
محمد انور(آڅړ)
۱۴/۳/۱۳۹۵، ه،ش
دغه لیکنه په ۱۳۹۳ه،ش کال کې هم خپره شوي وه، خو د یو شمېر دوستانو او مینه والو د غوښتنو له امله، چې پاکستاني پوځیانو د کرښې په اوږدو کې تېري پېل کړي دي بیا خپروو، په دې هیله چې لوستونکي یې تر پایه ولولي او د ډیورنډ تش په نامه تړون، په ارزښت او اهمیت باندې پوه شي.
د پاکستان پنجابي پوځیانو د ډیورنډ کرښې په شا او خوا کې خپلې ترهګریزې کړنې تر سره کوي، نوي دروازې جوړوي، زړې دروازې(تورخم) د لرو او برو افغانانو پر وړاندې تړي، د ډیورنډ له کرښې دېخوا تېري کوي او د یو شیطان هلک په شان ورانې کوي، تر څو وکړی شي له دغو ورانکاریو له امله د ډیورنډ کرښه پر افغان حکومت باندې په رسمي توګه ومني، د پاکستان حکومت دا ډول خوبونه به هېڅکله ریښتیا نه شي، پاکستان باید له خپل لنډکي تاریخ څخه زدکړه وکړي چې د خپلو احمقانه او ترهګر سیاست له کبله یې د بنګله دېش خاوره له لاسه ورکړه او اوس بلوچستان هم د خطر په حال کې دی، د پاکستان راتلونکی د لویې تباهۍ سره مخ دی داسې چې که د فغانستان او نړیوالو پر وړاندې له خپل دوه مخي شیطاني سیاست څخه لاس وانخلي د لویو نه جبرانیدونکو زیانونو سره به مخ شي.
-موږ له افغان حکومت څخه غوښتنه کوو، هغه دروازه چې په پکتیکا کې له کرښې دېخوا جوړه شوي ده او بیا حکومت ته وسپارل شوي ده بې له ځنډه دې له منځه یوړل شي چې هېڅ نښه یې پر ځای پاتې نه شي، که دا ډول دروازې او نورې نښې نښانې ورانې نه شي نو دا یو سند دی چې حکومت یې پاکستان ته په لاس ورکوي.
- د ډیورنډ کرښې دېخوا سیمو لکه خوست، کنړ او نور ولایتونه چې پنجابي پوځیانو پوستې په کې جوړی کړي دي د افغان توپچې او هوایي ځواکونو له خوا دې یوه یوه ضربه ورکړی شي، پاکستانی پوځ به وګوری چې تر کومه ځایه منډې وهي، چې ښه بېلګه یې د ولسمشر حامد کرزي په امر په کُنړ کې د پنجابیانو لخوا جوړه شوي دروازه له منځه یوړل شوه.
د ډیودنډ تړون حقوقي اړخونه:
دا ډول غیرعادلانه او عجیب تړونونه انګریزانو پخوا د افغانانو سره له بېلابېلو خائینانه او رنګا رنګ ټګیو او برګیو له لارې لاس لیک کړي وو چې له حقوقي پلوه په نړۍ کې کوم ماهیت او اهمیت نه لري او د باور وړ نه دي.
