
لیک: صفت ځواک
مونږ په دې خوښ یو چې سوله دې راشي،هېواد دې ودان شي خو نه پوهیږم
غم مو موسمي دی
خوشالي مو موسمي ده
جنګ مو موسمي دی
سوله مو موسمي ده
موسمي په دی معنا چې سره شمار به يې کړو او دې ته هم باید دلیل پیدا کړو چې ولی د یو ښه تحلیل له مخې د هر څه په وړاندې یو ښه دریځ نه لرو؟
په شاه شهید کې برید وشو ټولو چغې شروع کړې نړۍ خبره شوه مونږ يې په اړه یوازې غم رازي ښکاره کړه او خبره خلاصه شوه
په پکتیکا کې برید وشو ولس پکې شهید شو ټولو چغې جوړې کړې نړۍ خبره شوه مونږ یوازې غم رازي ښکاره کړه او کیسه خلاصه شوه
په ننګرهار کې برید وشو ولس پکې شهید شو ټولو چغې کړې نړۍ خبره شوه مونږ یوازې غم رازي ښکاره کړه او نوره کیسه خلاصه شوه
په کونړ کې برید وشو ولس پکې شهید شو ټولو چغې کړې نړۍ خبره شوه مونږ یوازې غم رازي ورسره وکړه او نوره کیسه خلاصه شوه
په کابل کې برید وشو سلګونه بی ګناه هېوادوال پکې شهیدان او ټپیان شول مونږ چغې جوړې کړې نړۍ خبره شوه او مونږ یوازې غم رازي ورسره ښکاره کړه کیسه خلاصه شوه
د پکتیا ځاځي اریوب سیمې د مور او پلار یو ځوی آباسین د وحشیانو لخوا وتښتول شو له تښتولو وروسته يې په ډیرې بې رحمئ شهید کړو مونږ چغې جوړې کړې او د شهید اباسین لپاره مو عدالت غوښتنه وکړه نړۍ خبره شوه مونږ یوازې غم رازي ورسره وخوده او کیسه خلاصه شوه
ولي د هر وحشت قرباني هم مونږ یو او د وحشت د ورکولو لپاره مو یوه دقیقه فکر نه دی کړی او نه مو د مخنیوي کومه لاره ورته پیدا کړې ده؟
زه دې سوال ته یو ځواب لرم
ځکه چې مونږ خپل لمړیتوبونه شاته غورځولي او وروستي کارونه مو مخکې راوړي دي مثلآ یووالی زمونږ لمړیتوب دی نینسن منډیلا وايې
یو ملت په وژلو نه ورکیږي خو په بې اتفاقئ ډیر زر له منځه ځي،نو په همدې اساس زمونږ لمړیتوب یووالی دی چې یووالی ونلرو نه به سولیز ژوند وکړو نه به مو له ګریوان د پردیو لاسونه لنډ شي،که یووالی ونکړو لرې نه ده چې ډیر ژر به د نړۍ پر مخ د پښتون افغان په نامه یو ستر قوم وجود ونلري ځکه مونږ په دې شرایطو کې په دوو دامونو کې ګیر یو چې یو اړخ ته يې ددې قوم بربنډه وژنه روانه ده او بل اړخ ته يې د دې قوم د لا بیلوالي سترې سترې پروژې په کار اچول شوي چې نتیجه يې ګورو
په څو ډلو يې ویشلي یو،تالیب يې هم پر ما راتپلی داعیش هم زه یم د جهاد ثمره دې دوي خوري خو جهادي نوم دې زما وي او ولس دې ما وژلی وي قتل هم دوي کوي او قاتل او مقتول هم زه یم
په کومو منفوري فکرونو چې مونږ له یو بل د لري والي او ټاپیزو دعوت نامې یو بل ته لیږو د خواشینۍ او بدبختۍ ځای دی چې ځان ته د پوهې،مسلکیت او سنګریت ساتوونکي وایو خو په یو بل زره باور نلرو،که ددې د مخنیوي لپاره نور لاس په کار نه شو یو جدي مشکل چې ټولنه يې لا هم لري مونږ له یو ستر ختمیدوونکي حالت سره مخ کوي لکه د کلیوالو یو متل چې وايې له کار وروسته لاسونه مروړل ګټه نه کوي
مونږ به دې ستر ناورین وروسته که هر څومره لاسونه ومروړو نو شاید ګټه ونکړي او که ګټه وکړي هم د تاوان څو زره وومه حصه به وي
له دې مخکې چې دې حالت ته ورسیږو د مخنیوي لپاره يې څه باید وکړو؟
د مخنیوي لپاره يې لمړۍ شرط هغه ټولنې چې دوه نفري او درې نفري ټولنې دي له منځه یوسو،دوهم باید د مشر تابه په ځای لمړۍ په یو ښه رهبریت فکر وکړو که رهبر د رهبریت حواص لرل او په خپل رهبریت کې رښتونی وو نو باید يې تر شا ودریږو تر څو هغه څه چې مونږ يې غواړو تر لاسه کړو او هغه څه چې نړۍ يې راته د ګوتې نیوني سیالي ترینه جوړه کړې له منځه یوسو او نړۍ او په هېواد کې دننه وګړو ته پر مخ یوه څپیړه ورکړو چې مونږ تر اوسه ویده وو خو اوس ویده قوم په ویښ قوم بدل شوی دی هغه منفوري فکرونه چې نړیوالو او ګاونډیو مونږ ته پیچکاري کړي وو مونږ له منځه وړي اوس ستاسې هغه کړې او پر مونږ د تپلو مسئلی تاسې ته یو خیالي انځور دی چې رسمیږي خو هیڅکله حقیقت ته نه رسیږي
مونږ د یووالي وږي او د سولې تږي یو له دې مرګوني حالت به انشاالله ډیر ژر ووځو او د یو هوسا پرمختللي او په ځان بسایه افغانستان شاهدان به یو
صفت ځواک