غزل

 
په ډالۍ یې منئ ! ؟
 
مینه که ژوند وي نو معنا د استبداد به څه وه؟
.
اوس چې په مرګ نومول شوې سمې خولې لګوي.
.
مینه حصه د آزادخیاله بې کماله نده .
.
مینه مستوره په نقاب ګوتې پخې لګوي.
.
مینه د کیف او کم مدار کې لیدل شوې نده .
.
مینه د راز او نیاز فلک باندې پنجې لګوي.
.
مینې د حسن بدرنګي تعریف زدكړی نده.
.
مینه ګلابده په اغزیو کې خیمې لګوي .
.
مینه د ستا دغزلیز الهام څو توري ندي.
.
مینه اواز دی خالقیاره هیلې مړې لګوي .٠