په دې اړه پخپله انګریز بلفورچی له ۱۹۰۲-۱۹۰۵ز، کال پورې دبرتانیی ستروزیر(صدراعظم) ؤ، داسې ویليدي« موږدهغه [افغانستان] سره درې غټې جګړې کړي دي ...ددې لپاره چې افغانستان دوست کړواوپه ځان پورې یې وتړو، موږکله زور، کله ګواښ، اوکله بډې (رشوتونه) کارولي وو، خو افغانستان هېڅ کله هم دوست نه شو.» (د ډاکتررحمت ربي زیرکیار لیکنه، روهي ویب پاڼه)
لُمړی: هغه درې اړخیز تړون چې په(۱۸۳۸،ز) کال کې د جلاوطن شجاع الملک سره یې په لاهور کې لاس لیک کړ، په نوموړي تړون کې له یوې خوا د هند د ګورنر جنرال اکلند، استازی مکناټن او له بلې خوا رنجیت سنګ د پنجاب د سکانو پاچاه او دریم لوري ته یو تن تښتیدلی او مخلوع شاه، شجاع الملک ؤ، چې د انګریزانو تیارخور او په هند کې د انګریزانو سره یو ځای اوسیدلو، دا ډول سړی د انګریزانو لخوا د افغانستان د پاچاه په توګه پېژندل شوی ؤ، چې په یاد تړون کې شجاع الملک د افغانستان له ډېرو سیمو څخه تېر شوی ؤ. (افغانستان در میسرتاریخ، ص ۳۹۸)
یو کال وروسته چې انګریزان د شجاع الملک سره یو ځای افغانستان ته راغلل او نوموړی یې په کندهار کې د پاچاه په توګه اعلام کړ، نو د ده انګریزي دوستانو یو بل تړون د خپلو تورو او نیزو تر سیورې لاندې پرې لاس لیک کړ،(د می په اومه ۱۸۳۹، ز) په دې تړون کې یې، لُمړی د لاهور تړون تایید او بیا یې د افغانستان د تباهۍ لپاره نور ډول ډول شرایط پرې ومنل. (افغانستان در میسرتاریخ، ص ۳۹۹)
دا شان د امیر دوست محمدخان سره د انګریزانو تړونونه هم یو جانبه وو چې په اړه یې امیرشېرعلي خان هغه مهال چې په کال ۱۸۶۹،ز د مارچ په ۲۷ نیټه د هندوستان د وایسرای لارد مایو، سره لیدنه وکړه، په ښکاره یې ورته وویل چې د انګریزانو ټول تړونونه یو جانبه دي او باید دا تشه له منځه ولاړه شي، ده د جمرود لمُړی تړون چې په (۱۸۵۵،ز) کې د ده له پلار سره لاس لیک شوی ؤ د بېلګې په توګه یاد کړ... . (د افغانستان معاصر تاریخ ته یوه لنډه کنته ص ۹۵)
له امیرشېرعلي خان څخه وړاندې په (۱۸۴۱، ز) کې وزیرمحمداکبرخان په هغه ناسته کې چې له انګریز مکناټن سره یې په کابل کې درلودله د دوې له منافقت څخه ډک تړونونه، ټولې ژمنې او کړنې او د دوی درواغ او دوه مخی سیاست یې ورته بیان کړ ویې ویل: «وروسته له دې د انګریزانو په هېڅ ژمنه او تړون باندې باور نه شي کیدلی، تاسې د افغانانو په منځ کې بې له فساد او ورانیو او په دې هیواد کې د خپل نیواک څخه بل څه نه غواړې. (وروسته یې هغه دوه متناقض تړونونه چې پخپله مکناټن لاس لیک کړي وو ورښکاره کړل چې په یوه کې د افغانستان څخه د انګریزانو د وتلو ژمنه شوي وه او په بل کې په هیواد کې د انګریزانو د پاتې کیدلو تائید شوی ؤ.
په پای کې وزیرمحمداکبرخان انګریز مکناټن ته وویل:« نور نو موږ ستاسو په کومه ژمنه او تړون باندې باور نه شو کولی، مګر په یوه شرط، داسې چې موږ تاسې یرغمل ونیسو او له ځانه سره مو وساتو تر څو ستاسو ځواکونه له هیواد څخه ووځي ... .» (افغانستان در میسرتاریخ، ص ۵۵۹)
انګریزانو له امیرشېرعلي خان څخه هم غوښتنه وکړه چې د (۱۸۵۵، او ۱۸۵۷، ز) کلونو تړونونه دې ورسره نوي کړي خو د امیر صدراعظم سید نورمحمد شاه خان د خپلې لویې پوهې او ذکاوت او ځواکمنو دلایلو پر بنسټ د انګریزانو سره ونه منله او کوم تړون یې ورسره لاس لیک نه کړ. (افغانستان در میسرتاریخ، ص ۶۰۳)
