
اوښکې دي سلګۍ غمونه سر په سر
ورکې خوشحالۍ ویرونه سـر په سر
څیرې ګریوانونه مــــــات لاسونه دي
وینو کې لامده ســـــرونه سر په سر
مړاوې دي د ژوند دګلابــــــو څېرې
تَر وینو کې څوکلونه ســـــــر په سر
څاڅي له هر زړه وینې غوټۍ غوټۍ
غشي دي ګولۍ بمونه ســر په ســـر
تورې تروږمۍ دي مور مې بوره ده
ایښې جنازې کټونه ســــر په ســــر
ډېرې بېوسۍ مې سترګې و ایستې
ګونګې ترانې سازونه ســـر په ســر
ولاړ دهــــیلو #لـــــمر په ډوبېدلو دی
مخ کې یې پراته دنګ غرونه سر په سر
اسما لمر