
یوویشتمه پيړۍ ټولې نړۍ ته د بدلون او نوښتونو پيړۍ ده، ځکه د همدې پيړۍ په درشل کې انسان د تکنالوژي او پرمختګ په اړه خپل زیات فکر وکړ او داسی څه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ننداري ته یې ښکاره کړل چې نړۍ ورته ګوته په غاښ پاتی شوه.
افغانستان چې د نړۍ د جنګ او پرمختګ په وخت کې بیا هم له خپل ګریوان سره لاس جنګ پاتي وو خو بیا هم افغانستان ته د ځینو اړخونو څخه د بدلون په سترګه وکتل شول. افغانانو هم د ځينو کړنو په تر سره کول سره ګاونډ هیوادونه حتی د امریکی زبرځواک هیواد استخباراتی اداره ګوته په غاښ کړه. د سپورټ په میدان کې یې افغانستان وځلوولو په سلګونو د خوشالیو ډک زیرې او پيغامونه افغان ځوانانو له ځان سره خپل هیواد ته راوړل.
د شوروی اتحاد له وتلو را وروسته مجاهدینو د ورانولو تاریخ جوړ کړ، طالبانو په ټوله نړۍ کې د اسلام په زور پلي کولو تاریخ ته خپل یاد وسپارلو، د طالبانو له وتلو وروسته امریکی د ډیمکراسی تر چتر لاندې هر ډول مختلفی تجربی تر سره کړي، تر ټولو ستر ننګ چې افغانانو ته په یوویشتمه پيړۍ کې پريښود اداری فساد وو، په میلیونو ډالر هیواد ته د مرستي په نامه راغلل خو ټول د بهرنیانو یا هم د بهرنیانو د ملګرو تر منځ وویشل شول چې یوه ډیره کمه سلنه د هغو مرستو په هیواد کې ولګول شوه.
په هرحال په کال ۲۰۰۱ کې افغانستان ته د امریکي په مشرۍ د نړیوالې ټولنې راتګ تر سره شوه چې په افغانستان کې یې شمالی ټلواله تاوده هرکلی ته ولاړه وه او د هیواد په جنوی کې ورته یواځي حامد کرزی په سیاسی ستر لید سره را ودانګل. کرزی ډير ځیرک افغان سیاسی مشر شو هغه په ځینی برخو کې د امریکی سره ډير ټینګ موقف ونیولو، امریکایان په خپل ټول قوت او فشار ونه توانیدل چې په کرزی امنیتی تړون لاسلیک کړي. کرزی په ډيره سیاسی ځیرکتیا په هیواد کې سیاسی ګوندونه په خپل منځ کې یو پر بل بی باوره کړل، خو هیره د نه وی چې کرزی ځینو وروسته پاتي قشرونو ته زیات پرمختګ ورکړ، خو دا پرمختګ د عدالت په چوکاټ کې نه وو.
لنډه دا چې افغان اولس ۱۴ کاله د کرزی د حکومت تر واک لاندې ژوند وکړ، ځینی خوښ او ځینې ناوخوښ وو. خو بیا هم په هیواد کې جکړې لا دوام درلود په زرګونه افغان ځوانان مو ووژل شول، کرزی په لومړیو وختونو کې په افغانستان کې د امریکی د جګړي ملاتړ کولو خو په دوهم ځل پاچاهې کې یې له امریکی سره سخت مخالفتونه پیل کړل چې دا مخالفتونه هغو کسانو ته زیات معلوم وو، کوم چې له کرزی سره په ارګ کې نیژدي وو. خو بیا هم امریکی کرزی ته په سړه سینه ځواب ور کولو داسی ښکاریده چې امریکا لا خپل هدف څخه په لیری فاصله ده. د بیلګی په ډول : کرزی تل د سولی سورې وهلی هغه هر وخت طالبانو ته د ورور خطاب کولو خو کله چې طالبانو په قطر کې خپل سیاسی دفتر پرانیست، سپین بیرغ یې پور ته کړ، ځان ته یې ځانګړې د ملی سرود په نامه ترانه جوړه کړه. کرزی له امریکی څخه په قطر کې د طالبانو د دفتر د ډير ژر تر ژره بندیدو اخطار ورکړ او امریکی هم ډير ژر بند کړ. دا هر څه ځکه کیدل چې امریکی په افغانستان کې ځانګړۍ هدف درلود او ورته رسیدلی نه وو.