امیرشېرعلي خان د محمدزیو د سلسلې لُمړنی پاچاه ؤ چې د هېڅ بهرني هیواد سره یې داسې کوم تړون لاس لیک نه کړ چې د افغانستان د خپلواکۍ په زیان وي او نه یې یوه لوېشت خاوره کوم بهرني هیواد ته پریښودله. (افغانستان در میسرتاریخ، ص ۶۰۷)
کله چې انګریزانو پر افغانستان باندې په کال (۱۸۷۸، ز، د نومبر په ۲۰، نیټه) (تاریخ مختصرافغانستان ص ۲۹۴)یرغل وکړ امیرشېرعلي خان د دومره ښېګڼو او سرتمبګېو سره سره له کابل څخه مزار ته وتښتید او د افغانستان پوځي ځواکونو ته یې په پکتیا، کندهار او جلال اباد کې امر وکړ چې د انګریزانو پر وړاندې جګړه ونه کړي او تر هرات او کابل پورې دې په شا شي او تر وروستي امر پورې دې منتظر پاتې شي. (افغانستان در میسرتاریخ، ص ۶۰۷)
او په کابل کې یې سردار محمد یعقوب خان د کابل د والي په توګه پریښود، سردارمحمدیعقوب خان له آره ډارن او بې غېرته سړی نه ؤ، ده د هرات په نیولو کې ښه میړانه وکړه او د کندهار په بیا نیولو کې یې هم ښه توره کړي وه، نوموړی د کابل خلکو (بچه شېر) بللو، سردار محمدیعقوب خان د انګریزانو د دسیو له امله د خپل پلار له لاسه بندي او په بنديخانه کې وروسته له څلورو کالو څخه په یو ډول عصبي او روحي ناروغۍ باندې اخته شو، سردار د (۲۵) کالو ځوان ؤ چې د کابل د بالاحصار په زندانونو کې یې اوه کاله تېر کړل، ده ته د خپل پلار عصاب خرابۍ معلومې وې نو د خپل ژوند څخه یې لاس منیځلي ؤ او په دې هیله نه ؤ چې یوه ورځ به له بنده خوشی شي.
سردارمحمدیعقوب خان روحاً دومره وهل شوی ؤ چې یوه ورځ د دربار د غونډې په وخت کې دروازه باد ووهله او دروازه په درب سره بنده شوه، دی له وارخطایی څخه وغورځید او بیا ودرید، بله ورځ چې غونډه روانه وه او ده تر کړکۍ بیدیا وکتل نو ویې لیدل چې یو توپ داسې ولاړ دې چې خوله یې د ده د قصر لوري ته برابره ده نو په بیړې سره یې د مرنجان غونډۍ ته څوک ولېږل او د توپ خوله یې بلې خوا ته واړوله(*). (دافغانستان پر تاریخ یوه لنډه کتنه ،ص (۱۲۱)
د امیرمحمدیعقوب خان د ناروغۍ په اړه یرغلګر ترهګر انګریز رابرتس وایي: «یعقوب خان چې ما ولید د ۳۲ کالو په عمر ؤ دی یو رېږده اندامه سړی ؤ، سر یې کوچنی او تندی یې کوږ ؤ سترګې یې بې نوره وې او مخامخ یې چا ته نه شول کتلي، دی ډېر کمزوری ؤ او ما د عزت سلوک ورسره کولو.» (دافغانستان پر تاریخ یوه لنډه کتنه، ص ۱۲۷)
لنډه دا چې هلته په مزار کې امیرشېرعليخان وفات شو نو انګریزانو له دغې پېښې څخه ګټه پورته کړه او امیر محمدیعقوب خان یې تر سخت تهدید لاندې ونیوه، ناروغ او اسیر امیرمحمدیعقوب خان یې د ګندمک سیمې ته د تړون د لاس لیک لپاره ورساوه او د ګندمک شوم او شرموونکی تړون یې پرې لاس لیک کړ، انګریزانو د دې لپاره پر ناروغ او بندي امیر باندې د ګندمک په سیمه کې تړون لاس لیک کړ چې په نوموړي سیمه کې د افغان، انګریز په لُمړۍ جګړه(۱۸۴۲، ز) کې په زرګونو انګریزي پوځیان وژل شوي وو او یوازې یو تن ډاکټر برایډن په ټپي حالت کې جلال اباد ته خلاص ؤ، نو دا تړون په حقیقت کې د افغانانو څخه د خپل تباه شوی پوځ د غچ اخیستل ؤ.
د افغانستان سره د انګریزانو د دا ډول تړونونو لاس لیکول د دوی د اوږدې مودې ترهګریزه او د استعماري پالیسۍ یوه مهمه برخه وه، تر څو په دې ډول وکولی شي، بې له جګړې څخه د افغانستان خاوره لاندې کړي چې تر یوې کچې پورې بریالي هم شول.
