لغمان کې قوماندان چمن مرستیال خان عالم شتاب د سولې له پروسې سره یو ځای شو

 
د وسلوالو مخالیفو د مشهور قوماندان چمن مرستیال خان عالم شتاب د سولې له پروسې سره یو ځای شو.
د لومړۍ پلې لوا د دوهم کنډک او د سیمې د قومي مشرانو او مخورو سره له پرلپسې اړیکو وروسته د دولت شاه او الیشنګ ولسوالیو لپاره د وسلوالو مخالفینو د مشهور قوماندان چمن مرستیال او په ګوناپال دره کې د مخالفینو قوماندان خان عالم شتاب د خپل یو تن ساتونکي په ملتیا د سولې له روانې پروسې سره یو ځای شو.
قوماندان خان عالم چې وړاندې یې د مخالفو وسلوالو په لیکو کې په الیشنګ او دولت شاه ولسوالیو کې په ورانکارو فعالیتونو او کړنو کې لاس درلود، د سولې له پروسې سره د یو ځای کېدو پر مهال یې وویل دا چې څو ورځې کېږي د مخالفینو له لیکو جلا شوی نو خپل تېر ژوند ته په کتو دا څو ورځې یې تر هغې ژوند غوره او بهتره وې.
خان عالم شتاب د خپلو خبرو پر مهال په ټولو وسلوالو مخالفینو غږ وکړ چې د جنګ جګړو او وینې تویدنې نه لاس واخلي او د سولې د پروسې سره په یو ځآی کېدو د خپل هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره د شته نظام سره یو ځای کار وکړي.
لغمان والي عبدالجبار نعیمي بیا نوموړي قوماندان ته د افغانستان د بیرغ تر سیوري لاندې د ژوند اختیارولو له امله مبارکي ورکړي او زیاته یې کړه چې نن هم دا پر ځای پرېکړه ده چې تاسې د ټوپک له ماشې ګوتې لرې کړې او سوله ایز ژوند مو غور کړ.
ښاغلي نعیمي وویل : دی په دې باور دی نور هغه مخالف وسلوال کوم چې دا مهال بې ګنا انسانان وژني او تروریستي کړنې تر سره کوي د قوماندان خان عالم شتاب له خوا به د سولې پروسې ته را وبلل شي او د نظام تر چتر لاندې به په ډاډمنه فضا کې ژوند کول اختیار کړي.
د یادونې ده چې په دې وروستو کې په دې ولایت کې خاموشه یو ځای کېدنه زیاته شوې ده.
امیرزېب دُراني