د سترې محکمې زښت ډير پڅ رييس

 
نوموړي، نه پښتون دى،نه پاړسيوان، نه خلقي ،نه پرچمي، نه اخوانى، نه افغان ملتى،او نه ملي پاله گڼل  کيږي،او بله داچې  ټينکوکرات هم نه دى ځکه ډيروخت يې په کابل کې ژوند کړى دى.
په لسيزو يې د عدليې په وزارت کې قانون جوړونه کړې،د قانون جوړونه کې لویلاس لري،خو تر ننه يې دا ملي قانون جوړ نه کړ، چې پښتو د هېواد دملي ژبې په توگه ومنل شي.
 نن د ډاکټراشرف غني پر ځانگړې لورينې د سترې محکمې مشر دى،   کله چې دحکومت ځينې کارونه جنجالي شي، نو د حل لپاره يې سترمحکمې ته ليږي.
 د ملي هويت (تذکرې ) ستونزه يې لا حل نه ده.دسترې محکمې ټول رسمي لاسوندونه (اسناد) په پارسي دي، فيسبوک پاڼه يې له نوم پرته نوره گردسره ناپښتو ده.
 دا پښتون او افغان ولس پرې حق لري چې يو  څه وکړي او او له ډيرپڅتوب څخه لاس واخلي همدا يې وخت دى ډير څه ترلاس لاندې دي،ډاکټر اشرف غني يې هم خبره پر سر سترگو مني خو اوس د يوه هوډ اړتياده که څه د قانون جوړونه  کې ولسي جرگه رول او  لاس لري که له مشرانوجرگې سره يې ناباندى راشي  نوکه  خبره بياهم سترې محکمې ته ورځي، داپڅ رييس د خپلو اداري  کارونو څخه پرته نو دولس څخه بيخي نا خبره دى،  خلک ورته ډيرې  تمې لري.
 لږ دې له درانه خوبه راوېښ شي،دولس حق ته دې ځواب ولري.همدا اوس پرلوى لاس پښتوژبه په رسمي ادارو کې ٢٠ سلنه ده او دري هغه يې ٨٠ ده.
 دا  رييس هم دپښتون په ډول ټاکل شوي که څه داستعداد صلاحيت يې لوړ دى خو  کاروي يې نه؟ دا په خپله پرنه صلاحيت ودريږي دا په دې نه خلاصيږي چې زه د اداري فساد پر ضد ولاړيم ولسمشر مې  ترشا ولاړ دى.
دا ولس ٤٠ کاله خپلو اوپرديو جگړو،تربگنيو،لاسوهنو وځپلو، پرزړو نو  يې بايد  د ملهم پټۍ  کېښول شي لږ ترلږه خو دې په رسمي کارونو کې پښتوژبه وکارول شي پښتو پرې د مور په څير حق لري  دې  حق ته دې مخامخا په کلک زړه کار وکړي.