
وحيده نوري
د پښتانه کره چې لور وزيږي، اول يې ټول په مبارکۍ او يا يو بل ته په ويلو شرميږي، په ډيرو کړاوونو او ستونزو کې را لويه شي، خو چې دا پيغله شي نو ټوله کورنۍ ورته په دې سوچ کې وي، چې په څو به يې پلوري او څنګه به ورته خاوند پيداکوي. خو کله هم دې ته فکر نه کوي، چې چاته به يې ورکوي؟ کله به يې ورکوي؟ څنګه به يې ودوي؟
پښتنې پيغلې په کور د خرڅلاو او طبقاتي ژوند تر څنګ له يو بل تبعيض سره هم مخ دي، هغه دا دی چې کورنۍ زوی ته د واده په خاطر دوه سوه ورونه ټکوي، تر ټولو ښه نجيلۍ ورته غواړي خو لور ته د کور معيار يوازې او يوازې پيسې وي يانې هغه ته چې پښتون لور ورکوي باید پیسه دار وي.
پښتانه داسې فکر کوي، چې د دوی لور ته تر ژونده مړه خيټه مهمه ده او همدا لامل دی چې موږ یوازې او يوازې خيټې ته قرباني ورکوو، خو په اصل کې د ژوند فلسفه يوازې خيټه نه ده، ځکه له موږ څخه همدې غلطې فلسفي د ژوند خوندونه اخيستي دي او همداسې دا چې پښتانه کلونه کلونه په پردیو ملکونو کې ورک وي. په کلي کې ورته لږ ګټه وټه او يا د پولې او پټي کار خوند نه ورکوي. ځکه ده ته ټولنې د يو مثبت فکر پر ځای منفي فکر ورکړی دی او دی د همدې منفي فکر له امله د شرین عمر په بیه قرباني ورکوي. دا قرباني پښتون ځکه ورکوي، چې دوی اصلي خوشالي پريښي او د مصنوعي خوشالۍ په لټه کې دي.
بله ستره ستونزه چې نن سبا پښتانه ترې سخت رنځ وړي هغه دا ده، چې هر پښتون لوستې ميرمنې غواړي، خو همدا د لوستې ميرمنې وږي ځوان ته په کور کې خپلې خويندې،وريرې او د تره لوڼې همداسې ناستې وي، نه پرې دی درس وايې، نه يې کورنۍ، ان تر دې چې ډيری وروڼه خو د خپلو خویندو د درس او پرمختګ مخنیوی هم کوي، ځکه وروڼه يې چې په ښاراو بازار کې ګرځي نو داسې فکر کوي چې په دې ښار کې روانې ټولې نجونې به بې لارې او يا .... وي.
همدې د لوستې ميرمنې مينې او لېوالتيا نن سبا پښتانه له يو داسې ناورین سره مخ کړي دي، چې شونې ده راتلونکې پايلې يې ډيرې خطرناکې وي، ځکه پښتانه ځوانان چې ډيری کابل يا نورو لويو ښارونو ته را کډه شوي دي او ميرمنې يې کلیوالې او نالوستې دي په ښار کې تر لږ ګرځيدا راګرځيدا وروسته يې زړه لوستې ميرمنې ته کيږي نو کوښښ کوي ځان ته لوستې ميرمن پیدا کړي، دا چې يو لوري ته په پښتنو کې د لوستو نجونو سخت کمی دی او بل لوري ته لوستې پښتنې هم له داسې يو چا سره چې بله میرمن لري واده ته زړه نه ښه کوي نو دا پښتون ځوان اړ دی چې د بل قوم له يوې نجيلۍ سره واده وکړي، ځکه نور په شعوري لحاظ هم داسې واده ته زړه ښه کوي او هم يې شرایط آسانه دي او بل دا چې دوی قرباني نه ورکوي بلکه د يوې لور په ورکړې سره د خپلې ټولې کورنۍ سکون ته پټ او شعوري کار کوي.
کله چې د بل قوم نجيلۍ کور ته راشي، لومړی وار پښتون خاوند د يو بل قوم ژبه زده کړي، بیا يې بچيان خپله ژبه له لاسه ورکړي کرار کرار د ځوان کورنۍ او بچيان د خپلې خسرګنۍ او ماماخيلو تر اغیز لاندې راشي او ايسته ترې خپله ژبه، کلتور او عنعنات هیر شي.
همدارنګه کله چې دا ځوان بره ځي، يو مقام يا څوکۍ ته رسیږي، بیا نو دی امتياز د پښتون په نوم اخلي خو ګټه يې نورو ته رسيږي، که همدا اوس په کابل کې د ډيرو شته سياستوالو کورونو ته ورشې نو ميرمن به يې د بل قوم وي، بچيان به يې په دري خبرې کوي او د کور ټول شته او امکانات به يې عملا د يو بل قوم په خدمت کې وي.
