
ليکوال: نجیب الله خان
رحمان بابا او خوشال خان خټک د پښتو ژبې دوه پياوړي او نامتو شاعران دي، چې په خپلو خوږو شعرونو یې پښتو ژبې ته لا ښکلا وربښلې. د دواړو شاعرانو شعرونه د پښتو د ادب او د شعر مينوالو لخوا په مینه لوستل کېږي؛ د رحمان بابا په اړه ډیرې کمې مقالې لیکل شوي، خو د خوشال خان په اړه سلګونه مقالې او کتابونه لیکل شوي.
کوم لاملونه دي چې د پښتو ادب لیکوالانو، رحمان بابا ته کمه توجه کړې. پياوړى ليکوال ډاکټر محب الله زغم په دې اړه داسې وايي، چې «ﺧﻮﺷﺤﺎﻝ خان ﻭﺍﻗﻌﺎ ﺳﺘﺮ ﺷﺎﻋﺮ ﺍﻭ ﻧﺎﺑﻐﻪ ﺩﯼ، ﺧﻮﺷﺤﺎﻝخان ﺩ ژﻭﻧﺪ ﺗﻘﺮﯾباپه ﻫﺮ ﺍړﺥ ﺧﺒﺮې ﻟﺮﻱ، خپله ﻫﺮﻩ ﺗﺠﺮﺑﻪ يې ﺧﻮﻧﺪﻱ ﮐړې ﺩﻩ، ﺷﻌﺮ يې ﺩ ﻧﻮﺭﻭ ﺷﺎﻋﺮﺍﻧﻮ بېل ﺩی د ﺧﻮﺷﺤﺎﻝ خان ﯾﻭﺍﺯې څﻠﻮﺭﯾﺯې ﯾﻭ ﻋﺎﻟﻢ ﺧﺒﺮېﻟﺮﻱ.»
همدارنګه محب الله زغم د رحمان بابا او خوشال خان په اړه زياتوي، چې «ﺧﻮﺷﺤﺎﻝ خان ﺩ ﺧﺎنۍ ﺍﻭ ﺭﻫﺒﺮۍ ﭘﻩ ﺍړﻩ ﺍﺛﺮ ﻟﺮﻱ (ﺩﺳﺘﺎﺭﻧﺎﻣﻪ)، ﺩ ژﻭﻭ ﺍﻭ ﺍﻟﻮﺗﻮﻥﮑﻭ ﺩ ﺳﺎﺗﻨې ﺍﻭﭘﺍلنې په ﺍړﻩ اثر لري (ﺑﺎﺯﻧﺎﻣﻪ)، ﺩ خپل پېر ﺗﺎﺭﯾﺧﻲ ﭘېښې ﺭﺍﺗﻪ بياﻧﻮﻱ (ﺩيوﺍﻥ) ﺩ طبيعت ﺍﻭ ﺟﻐﺮﺍفيې په ﺍړﻩ (ﺳﻮﺍﺗﻨﺎﻣﻪ )ا و داسې نور، ﺧﻮ ﺭﺣﻤﺎﻥ ﺑﺎﺑﺎ ﺍﯾﻟﻪ ﯾﻭ ﺩ ﻏﺰﻟﻮﻧﻮ ﺩيوﺍﻥ ﻟﺮﻱ، چې ﻫﻐﻪ ﻫﻢ ﺍﮐﺛﺮﻩ ﺩ ﭘﻧﺪ ﺍﻭ ﺍﺧﻼﻗﻮ ﺧﺒﺮې دي لکه ﯾﻭ ﻣﻼ چې ﺩﺭﺗﻪ لګیا وي.»
خو رحمان باباپه خپله هم خپل شعري کالمونه ستايلي، لکه:
یابه شهد، یا به قند، یابه نبات وي.
هر کلام چې له رحمانه شنیده شي.
***
کاتبان به ورکا در د خپلو غوږو.
که یې تیرتر غوږو شعر د رحمان شي.
***
خو د رحمان بابا او خوشال خان په اړه یوې بلې نقطې ته هم بايد پام وکړو، چې خوشال خان د پیسو او سرو خاوند و، ځکه یې د ژوند په نورو برخو کې هم مبارزه کړې، خو رحمان بابا په خپله ويلي، چې؛
د دنیا کارونه واړه په دنیا شي
رحمان څه وکړي، چې نلري دنیا
شاید همدغه لامل وي، چې رحمان بابا د ژوند په نورو اړخونو کې د خوشال خان په پرتله دومره څه ندي کړي.