
لنډه کیسه/عثمان.ر
د پښتو لنډۍ هم په معنی کې له متلونو کمې ندي. اوبه ترېنه غواړي او بیا وايي چې
ماته په لپو اوبه راکړه .....زه تږی نه یم د ستا نیت معلومومه
دا لنډۍ یوه پخوانۍ کیسه راته را په یادوي،... هغه دا چې زه په رښتیا هم تږی وم. حاجت نه وو چې د کلیوالي جېناکو نیت مې معلوم کړی وای. مازدیګر را نږدې ؤ او سخته ګرمي هم وه... خو د شنو ونو لاندې سیورۍ ډېره ښه لګیده. زه هم د همدې ونو لاندې د چکر په نیت را وتلی وم. په لیاره کې یوه جېنۍ په مخه راغله او ما هم د خدایه همدا غوښتل. جېنۍ مې په لویه لیار کې ودروله. هغه زما د کلي یوه ښایسته جېنۍ وه،.. چې پر مخ یې شنه خالونه،... تور اوربل یې ولونه ولونه،..اوږدې زلفې یې ټالونه،.. تورې سترګې یې په رنجو تورې،... په ټټر باندې یې پورې شنې روپې وې، څه ستارې او څه غجارې وې،....ښه زرغون شال یې په سر او له سره منګي سره په شرنګ شرنګ را روانه وه. یوازې دا داسې نه وه، بلکې د کلي ټولې پېغلې همداسې وې.
د اوبو سوال چې مې ورته وکړ، له ډېره شرمه داسې تکه سره او سپینه شوه چې څه درته ووایم. خدای خبر چې دا غریبه به په کوم چورت کې روانه وه. په زړه کې مې له ځانه سره وویل چې « اوف،...دا مې څومره بد کار وکړ، چې هم مې چورت ور خراب کړ، او هم مې شرنګا ور بې سوره کړه.»
- جېنۍ خپل کلیوال دې یم څه د بل کلي نه خو نه یم راغلی چې داسې وارخطا شوې...
جېنۍ موسکۍ شوه،.. او د غټ منګي سره یې د کلي په لور وکتل،..هلته یو څو جېنې نورې هم را روانې وې. ناڅاپه یې د بنګړو شرنګا شوه، د منګي له سره یې د اوبو جام را کښته کړ او ماته یې راکړ:
- هه، دا ونیسه، ګوره چې درنه و نه لویږي!
له سر نه یې منګی په دواړو لاسو را کوز کړ او په ډېر احتیاط سره یې جام له اوبو را ډک کړ. بیا یې د بنګړو شورمشور شو، بېرته یې منګی سر ته پورته کړ او په حیا کې په څنګ رانه ودريده.... بس پدې سرې ګرمۍ کې یې د جېنبې چینې سړې اوبه را باندې وڅښلې او ما هم مننه ترې وکړه،...جېنۍ بیا موسکۍ شوه او په شرنګ شرنګ د کلي پر خوا لاړه...
دا پخوانۍ خبره ده. په هغه وخت کې خلک د نن په څېر نه ؤ،... پاک زړونه او ښه نیتونه یې لرل. ښځو بورکې نه پېژندې او لوڅ مخ به ګرځېدې. په نره به دې په لیاره کې اوبه ترې غوښتې او په نره به یې درکولې. هیڅ کومه خبره نه وه، غیر له یوې خبرې. هغه دا چې په هغه وخت کې زوړ اسلام او زاړه مسلماني وه. کله چې زمونږ ملک ته د ګاونډیانو لخوا نوې مسلماني او سیاسي اسلام را وارد شو، هر څه بدل شول. اوس ځېنې ښځې خپل ورور ته هم لاس نه ورکوي. ملایان وايي چې ګناه لري. اوس په کلیو کې هم ډېرې ښځې بورکې لري...چې چېرته ځي نو پر سرکوي یې. خو د بورکې لاندې هم خلک ورته ګوري او ځینې ناآهله خو سترګکونه هم پرې وهي. دې ته وايي نوې مسلماني او هغه وه زاړه مسلماني. اوس خو بل کار نشته، بس په هر جومات کې همدا نارې دي چې جهاد جهاد جهاد او دا هم ور سره وايي چې په هر مسلمان فرض دی. خو دا نه وايي چې چېرته او په کوم ځای کې.... ته ما وژنه زه تا. دا خو جهاد نشو. معلومه نده چې ترڅو به سره وژنو... تر څو چې دښمن مو تباه او برباد کړي. په هر صورت،... ټوله دنیا پر مخ روانه ده، خو مونږ پر شا ځو،...او ورځ مو له بد بدتره کیږيٍ، خو ښه کیږي نه... همدا سبب دی چې تل په پخوانیو وختونو پسې ارمانونه کوو. زه هم چې کله په خپلو چورتونو کې ډوب شم،..نو هغه ښکلي وختونه او د جینبې چېنې د اوبو خوند او په سوله کې د ورورګلوۍ ژوند ټول سترګو ته راته ودریږي او له ایمان نه وروسته دا سوال کوم چې یا ربه، مونږ ته سوله او ورورولي!