مینه برید او حد نه لري

پرون مې په روغتون کې د الزهايمر ناروغۍ یو سپین ږیری ناروغ معاينه کولو، نو د خبرو اترو او پوښتنو پر محال به یې هرې لس ثانیې خپلې تېرې کړي خبرې هېرولې، خپل نوم یې هم نه و زده، خو یوه معجزه او حیرانوونکې خبره دا وه، هر ځلې به، چې یې ښځه کوټې ته راتله، ده به په لوړ غږ پرې غږ کولو: " نازولې، زما ښکلې لیلا کاتیه سلام."