په افغانستان او سیمه کې پراخه استخباراتي   جګړه

  په افغانستان او سیمه کې پراخه استخباراتي   جګړه ۔ ایا تاسې د ۱۹۹۴مخکې د ملا محمد عمر مجاهد د نوم سره اشنا وی ؟. ایا تاسې دوه کاله وړاندې د ملا محمد اختر منصور نوم اورېدلی و؟. ایا تاسې د ۱۹۹۰ کال وړاندې د اسامه بن لادن د نوم  څخه خبر وئ ؟. ایا تاسې د ابوبکر البغدادي نوم څلور کاله مخکې اورېدلی و؟.  د وزیرستان د پښتون او د نړۍ والو دهشتګردو تر منځ  د خپلوئ کومه رشته ؟. ژبه ؟ کلتور؟جامه؟. که خبره د اسلام وی نو عربانو ته فلسطین نژدې و که خبره د کشمیر وه نو د وزیرستان څخه زیات مسلمانان د کشمیر په ګاون‌ډ کې مېشت و . او که خبره د بل ځای وی نو هم د قبایلو خپلې ‌ډېرې ستونځې دي . بیت الله او حکیم الله چا توت ته وخیژول چا ترې طالبان جوړ کړل او بیا چا ترې  دهشتګرد جوړ کړل ؟. د هر عمل  ردعمل وی . د دې څخه د دوي لپاره د شرم څخه ‌ډکه خبره بله کومه کېدی شي چې ویل به ئې چې د بیت الله مسود د وژنې وروسته به د پاکستانی طالبانوملا ماته شي . کله چې حکیم الله ووژل شو دوي وویل چې په پاکستاني طالبانو نوره ځمکه تنګه کړی شوې ده . دوي تر اوسه دا هم وائی چې که ملا فضل الله لاس ته راشی نوپه هم هغه ورځ به د اپرېشن ضرب عضب  خاتمه اعلان کړي .وزیرستان لوټې او د عزت خاوندان بې کوره همداسې نوره پښتونخواه  ۔ عزیزانو !  د منځنی ختیځ ( عراق شام ) د بربادئ  اصلی ذموار یواځې او یواځې ابومصیب الزرقاوی و خو که څوک ووائی چې  که البغدادي لېرې او ووژل شي نو څه فکر کوئ چې د سورې او د عراق په اسمان  به د سولې شنې کونترې راولوزي ؟. سوال دادی چې د بن لادن د وژل کېدو شاته القاعده ختمه شوه ؟. د ملامحمد عمر د وژل کېدو وروسته د طالبانو په جګړه ایزه پالېسۍ کې کوم کمی ولیدل شو ؟. نو که اوس ملا اختر منصور نه شته نو څه فکر کوئ چې طالبان به د نوی امیر لپاره په رسنیو کې اشتهار لګوی چې د نوی امیر ضرورت دی ؟. آیا د دې امکان شته چې افغان ځواکونه به په یوه اونۍ کې ټول هلمند بېرته ونیسي ؟.  که به د کندز په څېر بل ولایت هم سقوط کوی ؟. د پولې لمر خاته خواه ته !    آیا د ‌ډاکټر الله نظر څخه د مخه په بلوچستان کې د شاتو چینې بهېدې ؟. آیا که د بلوچستان د ازادۍ د غورزنګ مخکښ براهمداغ بلوچ د پښتنو ملېشو (فرنټیر فورس ) سر غوڅونه بنده کړي  نو څه فکر کوی چې په بلوچستان کې به د طاوس نڅاګانې شروع شي ؟. په دې استخباراتي جګړه کې چې افغانستان او سیمه کې ئې اور بل کړی دی بد قسمتی دا ده چې په هدایت کار څوک کار نه لري مګر د اداکار کار ته د هر چا سترګې دي .ستاسې په وړاندې د دې  تمثیل ‌ډېر اداکاران لاړل قسمت به ئې خراب وبولو خو د دې ځای  د ‌ډکولو لپاره لا ‌ډېر لاس په نامه ولاړ دي . مګر د دې فلم د اصلی ‌ډایریکټر نوم څوک په خوله نه اخلي  چې څوک دی او څه کوی ؟.  خو دې هدایت کار ته اوس هم دا اسانتیا  ور په برخه ده  چې که دا فلم ئې فلاپ شو نو دا بل ګنی دابل به ئې کامیاب ضرور شی . د دې هدایت کار فنانسران ( سرمایه ګزران ) هم ‌ډېر دي . یوه خبره رایاده  شوه چې تېر کال په اسلام اباد کې د اسیا زړه په کانفرانس کی هدایت کارانو د یوبل سره سرونه نژدې کړل او یو تربله غاړه وتل چې د افغانستان په شمول د لودیزې او ختیځې اسیا د تل پاتې خوشحالۍ  په باره کې ئې چې څومره غوړې او خایسته خبرې وکړې زما پوښتنه داده چې هغه خبرې څه شوې او چا په کار شروع وکړه  او په کوم ځای کې ؟.  آیا د افغانانو ( پښتنو ) د غوښې د کړائي لاندې چې کوم اور بل ساتل شوی دی ایا د دې اور د وژلو  قصد څوک لري ؟.چین او امریکا  په ختیځ سمندر کې یوبل ته غړمبیږي مګر په لودیځه پوله افغانستان کې  یو بل ته داسې احترامات وړاندې کوی چې تاسې مهربانی وکړئ تاسې لطف وکړئ  خواهش کوم مهربانی وکړئ . په دې نرمو خبرو نه ستړي کیږي .  ښه خبره ده چې دا څلوریز ګروپ په دې لړزېدلی او جنګ ځپلی  هیواد کې د سولې لپاره هلې زلې کوي . نو ولې په دې منطقه کې نور پراته هیوادونه ( ایران هند روسیه سعودی )  ترې لېرې ساتل کیږي ؟.  ځه دا ذکر شوی هیوادونه به په خپل ځای پرېږدو  اوس به راشو دې خبرې ته چې دا څلوریز  ګروپ په خپلو کې څومره یو بل ته مخلص ښکاري ؟.  آیا د دې ګروپ دا پاکستان دې ته تیار دی چې د حقانی شبکې د سر څخه د شفقت لاسونه پورته کړي ؟.  آیا د ګروپ بل اړخ  او سرخېل امریکا به دې ته تیاره شی چې پاکستان ته ووائي چې په طالبانو کې د ښه او بد توپیر څخه لاس په سر شی ؟.د ګروپ بل سرخېل چین په کال کې د ۷۵میلیاردو ‌ډالرو څخه زیات تجارت د هند سره لری د امرېکې د دې غوښتنې پاسداري به وکړي چې هند دې د افغانستان سرہ نژدې اړیکې ولري ؟. د دې په مقابل کې هند به دومره زړه ستر کړی چې د پاک چین اقتصادی راهداري دې په سانه سره مکملہ شي ؟. آیا پاکستان دې ته تیار دی چې هند دې د ایران  افغانستان سره د چاه بهار په بندرګاه کې سیاسی او اقتصادي ګټې خپل کورته یوسي ؟. آیا امریکا به خپلې بسترې نورې وتړي ؟. که دا ټول کارونه وشي نو هر څه به وشي . ګني د افغانانو په کوهی کې چې د همدوي د لاسه څومره مردار سپي پرېوتي دي که د ۴۰ څلوېښتو بوکو په ځای ترې ۴۰ زره بوکې اوباسې بیا به هم دا کوهی هم داسې ګنده  وي .  په دې کوهی کې خو د شومو ګټو مرداری پرته ده تر څو شومې ګټې وي کوهی به مردار وي .