
ژباړن: حسیب الرحمن نورمل
په هالیند کې یوې محکمې یو سړی د یوې وچې ډوډۍ د غلا په تور احضار کړ. سړي هم د قاضي پر وړاندې پرخپل جرم اعتراف وکړ:
ډېر وږی وم، د خوړلو لپاره مې څه نه لرل، نېږدې و چې مړ شم.
قاضي فیصله وکړه چې سړی باید لس ډالره جریمه شي.
قاضي سړي ته مخ ورواړاوه او ورته و یې ویل:
ته د جریمې د ورکړې وس نه لرې، نو زه غواړم ستا جریمه ورکړم. قاضي جیب ته لاس کړ لس ډالر یې را وایستل او د میز پرسر یې کېښودل.
قاضي له څوکۍ جګ شو په محکمه کې ناستو کسانو ته یې وویل:
تاسو هم لس لس ډالره جریمه یاست؛ ځکه تاسو په داسې ښار کې ژوند کوئ چې خلک د لوږې له امله غلا کوي.
په محکمه ناستو کسان یو بل ته وکتل جیبونو ته یې لاس کړ لس لس ډالره ټولو ورکړل.
قاضي خپل لس ډالره د سړي جریمه دولت ته ورکړه. په محکمه د ناستو کسانو جریمه یې سپین ږیري ته ورکړه.
(په هغه ټولنه کې چې بېوزله ژوند کوي د هغې ټولنې شتمن مجرمین دي)