
ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل
۱ـــ ژوند د عقل او مینې ترمنځ له مبارزې پرته بل څه نه دي.
۲ـــ د پرمختګ راز په پیل کولو کې دی او د پیل کولو راز په دې کې دی، چې خپلې سختې او پېچلې دندې په کوچنیو دندو چې د مدیریت وړ وي، ووېشئ او وروسته له لومړۍ څخه یې پیل کړئ.
۳ـــ د غوره فکر له پاره په تمه مه پاتې کېږئ، غوره فکر ترسره کړئ، تر ټولو غوره به ورپسې راشي.
۴ـــ ژوند به ډېر خوشاله وو، که چېرې په اتیا کلنۍ کې دې نړۍ ته راغلي وای او ورو ورو اتلس کلنۍ ته رسېدلی.
۵ـــ مشران کوچینو او بې ارزښته کارونو ته ډېر ژر رسیدګي کوي.
۶ـــ ښایي یو درواغ نړۍ وڅرخوي او بېرته یې خپل لومړني ځای ته ور وګرځي، مګر په همدې موده کې یو حقیقت شتون لري، چې د خپلو بوټونو مزي تړي، ترڅو حرکت وکړي.
۷ـــ ستونزه دا نه ده، چې د احمقانو شمېر زیات دی، مګر ستونزه یې په نا مناسب وېش کې ده.
۸ـــ مینه شنې چشمې دي، چې په وسیله یې انسان واښه د شفتلې غوندې ویني.
۹ـــ چاپړوسان یوازې د دوست په څېر دي، لکه څنګه چې لېوان له سپیانو سره ورته والی لري.
۱۰ـــ څوک چې ونشي کولای ځان مهار کړي، پرته له شکه، د نورو په مهار کولو کې به هم پاتې راځي.
۱۱ـــ شل کاله وروسته د هغو کارونو له امله، چې ترسره کړي دې نه دي، ډېر افسوس کوې، د هغو په پرتله، چې ترسره کړي دې دي، نو په دې اساس د تسلیمېدو روحیه یوه اړخ ته پرېږده، د امنیت له څنډې را بهر شه، لټون وکړه، وګرځه، هیله وکړه، او پیدا یې کړه.
۱۲ـــ انسان د مینې د ترلاسه کولو له پاره، په ډېرو کارونو لاس پورې کوي؛ مګر د نورو د کینې د را پارولو له پاره هر کار یې چې په توان پوره وي، نو ترسره کوي یې.
۱۳ـــ هڅه مه کوه، چې یوه خوګ ته سندرې ویل ورزده کړې، نه یوازې خپل وخت بېځایه تېروې، بلکې د خوګ د ځور لامل هم کېږې.
۱۴ـــ مهرباني هغه ژبه ده، چې کاڼه کولای شي وایې وري او ړانده کولای شي، چې وې ویني.
۱۵ـــ مور مې زما له پاره ډېرې سختۍ ګاللي دي، مګر فکر کووم، چې له دې ټولو سختیو څخه یې په ژوند کې خوند اخیستی دی.
۱۶ـــ د تعجب وړ خبره نه ده، چې رښتیا نسبت درواغو ته ډېر بېوزله او غریب دي، ځکه چې درواغ احساسات را پاروي.
۱۷ـــ غوره ده، چې خپله خوله وتړې او احمق ښکاره شي، تر دې چې خلاصه یې کړې او ټول پوه شي، چې په رښتیا احمق یې.
۱۸ـــ له احمقانو سره هېڅکله بحث مه کوئ، هغوی لومړی تاسو خپلې سطحې ته راټیټوي، بیا د خپل ژوند د یو عمر تجربې پرمټ تاسو ته په هغې سطحه کې ماتې درکوي.
۱۹ـــ د پرمختګ راز پیلول دي.
۲۰ـــ د نړۍ تر ټولو سخته کار له هغه چا سره بحث کول دي، چې له ځان سره یې ژمنه کړې ده، چې ونه پوهېږي.
۲۱ـــ له درواغجن څخه پوښتنه مه کوه، ځکه چې درواغجن به هرو مرو د یوه درواغ ځواب په بل درواغ درکړي.
۲۲ـــ د ستونزو د رامنځته کېدو لامل د افرادو ناپوهي نه، بلکې په ډېر څه پوهېدل یې دي، چې حقیقت نه لري.
۲۳ـــ په هغه ځای کې چې آزادي نه شته، که چېرې رایه ورکولو څه بدلولای شوای، نو هېڅکله به یې اجازه نه وه ورکړې، چې رایه مو ورکړې وای.
