۲۰۱۶ کال کې نړۍ پر کوم لو‌ر؟


زاړه هير کړئ، نويو ته غاړه ور کړئ! دا به تل د نوی کال حوصله و‌رکونکی پيغام وو.
خو روان کال د واکمنې طبقې په بنډارونو کې د خوښۍ کومې نښې نښانې نه ليدل کيږي، او همدارنگه د پانګوالو ورځپاڼو په ليکنو کې هم پرته له مايوسۍ کومه بله مانا نه څرگنديږي.
په ۲۸ د ډسمبر فنانشل ټايمز د ګيډون راکمين يو مضمون خپور کړی، چې سر خط يې په دې ډول ورته ټاکلی :- برباده، ځپل شوې او توپاني نړۍ د تباهۍ پر پاڼ........
۲۰۱۵ کال د سترو ځواكونو لپاره د پرېشانۍ او مايوسۍ څخه ډک كال و، له بېجنګ نه تر واشنګټن، له برلين نه تر برازيل او مسکو پورې حکومت، ميډيا او خلک له کړاونو سره لاس او ګريوان و.
روانه نړيواله سياسي بې ثباتي غيرې معمولي حالت دی، په تيرو ۳۰ کالونو کې لږ تر لږه د نړۍ په کچه داسې سياسي ځواکونه پاتې شوي چې ډاډګيران او زړه ور وو.
د۸۰ يمې لسيزې په پای کې جاپان يو له ښه اقتصادي پرمختګ سره مخ و او ټوله نړۍ کې يې نوي توکي اخيستل.
په ۹۰ يمه لسيزه کې امريکې د سړې جګړې د ګټې په نتيجه کې د طاقت په نشه کې ورکه وه. بل لوري ته امريکا د يو ښه اقتصاد په درلودلو سره هم د سياسي ثبات ښکار وه.
د۲۰۰۰ کال په پيل کې اروپايي اتحاديه هم د خوښۍ سره مخ وه چې په پيله کې يې يوه واحده کرنسۍ رامنځ ته کړه او د اروپايي اتحادې د غړيو په شمير کې هم زياتوالی را منځته شو. او همدارنګه د تيرو لسيزو په ډېرو پړاونو کې چين هم يو ډول له سياسي او اقتصادي ثبات سره مخ و.
خو په اوسني وخت کې ټول ستر سياسي لوبغاړي له تذبذ سره مخ دي،حتی ټول ستر سياسي ځواکونه له وېرې سره مخ دي. په روان کال کې يوازې هند له دغو پېښو څخه مستثنی دی. ځکه چې د نريندرا مودي د اصلاحاتي ايجنډا ته ځينې کاروباري قشرونه ډاډ من دي.
خو بل لوري ته په جاپان کې حالت د ډاډ وړ نه ښکاري.
د منځني ختيځ سياسي توپان:-
د نوي کال پيل د يوې توپاني پېښې په پايله کې را ښکاره شو، کله چې يو شعيه عالم شيخ نمرالنمر ته د سعودي د شاهي کورنۍ له لوري د پانسۍ سزا ورکړل شوه. دغه عالم په کال ۲۰۱۲ کې د سعودي حکومت له لوري ونيول شو ځکه چې په کال ۲۰۱۱ کې يې د عرب پسرلی (Arab spring ) انقلاب په پايله کې يې مسلسل د سعودي د شاهي کورنۍ پر ضد يې تقريرونه کړي وو. دغه شعيه عالم ته د پانسۍ ورکولو په پايله کې د ايران او سعودي اړيکې وشلېدي او په سيمه کې سعودي عرب نور هم د سياسي يوازېتوب ښکار شو.
په دغې پېښې امريکا هم خپل دريځ په ډير کمزوري حالت کې را ښکاره کړ امريکې خپل غلام سعودي ته وويل، بايد په منځني ختيځ کې سياسي کړکيچ د خبرو له لارې حل شي خو سعودي ‌د خپل بادر خبره ونه منله.
د منځني ختيځ سياسي بهران په مستقيم ډول په عراق باندې د امريکې له يرغل سره تړاو لري چې په پايله کې يې مذهبي بنسټ پالنه او سياسي بې ثباتي نوره هم زياته شوه.
په عراق کې د امريکې تنخوادار پوځ له سختې ماتې سره مخ دی خو د داعش پر ضد چې کوم عمليات کاميابه دي هغه هم د کردانو او شعيه مليشو ډلو له کبله دي.
شعيه مليشې او د داعش پر ضد جنګيدونکې ډلې د ايران له لوري حمايه کيږي. بل لوري ته په سوريه کې د بشار السد ځواکونه د روسيې په مرسته د داعش پر ضد عمليات کې کامياب ښکاري.
له روس او ايران سره د امريکې سياسي جوړجاړی دا په ګوته کوي چې په سيمه کې د امريکې سياسي تګلاره د ناکامۍ سره مخ ده.
تش په نوم اصلاح پسند مارکسيستي ليکوال هوبسبام د يوېيشتمې پيړۍ په اړه يوه مفکوره وړاندې کړه چې وروسته بيا کاووتسکي نوره هم پسې روښانه کړه هغه ‌دا چې د نړيوالتوب (globalization ) په پير کې به قومي پولې له منځه ځي او جنګونه به د ماضي کيسې پاتې شي خو موږ وينو په يوييشتمه پيړۍ کې جنګونه او تشدد له نوي شکلونو سره په دوامداره توګه را ښکاره کيږي منځنی ختيځ ددغو جنګونو يوازې يوه بېلګه ده.د منځني ختيځ دغه سياسي بهران انساني ژوند يو له ډير ستر ګواښ سره مخ کړی نړۍ د مهاجرينو له يوې لوې تراژيدۍ سره مخ دی.
له سوريې څخه د هجرت کوونکو شمير د دويمې نړيوالې جګړې څخه زيات دی بل لوري ته اروپايي هيوادونو خپلې پولې ددغو جنګځپلو پر مخ تړلې دي په داسې حال کې چې دغه ستر غربي سياسي استعماري ځواکونه ددغو جګړو غټ عاملين دي.
لورليد
۲۰۰۱۶ کال به د سياسي او اقتصادي بې ثباتۍ کال وي، په دغه کال کې په هيڅ ډول د سياسي او اقتصادي ثبات امکان نه شته،عمومي سياسي زوال به حاوي وي. د غټو غټو سياسي پېښو امکان شته، مايوسي او فاشيستي افکار به په منځني ختيځ کې په خصوصي ډول او په نړۍ کې به په عمومي ډول حاکم وي.
خو بل لوري ته دا امکان هم شته چې خواري کښان به د مبارزې يو نوي پړاو ته داخل شي
سياسي شعور به د پېښو په پايله کې په تدريجي او د ټوپ په شکل کې وده وکوي.