بلواکې رسنۍ

 
یوې پاکستاني تلویزوني شبکې د طالب مشر ملا اختر محمد منصور د مرګ دروغجن خبر خپور کړ.
ورسره هممهاله داخلي او بهرنیو رسنیو دې اور ته پوکی ورکړ او دنړۍ تر ګوټ ګوټ یې دا خبر په درز کې ورساوو.
راځۍ دا ولې ؟
د اشرف غني له راتګ سره د کابل او اسلام آباد اړیکې په حیرانونکې ډول د تیرو حکومتونو څخه څو چنده شې شوې اشرف غني ارګ ته له ننوتلو سره سم پاکستان ته د امتیاز ورکولو په خاطر لطیف مسعود بې بدیله پاکستان وسپاره انګیرنې داوې که ارګ مشر دا معامله کوي هم نو بدیل به یی کوم طالب چارواکی وي.
خو بالمقابل پاکستان ورته په څو میاشتو کې متعدد پرلپسې سفرونه وکړل . چې دسرچینو په حواله په سفرونو. کې پاکستاني پلاوي د ګډحکومت مشرانو ته ستغې خبرې وکړې او د ډیورند لاسلیک او یو لړ نورو مسایلو په اړه یی جدي خبر داری ورکړ.
دواړو لوریو د سفرونو په تداوم کې یو له بله دطالب ضده استخباراتي معلوماتو شریکول وغوښتل
چې پاکستاني لوری ورسره تایید کړه
ګډوله مشرانو هم بې ځنډه دا مسوده لاسلیک کړه چې ګواکې له پاکستاني استخباراتي شبکې سره به ټول محرم اسناد شریکوي.
به دې لړ کې پاکستاني چارواکو دخپلو سفرونو په درشل کې د ارګ میشتو یوې پاڼې ته دڅه لګښت په ورکولو سره د طالب مشر د مړینې دروغجن خبر دنشر مشوره ورکړه او هغوی هم بې له ځنډه دا خبر خپور کړ.
داخبر په څو ورځو کې بیخي زیات تشهیر شو چې نړیوالو او داخلي رسنیو بې پرسانه ومانه .
ګډحکومت ددې خبر په نشر کې دوه ګټې لیدلې
لمړی: ترڅو خپل مرال بایللي عسکرو چاراکوته روحیه ور وبښي.او دطالبانو ترمنځ بې باوري رامنځته کړي
او بل: داچې د نړیوالو ته د افغانستان د ملي امنیت اداره فعاله مطرح کړي.
خو څو وزځې وروسته دطالب مشر صوتي کلیپ اصدار ددوی ټولې دسیسې بې ځایه او نړیوالو ته یی هم رسوا کړل.
نن بیا هم یو پاکستاني چینل داسې پرو پاګند شروع ده چې عاقل څه چې لیونی یی هم نمني
.
سهار مې داخبر په لمړي ځل ولید چې طالب مشرتابه د زابل په ولایت کې وژل شوی. ورپسې مې په یوه رسنۍ کې ولیدل چې د زابل چارواکي وایی چې په تیرو ۵ ورځو کې په دې ولایت کې هیڅ برید نده شوی.
د بی بی سی رادیو ویل چې چې د پولې پورې غاړه کې وژل شوی. یوه داخلي رادیو مې تعقیب کړه هغې بیا ویل چې منصور په کوټه کې وژل شوی.
نن هم دا خبر د ګډحکومت د ملي امنیت ادارې تایید کړ خو دنړیوالو رسنیو اوسني راپورونه وایی چې برید په یو موټر شوی چې منصور نه بلکه نور عام طالبان پکې وژل شوي
راځم اصلي خبرې ته!
√هغه څوک چې تر ننه پورې د مرګ په پنجاب شعارونه زمزمه کوي او په منافقت کې یې هیڅ شک ابهام نلري څنګه د خپل قسم خوړلي غلیم په خبرو یقین کوي.
√ لایلدغ المؤمن من جحر واحد مرتین. همدا رسنۍ وې چې تیر کال یی د منصور صاحب خبر په درز کې نشر کړ او ملت هم پرې. باور وکړ. که څوک اوس هم د دوهم ځل لپاره د دوی په دې نفاق باور کوي هغه به د پورتني حدیث مصداق ګرځي چې له یوه غاره به دوه ځله چیچل کیږي.
.
√ملت دې خبر وي چې کفري غربي رسنۍ هیڅکله نه غواړي چې واقعي رښتوني خبرونه نشر کا
نو هیله ده د داسې خبرونو لپاره د طالبانو رسمي سایټ. وګوري او د غربپالو رسنیو په خبرو دوکه نشي