سوله نه غواړئ ؟

 
نويده خوشبو
د ملي یووالي حکومت د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال محمد خان د حکومت او ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د هوکړې د مسودې له لاسلیک څخه خبر وکړ.
محمد خان په یوې خبرې ناسته کې وویل چې دغه مسوده د سولې د عالي شورا د غړو د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي د پلاوي لخوا د سولې د عالي شورا د رئیس سید احمد ګیلاني په کور کې لاسلیک شوه.
دامسوده په ۳فصلونو،۲۶مادو کې چمتو شوې ده، د ګلبدين حکمتيار لخوا د دې مسودې له لاسليک وروسته به د سولې په برخه کې يو مهم او اغيزمن ګام پورته شي.
ويل کيږي چې د سولې هوکړه لیک کې حزب اسلامي د هېڅ ډول امتیاز غوښتنه نه ده کړېهمدارنګه، په دغه هوکړه لیک کې د حزب اسلامي مهمې غوښتنې،د  ملګرو ملتونو سازمان له تور نوملړ څخه د حزب اسلامي د غړو د نومونو لیرې کول،د سیاسي بندیانو خوشي کول او د کډوالو راستنېدل دي.
د بحث وړ ده، چې د  سولې  په  برخه  کې د پام وړ دغه پرمختګ ته په کمه کتل کيږياو پروړاندې يې د اسانتيا پر ځاى خنډونه واقع کيږي!
له يوې خوا د سولې تږي او ارمانجن يو،لهبلې خوا د سولې په هڅو شکمن يو. وړاندې له دې چې  له اسلامي حزب سره  د سولې    خبرې  پېل شي او دواړه لوري لومړنۍ هوکړېته ورسيږي؛ له هر کليو څخه بدبېنۍ ډېرېوې  !!!
تېرې لاسته راوړنې به څنګه شي؟
د مېرمنو حقونه به خوندي وي؟
کوم وزارت،کومه څوکۍ غواړي؟
رسنۍ به څنګه شي، ديموکراسي به څنګه شي؟
او ډېرې نورې پوښتنې او بحثونهخو دا ډېر لږ وويل شول چې: دې ستر پرمختګ سره  به سوله او ثبات راشي،او د دویپه راتګ  سره   به  نورې مخالفې ډلې هم سولې ته وهڅيږي؟  او…
دسولې راتګ په هره بيه چې وي؛له وېنې توېدنې،چاودنې او وژنې څخه  به يې ګښت ډېر کم وي !حکومتي چارواکي سره همغږي نه دي:څوک روانې هڅې ستايي او خوشبينهدي،خو ډېر نور يې غندي او مخالفت کوي. سياستوال،ليکوال او رسنۍ هم بېلې ويناوېاو  نظرونه لريخو که له ټولو څخه وپوښتې چې سولهغواړئ ؟ نو په  يوه خوله به وايي : هو!!!
ګټه په تاوان ده؛ هرې پايلې ته رسېدل څرنګوالى،زيار او تېرېدنې غواړي،معلومه ده چې د هېواد دننه او بهر ډېرې داسې کړۍشته چې  په نا امنيو کې خپله ګټه ويني؛ نوپه  دې  حساس وخت کې ټول مسول يو ،او لهدې  بهير څخه بايد ملاتړ وکړودهرې جګړۍ پاى سوله ده،مرورې ډلې د هېواد بچيدي،د نړۍ په هيڅ قانون کې مجرم او مرور له وطنه نه  باسي.
که سوله غواړئ قرباني ورکړئ !!!