د ګندمک او ډیورنډ د تړونونو په اړه ښاغلی علامه عبدالحیي (حبیبي) وایي: ... امیرزاده یعقوب خان د ګندمک تړون د اضطرار او حرج ومرج او د مقابل لوري د لښکرو د یرغل او د جبر او اکراه په حالتکې لاس لیک کړی ؤ او د خلکو استازی او د هیواد منل شوی پاچاه هم نه ؤ په دې بنسټ حقوقي ماهیت یې نه درلود او هم د ډیورنډ تړون د افغان ملت او لویې جرګې د منلو پرته یوازې شخص امیرعبدالرحمن خان منلي دی. (تاریخ مختصر افغانستان ص ۳۰۱)
دا ډول میرغلام محمد(غبار) د ډیورنډ تړون د ملانصرُالدین معاهده بولي او وایي: «... د هیوادونو د تړونونو په منځ کې د ملانصرالدین د معاهدې نوم ورکولی شو، ځکه چې د انګریزانو دولت هغه سیمې چې د ننه په افغانستان کې پرتې دي په مسلم ډول او عملاً د افغانستان ملکیت پېژندلی دی، په داسې حال کې چې امیر د افغانستان هغه خاوره چې د انګریزانو تر اشغال لاندې نه وه، له درو ملیونو نفوسو سره د دښمن مال او ملکیت وپېژندلو، امیر په (۱۸۸۰، ز) کال کې یوازې د خپل شخصي تاج او تخت د ساتلو لپاره د افغانستان له خاورې او استقلال څخه تېر شو او په کال(۱۸۹۳، ز)کې یې دوهم ځل بیا د خپل تاج او تخت د ساتلو پخاطر خپل پخوانی عمل تکرار کړ... . (افغانستان در میسرتاریخ، ص ۶۹۲)
ښاغلی کاندید اکادمیسین محمدابراهیم (عطایي) د مارتیمرډیورنډ او امیرعبدالرحمن خان ترمنځ د تړون په هکله وایي: «... د بین الدول د حقوقو له نظره په مشکل د معاهدې نوم ورته یادولی شو، د معاهدې یو جانبیت له دې څخه پوره څرګند دی چې په متن کې پخپله انګریز د امیر په نمایندګۍ غږیږي، په هره فقره کې د جناب امیرصاحب جمله استعمالول دا مانا ورکوي چې د امیر پر ځای یو بل څوک د ده نظر او تعهد بیانوي... .» (دافغانستان پر تاریخ یوه لنډه کتنه ص ۱۳۹)
په دې هکله ښاغلې ډاکټر رحمت ربي (زیرک یار) وایي: ... برتانویانود پاکستان تر جوړولوپورې د ډیورنډ لیکي ته د بین المللي لیکې په سترګه نه ووکتلي، پخپله ډیرۍ برتانوي رسمي چینې ددغې حقوقي ادعاسپیانوی کوي، دبیلګې په توګه یوه د پام وړرسمي چینه را اقتباسوم: په (۱۸۹۳ز)کال کېد ډیورنډ تړون «دغه لیکه دهند د سرحدي لیکي په څیر نه تشریح کوي، بلکه دامیر[عبدالرحمان خان] دقلمرودختیځواوسهیلي سرحدونواوپه دوو حکومتونوپورې د مربوطونفوذي ساحوحدود بیانوي، هدف دبرتانويآمریت پراخول دي نه دهند سرحد.»
لیکوال وړاندې ځي او وایی: دهندپه نیمه وچه کې دبرتانیې دتړونونوهدف داوه چې هلته دخپلې امپراتورۍ حفاظت وکړي، خود بین الدول د حقوقود ملاحظې له مخېیوتړون هغه وخت پای ته رسیږي چې اغیز یې له منځه تللی وي اوهدف یې پوره شوی وي.
زیرکیار صاحب د امریکایي مورخ او افغانستان پیژندونکي پوهاندلودویګ ادامیک له خولې لیکی: د(۱۹۱۹ز) کال داپریل په میاشت کې امان الله خان دافغانستان خپلواکي اعلان کړه ... امان الله خان دافغان اوانګریزدریمه جګړه یانی په۱۹۱۹، ز، کال دافغانستان دخپلواکۍ جګړه د سرحد دپښتنو په مټ وګټله، دا شان دافغانستان دخپلواکۍ په جګړه کې جنرال محمد نادرشاه دوزیرواومسیدوپه مټ انګریزان په ټل اوواڼه کی په ګونډوکړل ادامیک زیاتوی، دافغان اوانګریزدریمې جګړې (ټول تیرتړونونه لغوه کړل) او محمد نادرشاه د ډیورنډ د کرښې آ خوا د قومونو په مرسته قدرت ته ورسید».
