرانستل شول، د ختیځ هند کمپنۍ له دې لارې ډېره زیاته ګټه پورته کړه، د هند د نیولو په لومړیو کې د انګرېزانو لویه برخه عواید له همدې شراب پلورنځیو څخه ترلاسه کیدل، د شرابو کاروبار ته یې خلک هڅول او پوره آزادي یې ورکړي وه، په وروستیو څلوېښتو کالونو کې د انګرېزانو د دولت عواید ورځ تربلې ډېر شول او نن ورځ(۱۹۳۰ز) اوه برابره لوړ شوي دي. (۲)
 
دیني اختلافات:
تاریخ پوه ویل دورانټ د انګرېزانو له خوا په هند کې، د دینونو ترمنځ د کرکې اچونې په باب خپل لیدلوری او ورسره د مهاتما ګاندي له قوله داسې لیکي: د انګرېزانو لخوا د هندوستان په هغو سیمو کې د دیني اختلافاتو لړۍ روانه ده چې د دوی تر واک لاندې دي او په خپلواکو ایالاتونو کې دا ډول دیني جګړې نه لیدل کیږي، ګاندي جې، په دې تړاؤ وايي:«موږ په هره یوه دیني جګړه کې د[انګرېزانو] د دولت لاس پوڅي وینو، چې د پردې تر شا جګړو ته لمن وهي.» ورپسې ویل دورانټ زیاتوي:«د انګرېزانو د ځینو مشرانو او افسرانو لخوا د ادیانو مشران د یو او بل پر وړاندې هڅول کیږي او د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ د وژنو نقشې طرح کوي.» (۳)

انګرېزانو په هند کې خلک د توکم، مذهب، ژبې، سيمې او نورو نومونو پر بنسټ يو تر بل په دښمنۍ کې ښکېل کړل او په ډېرو ډلو او ټپلو باندې وويشل شول، چې له ټولو څخه مذهبي تعصبونو ته ډېره لمن ووهل شوه، چې پايله یې د هند او پاکستان په وېشلو سره ترسره شوه او تر اوسه پورې په کشمير[او د پاکستان په نورو سیمو] کې مذهبي وژنې روانې دي ... دا د انګرېزانو ځانګړي کړنلاره وه، چې غوښتل یې خلک د مادي او معنوي فشارونو له لارې په بې پته ژوند او غلامۍ روږدي کړي، ترڅو د هغوی له دویم نسل څخه، لکه څه ډول چې دوی غوښتل د خپلې خوښې يو مریۍ(غلام) مخلوق جوړ کړي... انګریزانو داسې شرایط رامنځ ته کړل، چې که په هېواد کې فيلسوف هم وموندل شي، د دښمن پر وړاندې مثبته مبارزه[عادلانه جګړه] ونه پيژني ... په هند کې انګرېزانو د هنديانو د لومړنيو زده کوونکو سره مرستې نه کولې، يواځې د لوړو زده کړو ترسره کولو منظور یې درلود، دا د دې لپاره چې له دې لارې وکولی شي، د هند له خلکو څخه انګرېزپلوه کسان جوړ کړي، چې ښه بيلګه یې محمد علي جناح دی، نوموړي د انګرېزانو د [اوږد مهالي] پلان سره سم د پاکستان هیواد رامنځ ته کړ...، جناح داسې وروزل شو، چې حتی بې له انګرېزۍ ژبې څخه، د سیمې په بله ژبه نه پوهیده. (۴)

وېره(ترهګري) خپرول:
انګریزانو هندیان ترهغې پورې له هر پلوه وځپل چې له لاسه یې کیدل، دوی د هند خلک داسې وېره ولي وو، لکه څوک چې له داړونکو وحشي ځناورو څخه په وېره کې وي، دا به سمه وي که ووایو چې انګرېزانو له وحشي ځناورو څخه لا زیاته وېره خپره کړي وه، ځکه چې له وحشي ځناورو څخه خلک خپلو کلیو او کورونو ته ځانونه رسوي، خو هنديانو برعکس د انګرېزانو له وېرې خپل کلي او کورونه پرېښودل او دښتو او غرونو ته تښتیدل، هغه بریتانویان، چې له انګلیستان څخه هند ته د لومړي ځل لپاره راتلل او لا یې په هند کې د مېشتو انګرېزانو په شان زړونه، نه وو تیږه شوي، نو چې د خپلو هیوادوالو وحشي کړنې به یې له نږدې ولیدلې، حیران به شول، چې له هغو څخه یو هم د هند حاکم (لارډ وارن هستنګس) دی، (چې وروسته دی هم د نورو انګرېزانو په څېر، په یو سرسخت او بې رحمه وژونکي کس باندې واوښت)، نوموړي د انګلیستان د پارلمان رییس ته داسې ولیکل:«په هند کې د انګریزانو لخوا سخت ظلمونه کیږي، په بنګال کې یو شمېر کسان په عسکري جامو کې د انګریزانو د مامورینو او جاسوسانو په نوم د خلکو شتمنۍ لوټوي، د بنګال خلک د انګریزانو له نوم څخه ویریږي، تر دې چې ما ته هم شکایت نه شي کولی، ما په خپل لومړني سفر کې ولیدل چې د انګریزانو ځواکونو د خلکو مالونه لوټلول او د دوی د ښځو پر عزت یې تیري کول، کله چې په سیمه کې زما د سفر خبر خپور شي، د لارې په شاوخوا کې، په سلګونه اوسیدونکي له خپلو کلیو څخه تښتي او خپل کلي او کورونه پرېږدي.» (۵)
 
