حسن خان: افغانستان افغاستان او پاکستان پاکستان دى

 
دا خبرې يو پاکستاني خبريال په کابل کې يوې غونډې ته وکړې، چې يو شمېر افغانانو يې پر وړاندې غبرگون وښوده. پاکستان په رسمي ډول د ډيورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځه رسمي پوله کړې او د افغانستان چارواکي پرې غور نه کوي او په خپله شخصي او گوندي گټو پر سرناندرۍ وهي.
پاکستان پر افغانانو دپ اکستان ويزه جبري کړه، بيا يې پرافغان موټرچلوونکي د پاکستان ويزه اړينه کړه اوس پر قبايلو دا خبره ضروري کړې ده، چې افغانستان ته دې د پاکستان پاسپورت او دافغانستان ويزه ولري. افغان حکومت په پټه له پاکستان سره منلې ده او دا حکومت د پښتنو پر ويش خوښ دى، دا موضوع يوازې د ځينو پښتنو په دې خبره نه حل کيږي، چې موږ نه منو، دا يوازې تر خبرو پورې کوي.
د دروازو لگول او او س پرې رسمي مراسم نيول کيږي، نو پرې نه لاريون کيږي او نه رسمي دولتي غبرگون نو دا څرگنده ده چې نړيوالې ټولنې او افغانستان له پاکستان سره په جوته توگه دا کرښه د افغانستان او پاکستان رسمي پوله منلې ده پاکستان دا غواړي، چې له افغانستان سره د افغانيت او پاکستانيت تر چترلاندې دوستي وکړي يا په بله وينا د افغانانو او پاکستانيانو دوستي د افغانستان پښتانه او پاکستان پښتانه د بيلگې په ډول پاک – افغان ولسي تړون، پاک – د خبريالانو دسولې ټولنه او نور دافغانستان او پاکستان د بيرغونو او ملي ترانو لاندې نوره دافغان حکومت خوښه چې د پاکستان دريځ يې خوښ دى او د پښتنو ملي خبره پښتانه د افغانستان دي نه د پاکستان.