غزل

  بازاري شوه د یار مینه بازاري شوه
ارامي وه عاشقي مې بازاري شوه

زه ماشوم وم زما مینه هم ماشومه
ملنګي وه ساده ګي وه معصومي وه

حیرانتوب زما په دې راځي جانانه
ملنګي مینه مې ولې بازازي شوه

دلبري جانان مې ووت له محبت نه
نوره نشته د یار مینه بازاري شوه
بازمحمد منګل

د هر نیم بیتۍ [کرښې] اول حرف رواخلۍ بې له اخیري کرښې زما نوم تر جوړیږي.
#بازمحمد _ منګل