
نن، کله چې مې په پارک کې غلی غلی قدم وهلو، کله به مې د خیالونو یوې کوڅې ته، کله به مې بلې کوڅې ته مڼډې وهلې، نو چې مې د چنار په څانګو کې د مینانو هغه مستې نڅاګانې ولیدې، هغه سندرې تر غوږ شوې، ټول هېر او راتم شوم. د چنار لاندې په هغه څوکۍ کې مې د مینې سندرو ته ښه غوږ پراخ کړ، په دې شیبه کې مې تر څنګه یو زوړ "لاډا" موټر، چې په کې یوه زړه ښځه او زوړ سړی ناست وو تېر شو، موټر یې ورو ورو یوې څڼډې ته کړ، زوړ سړی له موټره راښکته او زړې ښځې ته یې د موټر دروازه خلاسه کړه، د لاسه نه یې راونیوه او ښځه ورو راښکته شوه، وروسته یې په موټر کې د جاز پادشاه "لویي آرمسترانگ" یوه ښکلې سندره چالانه کړه او غلې غلې نڅا یې سره په ګډه کوله؛ رېښتیا، چې مینه برید، ټک او حد نه لري.