
له تيرو څو ورځو راهيسې په پښتونخوا کې د افغان کډوالو نيول او ځورول ډير شوي او داسې راپورونه هم خپاره شول چې نور په زندانونو کې ځاى نه شته ډيرافغانان نيول شوي او زندانونوته وراچول شوي له خبرونو دخپريدو سره سم په سمدستي ډول په اسلام اباد کې افغان سفير ډاکټرحضرت عمرزاخيلوال د پاکستان د انصاف د غورځنگ له مشر عمران سره وکتل په په دې اړه ورته ژوره خواشيني وښوده چې په پښتونخوا کې خپل حکومت ته لارښوونه وکړي چې د افغانانو له ځورولو لاس واخلي بيا يې ډيرژر د کوزې پښتونخوا له پښتنومشرانو سره هم نارسمي ليدنه وکړه په دې اړه دواړو غاړو پښتنوته ورپېښو ستونزو باندې خبرې وکړي په دې ليدنه کې دقومي پارتي مشر افتاب شيرپاوو،دپښتونخوا ملي عوامي گوند مشرمحمود خان اڅکزى،دنيشل عوامي گوند مرستيال افراسياب خټک او نور مشران شامل وه دوي په پاکستان دا يواړخيزگام وغانده او دواړو اړخونو څخه يې غوښته وکړه چې ستونزې د خبروله لارې حل کړي خو محمود خان اڅکزي له دې وړاندې د امريکاغږ راډيو سره په ځانگړي مرکه کې ويلي چې دروسانو د راتگ پر مهال دا افغانان په خپله خوښه دلته نه دي راغلي دا په زوره اړکړل شول چې دلته راکډه شي هلته په افغانستان کې يې له کليو سره چاودنې وشوى او دا ورته تبليغ شوه چې افغانستان دارالحرب دى ،او پاکستان دارالاسلام په پښتونخواکې دکډوالو په نيولو سره پاکستان په خپلو ټولو هغه هلوځلو اوبه واړولې چې په تيرو ٤٠ کالونو کې له افغانانوسره کړى وې اود افغانانو په زړه کې يوڅه مينه وه اوس که دا افغانان افغانستان ته کډه شول نو خپله لومړنۍ دوښمني به له پاکستان سره کوي.
پاکستان په پښتونخوا په ځانگړي ډول پېښورکې د تورخم له لانجې وروسته د افغانانوپر ځورولولاس پورې کړى دى چې دا به ورته په راتلونکي زيان وکړي په افغانستان کې به يې پرخلاف کرکه ډيره شي له روژې وروسته به ډيرکډوال ستانه شي او دا چې ملگري ملتونو ورته ٣٥٠ ډالره د يوکارت پر سر ورکړي نو د افغانانو سره به سره به يوڅه مرسته وشي خو ښه خبره ده چې افغانان ستانه شي خودا خبره هم دياودنې ده چې افغانستان لاله جگړې او نيستۍ خلاص نه دى افغانان له خپلو گاونډيو سره ښې اړيکې غواړي خو دا گاونډيان دي چې دا٤٠ کاله کيږي چې په افغانستان کې د اورلمبې بلې ساتلي دي او په گانډيو هېوادونو کې کډوال افغانان خپل هېوادته زړه نه ښه کوي ښه بيلگه يې دننگرهار د کوټ جکړه ده اوس لاداسې خبرونه دي چې داعش په نورستان کې هم خپل مرکزونه جوړوي داله کومې لوري راځي ؟دپاکستان له لوري له يولوري په افغانستان جگړه توده ساتي او له بلې لوري وايي چې پاکستان نورافغان کډوالو له ميلمستيا بښنه غواړي د ډيورنډ پرکرښه يې د افغانستان د نامنلي حکومت سره د پولې د کنټرول ساتنې پر پلمه دروازې جوړه وي په دې سره به دا هېوا په نړيواله کچه يوازې شي له هند سره يې اړيکې ددوښمنۍ تر بريده دي او په افغانستان کې يې هم خپل مينه وال له لاسه ورکړل او اوس ورته ايران هم د شک پر سترگه گوري.