هغه مهال چې انګرېزان په هند کې برلاسي شول، د هند شهزاده ګانو او حاکمانو ته یې رسماً اخطارونه ورکړل چې له دوو شرطونو څخه دې یو غوره کړي، داسې چې: یا دې ځانونه جګړې او مرګ ته تیار کړي او یا دا چې هر ډول بوج چې د انګرېزانو دولت ترې وغواړي وریې کړي، دا د انګریزانو یوه بله ناولي کړنلاره وه چې د هندوستان د ټولو ولایتونو لپاره یې وکاروله. (۶)
د بنارس راجا چیت سنګ چې د خپل هیواد هندوستان پلوي یې نه کوله او پر ځای یې له انګریزانو سره د زړه له کومې دوستي غوره کړي وه، نوموړی انګریزانو، د هندوستان، ټولو آزادو حکومتو لپاره مثال ګرځولی ؤ او له چیت سنګ سره یې ډېر ښه سلوک کولو، تر څو نور آزاد حکومتونه د انګریزانو پر پلوۍ وهڅوي... خو وروسته چې نوموړي راجا د انګریزانو په دوستۍ کې ټوله شتمني له لاسه ورکړه، د انګریزانو د ټول هند ګورنرجنرال وارن هستنګس(چې هندیانو، بې وجدانه او بې عاطفې انسان بللو) (۷) راجا ته امر وکړ چې هر څه چې لري انګریزانو ته یې تسلیم کړي، خو د راجا په لاس کې څه نه وو، چې خپلو دوستانو ته یې ورکړي وای، نو وروسته له جګړې څخه چې انګریزان بریالي شول خپل ګران دوست راجا یې له خپل تخت څخه پر ځمکه ووهلو او د ده د حرم ښځې یې په انګریزي عسکرو باندې ووېشلې. (۸)

په هند کې د ډېرې ټیټې درجې انګریزانو امتیازات د هغو انګریزانو له امتیازاتو سره برابر وو، چې په جنوبي افریقا کې د انګریزانو امتیازات د تورو وحشي انسانانو پر وړاندې درلود، داسې چې: هر انګرېز کولی شي هندیان بې له محکمې او تحقیق څخه په سزا ورسوي... . (۹)

د انګرېزانو په عدلي محاکمو کې بې عدالتي تر دې کچې رسیدلي وه چې که يو تن انګرېز به خپل هندی نوکر ووژلو، نو شپږ مياشتې به بندي کيده او ۶۷ ډالره یې جريمه ورکوله، په داسې حال کې چې یو تن هندی وګړي، د يوې انګرېزې ښځې، یوازې د وژلو په اراده باندې، په شل کاله بند محکوم شو او په هماغه ښار کې یو کس انګرېز په يوه هندي جلکۍ باندې جبراً جنسي تیری وکړ، مګر د انګرېزانو قانون هغه انګرېزی مقصر ونه ګڼلو... . (۱۰)

متمدن، که د تمدن ضد؟:
لکه وړاندې چې وویل شول، انګرېزانو د خپلو استعماري او استثماري نامشروع ګټو د ساتلو په موخه پر هندیانو باندې هېڅ ډول رحم نه دی کړی، تر دې چې دغه د نړۍ متمدنو خلکو(!) د هغې ودانۍ ورانولو ته هم ملا تړلي وه، چې د ځمکې پر مخ یې ساری نه لیدل کږي.
په کال ۱۸۵۳ز کې هغه مهال چې هندي مبارزین په اګره کې د (تاج محل) په ښکلي ودانۍ کې پنا اخیستي وه، انګریزي وسله والو پوځونو تاج محل محاصره کړ او هغه ځای ته یې خپل توپونه ورسول، تر څو محل تر اور لاندې ونیسي، د دې لپاره چې انګریزان هغه ښکلي وداني، په خپلو درنو توپونو باندې ورانه نه کړي، آزادۍ غوښتونکي هندیان انګریزي پوځ ته تسلیم شول، هندیانو خپل ځانونه د مرګ په خوله کې ورکړل، خو د هندوستان تاریخي شتمني یې له ورانولو څخه وژغورله. لیکوال ویل دورانت په دې هکله پوښتنه کوي وایي: له دغو دوه ډلو، انګرېزانو او هندیانو څخه کومې یوې ډلې ته متمدنه ډله ویلی شو؟. (۱۱)
--------------------------------------------------------
اخځ لیکونه:
ــ آلبرماله- ژول ایزاک: انقلاب کبیر فرانسه، د رشید یاسمی فارسي ژباړه:
ــ ویل دورانټ: تاریخ تمدن
ــویل دورانټ: اختناق هندوستان
ــ میرغلام محمد غبار: افغانستان در مسیر تاریخ
نور بیا