ښاغلی (زیرکیار) په خپله لیکنه کې د ډاکټر هیریسله قوله وایي:«په واقعیت کې د قوم د وېشلو په هکله د [ډیورنډ] د تړون یواځینی ثبوت هغه لیکه ده چی د تړون په نقشه کې کښل شوي ده، او امیر[عبد الرحمن] دغه نقشه نه ده لاسلیک کړې.»
نوموړی لیکوال زیاتوي: داسې بریښي چې امیرعبدالرحمن دسرحدي لیکي نقشه نه ده لاسلیک کړي، بلکې سریې خوځولی دی، نوموړی په بیلا بیلودلیلونواوپلمو دلیکې دغځولوعملیه نیمګړي اوناچله پریښي ده. دبرتانوي هندحکومت امیرعبدالرحمان خان ته ولیکل چې دسرحدې پولې دټاکلولپاره دې هئیت وټاکي خو عبدالرحمان خان ورغبرګه کړه چې که دغه موضوع ددیني عالمانواوقومي مشرانوله نظره تیره کړي، د برتانیې پرضد به جنګ ته راوپاریږي.
او همدا شان لیکوال وایي: لکه چې د امیرعبدالرحمن خان زوی امیرحبیب الله خان (۱۹۰۱ـ ۱۹۱۹ز) کال کې په خپلولیکونوکې چې په هند کې د برتانوي وایسراګانو په شخصي سندونوکې خوندي شوي دي، زماادعاغني کوي چې د ډیورنډ تړون مبهم وه. په دغولیکونوکې داسې معلومیږي چې برتانیې دډیورنډ تړون ته دیوشخصي تړون په سترګه کتل چی د مارتیمرډیورنډ اوعبدالرحمن ترمنځ شوی ؤ. (داکټر رحمت ربي زیرکیار لیکنه روهي وېب پاڼه)
لکه څه ډول چې امیرعبدالرحمن خان فکر کولو انګریزان یې خپل نه کړی شول نو په پای کې د شاه شجاع په شان پخپلو کړنو پېښمان شو نو د ډیورند د کرښې په نه پلي کیدو کې یې کوښښ وکړ او په دې اړه یې خپلو راتلونکو اولادونو ته داسې ولیکل:«بخلف من، تااخرین روزیکه زنده باشم درمورد تعین حدود سرحدات افغانستان باهند برتانوي یک قدم پیش نمیروم وهمچنین میګذارم ونامه های انهاراجواب میګویم که جبري وتحمیلي بودن این قرارداد ثابت باشد، امید دارم فرزندانم که درآینده روی کارمیآیندبتواند آنقدرقدرت تهیه کنندکه ازحق خوددفاع وبه قرارداد شایسته حدودافغانستان راتعین کنند.»
امیرعبد الرحمان زیاتوي:«... من فکرمیکنم درآینده قریب مردم هند ومسلمانان بیدارشده ازحق ازادی خودها دفاع کنند وبه احتمال قوی دوهندوستان بوجود خواهدامد. هندوستان هند و هندوستان مسلمانان، هند مسلمانان باکشورماهم سرحد وشاید باعث دردسرمردم وطن وفرزندانم شود» (د ښاغلې ډاکټر رحمت ربي زیرکیار لیکنه؛ روهي وېب پاڼه)
پوهاندمحمدحسن(کاکړ) د ډیورنډ تړون په اړه ښه دلایل لري او وایي: د ډیورنډ موافقتنامه د انګریزانو د بهرنیو چارو وزیز هملتن ګرانت په کال(۱۹۱۹، ز) کې د راولپنډۍ په معاهده کې په دې الفاظو سره منسوخ کړه:canceled allprevious Treaties.» «Moreover, this war has canceled
ژباړه: «برسیره پر دې دغې جګړې (د افغانستان د خپلواکۍ جګړه) ټول پخواني تړونونه منسوخ کړل.»
پوهاند صاحب زیاتوي : زما په نظر د امیرعبدالرحمن خان لاس لیک مشکوک دی، باید وویل شي چې د تاج التواریخ دوهم ټوک چې امیرعبدالرحمن خان ته منسوب دی او د موافقتنامې تایید په کې یاد شوی دی جعلي دی او په جعل کې یې هېڅ شک او شبهه نه شته، سربیره پر دې د موافقتنامې متن هم مشکوک دی، زما په نظر انګریزي متن د باور وړ نه دی.