امریکی ته افغانستان د عراق په خلاف ډير ارزښت لری ځکه د جغرافیوي موقعیت په نظر کې نیول سره افغانستان د امریکی له اقتصادی دښمن (چین) او نظامی دښمن (روسیه) سره په ګډه پوله پورت هیواد دي خو عراق بیا داسی نه دی.
د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو تر جنجالی کیدو وروسته داسی معلومیده چې ګواکي امریکا خپل هدف ته د رسیدو په حال کې ده. د امریکي په مشری د دوهم دور دوه نوماندان د اولس د رایی خلاف د امریکی د بهرنیو چارو وزیر په پریکړه ټول قدرت سره وویشلو او د ملی وحدت په نامه حکومت یې رامنځ ته کړ، امریکی ته د همدی سیاسی قدرت د ویشلو پریکړي خوند ور کړ، په ډير تخنیکی او تکتیکی ډول یې د دواړه مشرانو ترمنځ سیاسی بی باورې ډيره کړه او لا د ډیرو په حال کې ده.
د ملی وحدت حکومت له دوه کالونو څخه ډير وخت تیریږي د ځینو محدودو لاسته راوړنو تر څنګ یې یو لړ زیاتی ستونزی راپور ته کړي، د طالبانو نظامی حرکتونه زیات شول د هیواد یو زیات شمیر سیمی د طالبانو لاس ته ولویدي، د دوامداره سرپرستی له امله اداری فساد خپل آخری سرحد ته ورسیدو، د بی کاری له امله یو شمیر زیات ځوانان له هیواد څخه ووتل، بی وزلی ورځ تر بلی مخ په زیاتیدو ده، او داسی نور..
اصلا د بحث موضوع او جالب کیدل څه دی؟ کیدی شې پور ته یاد شوی ستونزی د نړۍ په یو زیات شمیر هیوادونو کې یا وي او یا یې هم تجربه کړی وي، ولی مهمه داده چې څنګه موږ افغان اوس کولای شو له یادو ستونزو ځانونه خلاص کړو.
زما نظر دوه نقطی په ګوته کوي:
اول: د ملی وحدت حکومت مشر (ولسمشر) باید له نړیوالی ټولنی سره له یو قوی موقف څخه کورنۍ او بهرنۍ سیاست مخ پر وړاندې یوسې.
دوهم: افغانان اولس باید په داسی یو سیاسی پوتنشیل فکر او کار وکړی چې دهغی په واسطه وکولای شې یو ښه سیاسی فشار رامنځ ته کړي، تر څو هم نړیواله ټولنه او هم افغان حکومت نور احساس د مسئولیت وکړي، او یا هم همغه سیاسی پوتنشیل خپل ځان د واک تر چوکۍ ورسوي.
امریکې په پوره سیاسی لید سره د ملی وحدت د حکومت ناکامه نوسخه تجربه کړه، کورنئ سیاست یې بی باوره کړ، بهرۍ سیاست دوه دریځه شو. اوس امریکی ته افغانستان یوه مستعمره ښکاری هر څه چې غواړي پدی خاوره کې یې کولای شې او هیڅ ارزښت ورته نه ورکوي، ددی هیواد هغه ۵۰۰۰ کلن تاریخ هسی ټوکي ښکارې. د بیلګی په ټوګه:
افغانان نن تر ډوډي یې ډيره اړتیاء سولی ته ده، چې د وخت حاکم یې باید چې په هر لار وي تل پاتی عادله، دایمی سوله راولی، خو کله چې ولسمشر اشرف غنی د قطر هیواد مرکز دوحی ته سفر وکړ، د قطر له امیرانو، د ځینو روایتونو په اساس یې د طالبانو له سیاسی دفتر څخه هم لیدنه کوله خو امریکی د خپلو هدفونو د تر لاسه کولو او د افغان دولت هيڅ په نظر کې نه نیول سره یې د پاکستان په کویټه ښار کې د طالبانو مشر ملا اخترمحمد منصور د یو هوایی برید په درشل کې ووژلو چې پدی سره یې د سولی هیلی ټولی ووژلي.
اوس ضرور داده چې موږ څنګه کولای شو یو سیاسی پوتنشیل را پيدا کړو؟ او یا هم همدی ډول ته دری کاله نور هم څړۍ واړلوو.
درنښت
ذبیح الله وردګ