دسيند ناوې

لنډه کيسه
ليکوال : ګل رحمان رحماني
      دسندرواوچمبواوازونه ترډېرولرې ځايونوپورې خواره ؤ هرخوا دګر وپونورڼاوه دمديرجمال دکلاپه ا نګړکې کله هم دومره رڼا ګانې اومېلمانه چانوو ليدلي له دروازې نه به چې دنوو ښځوکومه ډله له ماشومانو سره يوځاى راننوتله نودپه برنډه ناستې ښځو به سرونه راوچت کړل اوپه خپل منځ که به يې ځاى ورکړ.
     دې ډيوې همزولو نجونو اوسهيليوهره شېبه هڅه کوله چې له چمبوسره نوې سندرې ووايي هرچاپه سندروکې سيالي کوله مديرجمال چې به کله دميلمنوله کوټې دښځو دناستو خونو اوبرنډې ته راغى نوضروربه يې دخپلې مشرې لور ډيوې خواته يو نظرورکتل اوپه همزولوبه يې دافغانيو پيسې شيندلې
 ډيوه دناوې په سره جوړه کې دشهزادګۍ غوندې ښکارېده ښکلايې له سينګارسره يوپه دوه شوې وه خوله سترګويې دروانو اوښکو په رازڅوک نه پوهېدل سندرغاړونجونو به چې ډيوې ته پام شو اودهغي روانې اوښکې به يې وليدلې نوپه ټوکواوخنداګانوبه سرشوې اوسندروته به يې زورورکړ.....

                       نجلۍ ودرېږي خوشحالېږي
                           په سترګوژاړي په زړه ګوړې ماتوينه
                      شپه ده دنکريزوجينکۍ تمبل وهينه......
په همدې وخت کې به چې مديرجمال راغى نوپه خوږه لهجه به يې بياخپله خبره تکرار کړه ........
  خويندو ډيوه لورمې خوشحاله وساتئ مادکلي رواجونه مات کړل ماته دافرق نلرې چې ناوې مې دکوره وځي که راځي هرڅنګه چې وي بايد په دواړو خوشحالي وشي په خوښۍ ،ابرو،عزت اوسندروچې يوه پيغله واده شي داترټولولويه خوشحالي ده نورخلک دخپلې لورپه واده کېدو خواشيني وي خوتاسووګورئ چر زه دخوښۍ په جاموکې نه ځاېږم .
  ماته خداې داسې زوم راکړى چې دشتمنۍ يې په دې ټولوکلو اوسيموکې سيال نشته هرپلاربايد دخپلې لور دښه راتلونکې په فکرکېوو اوسي .
زه بياهم وايم چې زما پرېکړه په ځاي ده ښځې خوناقص العقله وي دښه اوبد ترمنځ فرق نشي کولاي .
   دجانداد خياط دزوى لپاره نورې نجونې کمې ندي هرڅوک بايدد خپلې بړستنې سره سم پښې وغځوي اوخپل سيالان دې وګوري اخرماخوټوله دنيا.......
       خبرې به يې بيادچمبواوسندروپه شورکې ورکې شوې په وازه خوله به دنوروميلمنوخواته ورغى، دنارينوو په حجره کې هم دکلوځوانانو ډول ډول خبرې کولې چابه دجانداد دزوى سلام چې خلکوسلامک باله ستاينه کوله دهغې اود ډيوې دپټې مينې کېسې به يې تر ژبو لاندې کولې ځنې بيادملک نظرمحمد دزوى داود خان چې اوس دمديرجمال زوم کېدود شتمنۍ اوجايداد په صفتونومصروف ؤ.
  دکېسواوسندرومحفلونه له نيمې شپې وروسته ورو ورو غلي کېده په ټول انګړکې دلمدو نکريزو ښکلى بوى خور وو اوهرڅوک دخوب ټاليو زنګول .
    شپه شوه اوپه کورکې درنه چوپتيا خوره شوه ډيوې داوښکوډکې سترګي وغړولې ترڅنګ يې څوهمزولې په خواږه خوب ودې وې. دنکريزواوعطرونوښکلي بويونو دکوټې فضا نيولي وه .ډيوې سترګې وموښلې په ځاى کې کښناسته اوخپل جوړکړى پلان يې په زهن کې راوست ......
    ېوه شيبه يې سرپه زنګون کېښود دسلام غمجنه څېره يې په زهن کې وګرځيده زړه يې درد وکړاودځايه پاسېده په بيړه يې له المارۍ څخه زړې جامې راواخستې له ويښتو،تندي ،لاس اوپښويې دسينګار ټول څيزونه لرې کړل زړې جامې يې واغوستې اوپه اهسته اهسته قدمونويې دردروازې په لورحرکت پيل کړله يوه تياره دهلېزترتېرېدو وروسته انګړته ورسېده په انګړکې تياره اوچوپتيا خوره وه پاس اسمان ته يې يې وکتل ستورو سترګکونه وهل لکه دخپل قسمت ستورى يې چې نه وي ليدلى بېرته روانه شوه تګ ته يې دانګړپه ونواودبوټوپه خواکې دوام ورکړ.
  له وړاندې حجرې نه هم دنارينووغږونه نه راتلل اونه هم څوک ښکارېدل يواځې څوکسان دغوښوددېګونوترڅنګ نغري ته ناست ؤاوپه خپلومنځونوکې يې غلې غلې خبرې کولې .......
   ډيوې په لړزانده لاسونودکلادروازې ته زور ورکړخووازه نشوه اويوډول اوازترېنه پورته شوپه بيړه دکلا له ديواله سره وړاندې ولاړ داوبودلښتي هغه سوري ته ورسېد چې د انګړونوته دويالې له لښتي نه راغلى ؤپه خاپوړوله سوري څخه ووته نيم ساعت نه وو تېرشوى چې په تياره کې له کروندو تېره شوه ،دسيند په غاړه ترونه لاندې ولاړه وه اويوې نوې پرېکړې له هغه نه هرډول وېره لرې کړه زړه يې له ترخوسلګيوډک ؤ
     ورخطاړوه لکه چې څوک يې څاري دپلاردکلاخواته يې وکتل خوپه تياروکې هېڅ څيزنه ښکارېده .
هرې خواته يې دسلامک څېره ترسترګوسترګو کېده هغه کله هم په خپل سرداسې له کوره نه وه وتلې .
  دسيند دمستوڅپوشوربه يې په زړه کې وېره لا هم زياته کړه اسمان ته يې وکتل لکه لېونۍ له ځانه سره په خبروشوه .....
زه دهمدې سيند دڅپونوسره ځم .....پلاره تاويل چې زه ستاهرارمان پوره کوم خوته دروغجن شوې زه بياهم ستا په لمن خداى مه کړه کوم تورداغ نه لګوم دتېښتې هڅه نه کوم ځم دسيند په څپوکې له ژونده پناه اخلم
شونډې يې يوې شېبې پورې خوځکېدلې خوناڅاپه دسيند په څپوکې يوبل شورهم زيات شو دژوند ډيوه دسيند په  ياغي څپوکې ګل شوه .
٢٠\\٩\\١٣٨٧
پال
ستادکلي په کوڅه کې
هغه ستړې بنګړيواله په مخ راغله
ويل يې راشه !
جې دپال وګورم ځوانه
ماويل نشته په ورغوي کې مې کرښې
دټوپک موټي له ځانه سره وړې
١٣٨٧-٥-٧
ننګرهارپوهنتون