د سولې د بهیر غټه بریا

 
د روان سیاسي بهیر د  سولې د راوستلو لپاره د حزب اسلامي د ګلبدین حکمتیار له مخالفې ډلې سره تړون لیک ته رسېدل یوه لویه سیاسي بریا بللی شو.
د هغو اټکلونو له مخې چې افغانانو او نړیوالو د (۲۰۱۲او۲۰۱۳) میلادي کلونو کې کړي وو، چې افغانستان به په راتلونکو کلونو کې له سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو بحرانونو سره مخ وي او د دې امکان شته چې د افغانستان اکثریت ولایتونه سقوطوکړي او په سیمه کې به یو بل سیاسي او ټولنیز ناانډول حالت ته لار پرانیستل شي، له بده مرغه نن ګورو چې هغه اټکلونه ریښتیني ښکاري، د ملي وحدت د حکومت له راتګ سره د افغانستان سیاسي او اقتصادي حالت نور هم پسې خراب شوی دی، نن چې د افغانستان اقتصادي حالت څومره خراب دی ښایي وضعیت یې د جمهور رييسکرزي په حکومتولۍ کې دومره خراب نه وو، په لکونو لوستي ځوانان د ډوډۍ لاسته راوړلو په لټه د اروپا پر لور و تښتېدل،په اوسني وخت کې هم ډېر دولتي بستونه خالي دي خو بل لور ته د ملي وحدت حکومت په دې ونه توانېده چې په یو مناسب اداري چوکاټ کې نوي كدرونه دولتي ادارو ته جذب کړي، تر څو ولسي خدمات په سمه توګه خلکو ته ورسېږي او په دولت د ولس باور زیات شي خو له بده مرغه دا کړنه ترسره نه شوه.
بله ستره ستونزه ناامني ده، تر اوسه پورې د دولت نظامي ځواکونو په نظامي ډول په جنوب شرق او شمالي ولایتونو کې په بریالۍ توګه نظامي کړنې نه دي ترسره کړې دولتي تلفات نسبتآ زیات شوي دي، چې نړیوالې څېړنیزې مطبوعاتي ادارې یې هم تصدیق کوي، لا تر اوسه د کورنۍ ناامني له کبله خلک مجبور دي لویو ښارونو او بهرنیو هیوادونو ته کډن شي اوس هم په دولتي تصامیمو کې د کورنۍ جګړې ستر جنایتکاران واک لري.
د وطن د دفاع په پار مو لومړیو قطارونو کې مدافع سربازان هغه تسلیحات نه لري کوم چې لازم دي.
بل لور ته د څلور اړخیز ګروپ لخوا له طالبانو سره د سولې پروسې لړۍ هم تر اوسه پورې کومه نتیجه نده ورکړې او همدارنګه له پاکستان سره د ښه ګاونډيتوب تګ لاره هم له ناکامۍ سره مخ ده.
په دولت کې  شته ځينې  کړۍ  د سولې په اړه هغه نظر نه لري، کوم چې د ریس جمهور غني او بهرنۍ پالیسي ځینې پالیسي جوړونکي يې لري دا هغه تضاد دى، چې د ملي وحدت حکومت یې په پرلپسیې توګه له بې باوري او تنقید سره مخ کړی دی.
 خو له نيكه مرغه په دې وروستيو كې  د سولې بهير  یو ستره  پیمانه افغانان له یوې سترې هیلې سره مخ کړي، هغه د اوسني حکومت او ګلبدین حکمتیار ډلې یانې حزب اسلامي تر منځ د سولې تړون لیک ته رسېدل دي، په ټوله کې دا یوه ستره  سیاسي بریا ده، خو دا هر څه باید ډېر واضح او شفاف وي، د ملت د ګټو خوندیتوب نظر کې ونیول شي او د حکومت لپاره به یې ستر لاسته راوړنه د خلکو باور رامنځته کول په موجوده حکومت وي، د ګلبدین په راتګ سره به د پاکستان موخې نورې هم دولت او ملت ته روښانه شي، ځكه چې حکمتیار له پاکستان سره د ګاونډیتوب ښه تجربه لري او دپاکستان په سیاستونو په لوړه کچه پوهېږي، د ګلبدین په راتګ به د جګړې مشروعیت پای و مومي او د نورو جګړه مارو ډلو ټپلو راتګ ته به زمینه برابره شي.