
ژباړه او راټولونه: عطا محمد میاخېل
۱ ـــ زموږ ډېری وخت پرته له دې چې پوه شو د مینې په ګرو کې تېرېږي.
۲ ـــ مینه او خوشالي ارادي لارې دي او بس.
۳ ـــ مینه عمر نه پېژني.
۴ ـــ مینه تل پاتې ده، دا موږ یو چې بې ثباته یو، مینه ژمنه ده او خلک ژمنه ماتوونکي، مینه تل د باور وړده، مګر خلک نه دي.
۵ ـــ د پیسو په وسیله کولای شو، چې جسم او حتی د نورو لږ درنښت پرې واخلو، خو مینه هېڅکله پرې نه شو اخیستلای.
۶ ـــ مینه په طبیعي مرګ نه مري، بلکې د بې تدبیرۍ له امله مري.
۷ ـــ داسې ښکاري، چې موږ د خپلو کامیابیو په پرتله له خپلو ماتو څخه ډېر ژر پند اخلو.
۸ ـــ د مینې تګلاره د ودې او پرمختګ تګلاره ده.
۹ ـــ په ناپوهۍ پسې تل پوهه راځي.
۱۰ ـــ هېڅ څیز د ماتې منلو په پرتله هغه نه شونې کوي.
۱۱ ـــ رښتینې مینه هغه ده، چې د ډېرې ګټې په نه پام کې نیولو سره، نورو ته یې د بښلو غوښتونکي واوسو.
۱۲ ـــ له خطر څخه لرې لوبې کول، یانې بایلل.
۱۳ ـــ ټول په یوه اندازه کولای شو، چې مینه وکړو او د مینې کولو وړ وګرځو.
۱۴ ـــ که د هر دلیل له مخې نړۍ ته تریو تندي ور وښایو، نباید د بل ځواب په تمه واوسو.
۱۵ ـــ که چېرې نور خپلو هیلو ته د رسېدو اسباب وګڼو، نو د هغوی مقام به مو د شیانو تر کچې را ټیټ کړی وي.
۱۶ ـــ که چېرې مینان یو، لکه څنګه چې د مینې له خوښیو څخه خوند اخلو، نو باید بدمرغۍ یې هم ومنو، ځکه چې دواړه د مینې د حقیقت برخه دي.
۱۷ ـــ د هغه چا په لټه کې واوسئ، چې له تاسو سره د ستاسو د توپیرونو او بدلونونو په سبب مینه ولري، نه په خلاف د هغو.
۱۸ ـــ ژوند زموږ ستره شتمني ده او مینه یې ستر سند او شاهد.
۱۹ ـــ د هغه څه اساس او بنسټ، چې تل پاتې ګڼل کېږي، صبر او زغم دی.
۲۰ ـــ کله وخت تر ټولو غوره خدمت، چې کولای شو د هغو له پاره یې ترسره کړو، له کومو سره چې د زړه کومې مینه لرو داده، چې تر څنګ یې ودرېږو، خاموشه واوسو، له صبر او زغم څخه کار واخلو، پوه شو او سترګې په لار پاتې شو.
۲۱ ـــ تر دې ډېر ورانوونکی څیز نه شته، چې پوه شې د هغو کسانو له خوا دوکه شوی یې، چې باور دې پرې درلوده.
۲۲ ـــ هغه مهال زاړه شوي یو، چې خپله دنننۍ خوښي مو له لاسه ورکړې وي.
۲۳ ـــ په مینه کې ماتې شتون نه لري، مګر دا چې وغواړو د خپلې ماتې ګناه په بل چا ور واچوو.
۲۴ ـــ زموږ تر ټولو ارزښتمنه شتمني، زموږ عزت دی.
۲۵ ـــ یوازې بې درملنې درد هغه دی، چې په هغه باندې په اخته کېدلو سره، په موږ کې مثبت بدلون را منځته نه شي.
۲۶ ـــ باور لرل، د مینې تر ټولو ستره او بنسټیزه ځانګړنه ده.
۲۷ ـــ تر کله چې په دې نړۍ کې درد او کړاو، یوازېتوب او لوږه شتون لري، نو موږ د هغو په وړاندې ځواب ویونکي یو.
۲۸ ـــ دا چې په کومه کچه له موږ سره مینه کوي، له دې سره تړاو لري، چې په کومه اندازه مینه ناک یو.
۲۹ ـــ که چېرې خپل وقار مو نا لیدلی وګاڼه، نور نو حق نه لرئ، چې له بې وقارۍ څخه ګیله وکړئ.
۳۰ ـــ په ندرت سره یې منو، چې خپله د خپلو بدمرغیو ځواب ویونکي یو.
۳۱ ـــ زموږ د نېکمرغۍ د سترې برخې بنسټ، زموږ د عزت په حس باندې ایښودل شوی دی.
۳۲ ـــ هماغه تر لاسه کوې، چې بښې یې او هماغه پیدا کوې، چې هیله یې لرې.
۳۳ ـــ د رښتینولۍ له مخې ستاینه کول ډېر آسانه دي او هېڅ لګښت نه لري، مګر نباید ارزښت یې کم وګڼو.
۳۴ ـــ مینه په زړو ټپونو باندې د مالګې دوړول نه، بلکې مرهم او پټۍ لګول، پورته کېدل او پرمخ تلل او دغه راز له ژوند سره پخلا کېدل دي.
۳۵ ـــ مینه له هغه چا سره هېڅ کار نه لري، چې ژر ماتې خوري او ژر نا هیلی کېږي.
۳۶ ـــ بریالي کسان هغه دي، چې د ژوند د مسایلو منونکي دي.
۳۷ ـــ رښتینې مینه ځان غوښتونکې نه ده.
۳۸ ـــ په رښتیا چې هیله د باور لرونکو کسانو له پاره د تل بهانده سیند په څېر ده.
۳۹ ـــ هغه کس چې د دنیا د غلطیو په وړاندې یې ماتې خوړلې ده، ښکاره ده، چې د هغه څه په وړاندې چې ښه او پر حقه دي، ړوند پاتې کېږي.
۴۰ ـــ د یو چا د سمې پېژندنې له پاره باید د خبرو په پرتله یې چلند ته ډېر پام وکړو.
۴۱ ـــ وخت زموږ تر ټولو ارزښتمنه شتمني ده.
۴۲ ـــ په هغه ځای کې چې مینه پیاوړی حضور ولري، اندېښنه، ناهیلي او وېره له منځه ځي.
۴۳ ـــ ځیرکي او هوښیاري تل زموږ تر ټولو غوره لارښود دي.
۴۴ ـــ د هر چا ژوند یې خپل دی، هر هغه څوک چې هڅه کوي، هغه له موږ څخه غلا کړي، باید ترې لرې شو.
۴۵ ـــ مینه یانې ژوند، که چېرې مینه له لاسه ورکړئ، نو ژوند به مو له لاسه ورکړی وي.
۴۶ ـــ په هر کار کې چې ترسره کوو یې، د مینې له پاره فرصت نغښتی دی.
۴۷ ـــ ښکلا او ښېګڼه، د بدرنګۍ او بد ګړې په وړاندې تر ټولو غوره وسله ده.
۴۸ ـــ مهمه نده، چې څه را پېښېږي، مهمه داده هغه څه چې پېښېږي، پرموږ باندې څه اغېزه کوي.
۴۹ ـــ په دې باندې پوهېدل، چې په داسې شرایطو کې یو، چې خپله نېکمرغي په خپلو لاسونو رامنځته کړو، ډېر ارزښت لري.
۵۰ ـــ مینه ژوند ته هو ویل دي.