لومړی دا چې د ډیورنډ کرښه د ډیورنډ د هوکړه لیک یا د کابل (کانوینشن، ۱۸۹۳، ز) په نتیجه کې نښاني شوی دی، نه د میثاق یا تړون په نوم، هوکړه لیک او د تړون کلمې دوه بیلابیلې ماناوې لري، په دې بنسټ د تړون د اصطلاح کارول د هوکړه لیک پر ځای د واقعیت مخالف کار دی.
بل دا چې د موافقتنامې په متن کې(نفوذي سیمې) ویل شوي دي، په خپله ډیورنډ خپل حکومت ته په یوه رسمي راپور او په خپلو ویناوو کې د هغې مانا داسې تعریف کړي ده:«تر هغه ځایه پورې چې د سیمې خلک زموږ نفوذ مني او یا موږ خپل نفوذ پر هغو باندې منلی شو» دا په عمل کې دا مانا لري چې هغه سیمې چې د انګریزانو د مامورینو لخوا نه اداره کیدلې په انګریزي هند پورې یې تړاؤ نه درلود او تر پایه پورې یې د سرحدي سیمو په نوم یادې کړي دي.
پوهاندمحمدحسنکاکړ(مکثیکوتاهیدرموردخطدیورند) افغان جرمن آنلاین
د ملګرو ملتونو د ۱۹۶۹، ز، کال د وېن کنوانسیون،چې د تړونونو د حقوقو په اړه رامنځ ته شوی دی د کنوانسیون په(۵۰) ماده کې راغلي دي:
د یوه هیواد استازي ته بډې(رشوت) ورکول: کله چې د یوه هیواد استازي ته د مقابل هیواد له خوا په مخامخ او یا په نامخامخ ډول بډې(رشوت) ورکړی شوی وي، هغه هیواد کولی شي چې تړون تقلبي او بې اعتباره وبولي.
۵۱ــ ماده:
د یو هیواد په استازي باندې زور اچونه: که چېرې د یو هیواد استازی د تړون د منلو(لاس لیک) له امله له زور او تهدید سره مخ شي هېڅ ډول حقوقي اغېزه نه لري.
۵۲ــ ماده:
د یوه هیواد مجبورول د تهدید او یا د زور له امله: هغه تړون چې د تهدید او یا د زور له امله لاس لیک شي او د بین المللي حقوقو او اصولو په نقش د ملل متحد د منشور(**) په دننه کې ترلاسه نه شي باطل دی.
دا شان د ملګرو ملتونو د ویانا تړون په(۴۷) ماده کې وایي: هغه نقشه چې په تړون کې د سرحدي کرښې لپاره جوړه شوي وي او په هغې کې تېروتنه(اشتباه) شوي وي د شرایطو د باطلیدو سبب کیږي.
او په هغه صورت کې قانوني معاهده هم له منځه ځي چې: د یوه دولت پر ځای بل دولت رامنځ ته شي، (د دولت رامنځ ته کیدل عبارت دي: په یوه ځمکه کې چې یو هیواد د بل هیواد پر ځای د بین المللي اړیکو مسؤلیت په غاړه واخلي) داسې چې پخوانی هیواد په مکمله توګه له منځه ولاړ شي یا تجزیه شي او یا په بل هیواد پورې وتړل شي او یا هم خپلواکي ترلاسه کړي. دافغانستان دحقوق پوهانو بنسټ، فردین(فروتن) اوروحالله )فراهي، www.lawyer.af
---------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------
(*)- امیرمحمدیعقوب خان په داسې ناروغۍ اخته ؤ چې وېره ورسره ملګري وه او د دا ډول ناروغ سره (زه لیکونکی) تر یوې مودې پورې یو ځای اوسیدلې یم دا ډول ناروغان تل په وېره کې اوسیږی تر دې چې کله له چا سره خبرې کوي خپل مخ بلې خوا ته اړوي او مخامخ نه شي کتلی.
(**)د ملګرو ملتونو منشور (۱۹۴۵) زیږدیز، کال:
دوهمه ماده:
۴ــ د [ملګرو ملتونو] ټول غړي په بین المللي اړیکو کې د بل هر هیواد، ارضي تمامیت، سیاسي خپلواکي، یا بله هر ډول کړنلاره چې د ملګرو ملتونو له موخو څخه مخالفه وي، په زور باندې، له تهدید ولو څخه دې ډډه وکړی.
بله برخه بیا خپریږي