د اقتصادي کچې د ټيټ والي ستر ګواښ 

  پرمختګ کوونکي هيوادونه له نوي حقيقت، د اقتصادي کچې د ټيټ والي له ګواښ سره مخامخ دي د فائنينشل ټايمز د يو راپور له مخې پرمختګ کوونکي هيوادونه د اقتصا‌دي کچې د ټيت والي (GDP) له نوي ګواښ سره مخامخ دي    په پاريس کې د يوې غونډې په ترڅ کې د نړيوال څارګر صندوق، مشرې کرسټائن لاګارډې زياته کړې "اوس نو وخت رارسيدلى چې پرمختګ کوونکي هيوادونه بايد د غټو بدلونونو لپاره ځان تيار وساتي" هغې زياته کړه"چې محوري (cyclical ) او جوړښتي (  structural ) قوتونو د رواياتي اقتصادي  ودې ګراف ته نوي ګواښونه زيږولي دي،چې په نتيجه کې يې پرمختګ کوونکو هيوادونو کې د اقتصادي پرمختګ د ودې کچه مخ پر ټيټيدو ده"   تېره اوونۍ نړيوال بانک هم اخطار ورکړی وو، چې په پرمختګ کوونکو هېوادونو کې به د پرمختگ کچه په ٢٠١٦ کال کې به تر ټولو ټيټه کچه وي.   په نړيواله کچه په اقتصاد کې د ټيټ پرمختګ ګراف اثر به په پرمختلليو هيوادونو هم کيږي.   د چين سُست اقتصادي ګراف هم په نړيواله کچه د پانګوالو ترمنځ د اندېښنې سوب شوی. دا په داسې حال کې ده، چې هغه ټول پلانونه او تګلارې چې ددغه مرض د درملنې په باب جوړې شوې،هيڅ ګټې او نتيجه يې تر اوسه پورې نه ده ورکړې.   کرسټائن لاګارډې زياته کړه "چې د روان اقتصادي کړکيچ نه د راوتلو په خاطر بايد هيوادونو او تګ لاره جوړونکي پوهان د نورو اقتصادي او کاروباري ازاديو اعلان وکړي او دولتي څار او مداخله دې نوره هم کمه شي تر څو اقتصادي وده زياته شي"   کرسټائن لاګارډې چې کوم حل وړاندي کوي، دغه حل تر اوسه پورې  د ۲۰۰۸ كال را په دېخوا کومه نتيجه نه ده ورکړې.   خو بل پلو ته مارکسسټ اقتصاد پوهان ‌دا باور لري چې روان پانگوال بحران کوم عادي بحران نه دی بلکې نامياتي ( organic) بحران دی، کوم چې د پانګوال زوال تر ټولو ژور او غټ بحران دى.  دغه اقتصادي کړکيچ په روان چوکاټ کې هيڅ درمل نه لري، بلکې د ورځ په تيريدو به پانګوال سياست او اقتصاد نوې وحشي او له بربريت څخه ډک شکلونه را ښکاره کړي.   مذهبي بنسټ پالنه د دغه وحشي اقتصاد او سياست هغه ناولې څېره ده،چې د پانګوال سياست په غېږه کې يې روزنه شوې ده.