۲۴ـــ په نړۍ کې تر ټولو خطرناک ځای د خوب تخت دی.
۲۵ـــ هېڅکله اجازه مه ورکوئ، چې څوک ستاسو له پاره لومړیتوب ولري، په داسې حال کې چې تاسو د هغه له پاره یوازې یوه ټاکنه واوسئ.
۲۶ـــ ستاسو په ژوند کې دوه ډېرې مهمې ورځې شتون لري، هغه ورځ چې نړۍ ته راځئ او هغه ورځ چې د ولې ؟ د موندلو په لټه کې یاستئ.
۲۷ـــ تاسو نه شئ کولای، چې په خپلو سترګو باور وکړئ، کله چې فکر مو متمرکز نه وي.
۲۸ـــ سمه ده، چې په دې ځای کې یوه ښه خوړنځي ( هوټل ) شتون درلوده، مګر دا چې څه نه ثابتوي، نو یو وخت زه هم ښه هلک وم.
۲۹ـــ هر انسان باید خپله په یوازې ډول هوډ وکړي، چې څه سم دي او څه ناسم.
۳۰ـــ که چېرې تل رښتیا ووایې، نو اړتیا نه لرې، چې څه دې حافظې ته وسپارې.
۳۱ـــ راځئ، چې د احمقانو له شتون څخه منندوی واوسو، که چېرې هغوی نه وای، نو نور کوم ځای ته نه شو رسېدلای.
۳۲ـــ هرکله دې چې ولیدل، له ډېرو سره یې، نو دا هغه وخت دی، چې باید صبر او فکر وکړې.
۳۳ـــ د خپل ځان له پاره تر ټولو غوره هڅونه، د نورو هڅول دي.
۳۴ـــ زه نه د پوستکي له رنګ، نه قوم او نه هم ملت سره تعصب لرم، یوازینی څیز چې ورته ډېر ارزښت ورکوم، هغه دا دی، چې څوک انسان دی او که نه، له دې پورته نه شم اوسېدلی.
۳۵ـــ د خلکو دوکه کول ډېر آسانه دي، په دې باندې د هغوی له پوهولو څخه، چې دوکه یې خوړلې ده.
۳۶ـــ د هر چا آسمان د هغه د زړه د رڼا او تیارې په کچه دی، رڼا او تیاره.
۳۷ـــ د هر چا له پاره تر ټولو رښتینی، تر ټولو بې تمې، تر ټولو ګټور او تر ټولو تل پاتې ملګری کتاب دی.
۳۸ـــ موږ په خپل ژوند کې د ډېرو ستونزو او سختیو له پاره اندېښمن یو، چې له هغو څخه ډېری یې هېڅکله نه را منځته کېږي.
۳۹ـــ الماس د ځمکې له تل څخه پرته په بل ځای کې نه شو موندلای او حقیقتونه له ژور فکر څخه پرته نه شو پیدا کولای.
۴۰ـــ څوک چې ښه کتاب نه لولي، په هغه چا باندې هېڅ غوره والی نه لري، چې کتاب نه لولي.
۴۱ـــ کتاب لوستل مهم نه دي، بلکې ښه کتاب لوستل مهم دي.
۴۲ـــ له مینې څخه کرکه لرم، ځکه چې یو ځل مین شوم او خپله مور مې هېره کړه.
۴۳ـــ واده دوه کسیز تړون دی، چې په ټوله نړۍ کې اعتبار لري.
۴۴ـــ کله چې خپله موخه له لاسه ورکوو، نو اړ یو چې خپله هڅه څو برابره کړو.
۴۵ـــ په دې ژوند کې چې ټول اړین څیزونه لرئ، ناخبري او پر ځان باندې اعتماد دی او بریا حتمي ده.
۴۶ـــ کاشکې هېڅکله مې د وېرې حس نه وای تجربه کړی او نه مې وای موندلی، ځکه چې دا حس مې شېبې را خرابوي او خوښۍ مې له منځه وړي.
۴۷ـــ موږ په دې ځمکه کې له درې څیزونو څخه برخمن یو : ویښ وجدان، د بیان آزادي او اړین احتیاط، د دې له پاره چې له دوه لومړیو څخه یې هېڅکله ګټه وانخلو.
۴۸ـــ لومړی حقایق پیدا کړه، بیا چې هر ډول دې زړه وغواړي تحریفولای یې شې.
۴۹ـــ کله چې شکمن یې، نو حقیقت ووایه.
۵۰ـــ له مرګ څخه وېرېدل، له ژوند څخه د وېرېدلو په مانا دی، هغه انسان چې په سم ډول ژوند کوي، نو هره شېبه مړینې ته چمتو دی.