د ديورنډ کرښې پر رسميت پيژندنه

  د ديورنډ کرښې د په رسميت پيژندنې په اړه تيرو افغان  حکومتونو پر جار دا غږ پورته کړې چې دا د افغانستان او پاکستان ترمنځه رسمي او نړيواله پوله نه ده خو ددې ټکي پرمانا تراوسه هيڅوک پوه نه شول چې په افغانستان کې افغانان ولې دې ته اړتيالري چې پرخپل افغان پاسپورټ د پاکستان ويزه واخلي ؟په جلال اباد ، کندهار ،پېښور او کويټې کې دافغان او پاکستان حکومتونو کونسلگرۍ څه مانا لري دا چې دتاريخ په اوږ دو کې دا سيمه د پښتنو سيمه ده او دا کرښه د پښتون ولس ترمنځه تيره شوې ده خوپاکستان سره افغانستان بيلابيلو حکومتونو دا ستونزه هواره نه کړه خواوس داسې څرگنديږي چې له افغان لوري دې پولې درسميت پيژندنې لپاره يوڅه اشارې شوې دي بله دا چې امريکا او بريتانيا په وار داښکاره کړې دوى دا پوله دنړيوالې پولې په ډول پيژني او پاکستان له تيرو ٤٠ کالوراهسې دا هلې ځلې کوي چې پر افغانانو دا کرښه ومني خو پر بنسټيزې لارې چارې يې  نه پوهيږي اوافغان حکومت په خپله کورني کړکيچ کې ښکيل دى دې خوله بله پلوه د افغانستان تاجکان هم ددې پلوي کوي چې د پښتون وېش لپاره دې داکرښه  رسمي پوله وي او دا يې د گرد افغانستان د جگړې ناسور بللى دى په پښتونخوا کې خوله ځاى پښتنو سره سره اوافغان کډوال هم دي چې پرپوله دپاکستان له خوا ځانگري جدي پاملرنه ډير ستونزې زيږوي په تورخم کې په سلگونه افغانان چې ددرمنلې او نوروخپلوى لپاره دتگ راتگ هوډ لري ايساردي په پاکستانورسنيو کې داگام د پوځي غبرگون دگام برخه گڼي خو په بنسټيزه ډول پاکستان افغانان ته دا ښايي پېښور او س داسې نه دى لکه چې له جلال اباد کابل ته ځي داد پاکستان هېواد برخه ده او ته يو افغان په ډول پاکستان ته دراځي او دويزې له مخې په په شمير ورځې تيروي او بيا به بيرته درومي او افغانستان په رسمي ډول دې ستونزې ته پاملرنه نه ده کړې او خپل سياسي دوه مخيتوب څخه کاراخلي  په  دې اړه دې په سمدستي ډول له افغان ولس سره مشوره وشي او دا ستونزه ورحل شي اوس خو په سيمه کې د سوداگرۍ سيالي ده او ددې سيالي لپاره په په کار ده چې خبره يولوري شي اوله پاکستان سره د سياسي اړيکود ټينگښت لپاره هم دا ستره ستونزه ده ؟ چې افغان حکومتونه تر دمه هم په درانه خوب ويده دي په تيرو کلونو کې يې دې ستونزې ته يې د حل چاره نه ده ويستلې داتلسمې پيړۍ د شاهانو دتيروتنو پايله اوس د يويشتمې پيړى نسل څکي او څرگنديږي چې افغان حکومت داکرښه رسما منلى خو غږ نه کوي ځينې وخت کې دا غږهم کيږي  چې داسې ستونزه به دکرښې د واړو اړخونو ولس پر خوښه حل  کيږي خو اوس پوښتنه داده چې اياد کوزې پښتونخوا ولس به له برې پښتونخوا سره له  اوسني افغانستان سره يوځاى شي چې ډيرو يې د پاکستان پلوۍ سوگند کړې دى  په هرډول دا ستونزه نوره بايد حل کړاى شي