زه ډيرې داسې نجونې پيژنم چې په ډير شتمن سړي واده شوي دي، خو ژوند يې خوشاله نه دی خو ډيرې نورې هم پيژنم او ان خپلوانې مې دي، چې خاوند يې هيڅ شتمن نه دی یوازې خوله او لاس چلوي خو ښځه او خاوند خوشاله دي، د ژوند د خوښۍ رازونه يې پیدا کړي دي او په مینه ګډ ژوند مخ ته وړي.
د دې خوشالۍ راز په دې کې دی چې دوی له ژونده خوند اخلي او د ژوند تر ټولو ستره بريا هم دا ده، چې خوند ترې واخلي، که له ژونده خوند وانخلې، نو ژوند ټول وير، غم او ستونزې دي.
پيسې په هرحالت کې چې وي یو ډير ژور سټرس يا رواني فشار له ځان سره لري، ځکه ساتل يې یو غم وي، پکې تاوان يا مصرف يې بل غم وي، خو هغه چې له ژونده خوند اخلي دوی په ژوند کې کله هم تاوان نه کوي، ځکه ژوند د خدای هغه لورينه ده چې هيڅ ډول تاوان نه مني، ښه او بد يې د انسان په لاس کې دي او د انسان خپله خوښه ده چې ښه يې تيروي او که يې په خپګان تيروي، خو د متوسط ژوند لرونکي عادي ژوند لري او پيسه دار بیا د ځان او اولاد ساتنې په خاطر يو درجن ساتونکي په پيسو نيولي وي.
پښتنې نجونې لکه څنګه چې ورته متل جوړ دی چې( ښځه يا د کور وي یا د ګور) نو په يوه ډولۍ کې يې ناوې وزي او په بله ډولۍ کې يې جنازه د پلار کور ته راځي، خو پښتنو له پنځه زره کلن تاريخ سره سره دا نه ده درک کړې، چې د ښځې ستونزې او مشکلات د ناسمو دودونو له امله نه حل کيدونکي دي، خو د نارينه اولاد ستونزې په هر حالت کې مور، پلار، وروڼه او خويندې ور حل کولای شي. د بیلګې په ډول که دې زوی ته ښځه وکړه او خوښه يې نه وه، نو دی کولای شي بله ښځه وکړي خو که دې لور بد سړي ته ورکړه، نو د خلاصون يوازنۍ لار يې مرګ دی ځکه متاسفانه دلته دې چې لور واده شوه نوره ستا نه بلکه د بل ده، نو دا چې په پښتنو کې طلاق نشته نو واده شوې لور به مرګ له کړاوونو خلاصوي، خو داسې مرګ حل لاره نه بلکه له غمونو په ډک زړه مرګ يو بل کړاو دی.
پښتانه همدا حساسیتونه کله هم نه درک کوي او له همدې امله خو پښتون نسل د هرې ورځې په تيریدو سره، له يو ټولنيز ناورین او ناخوالو سره مخ کيدونکی دی، هغه زيان، چې په تدريجي ډول موږ ته اوړي، د جګړې او نورو ستونزو په پرتله يې اغیز ډير زیات دی خو دا چې د ټولنیزو ستونزو درد کرار خو د اصليت زبيښونکی دی هيڅوک ورته په اوس کې نه دي متوجې، خو کله چې موږ په دې پوهيږو نو وخت به تیر وي او د پښتون نسل به په يو بل نسل بدل شوی وي.
که چیرته پښتانه لوڼې همداسې په بې سوادي کې وساتي، د خرڅلاو او یوازې خيټې په غم کې يې شي او پښتانه لوستي ځوانان هم د نورو قومونو څخه ځان ته لوستې ميرمنې پیدا کړي، نو باوري يم چې موږ به د اصليت له داسې يوې ستونزې سره مخ شو، چې کرار کرار به مو ژبه او تاریخ هم نزولي لوري ته ولاړ شي او بیا به لکه نن د پنځه زره کلن تاريخ د خيال په څير پښتونولي هم هسې خيالي يادوو.
نو راځئ قرباني ورکړو، د يوې نجيلۍ روزل د يوې کورنۍ روزل دي، که موږ خپلې لوڼې لوستې کړو، زوی او لور ته د واده په کولو کې د ژوند ټول شرایط او اړتياوې په پام کې ونیسو، نو باوري یم چې موږ به د يوې بريالۍ ټولنې لپاره د پياوړي قوم له ادرسه خپله خبره وکړو، خو که حالات همداسې روان وي، د زړه په وینو لوستي شوي ځوانان به مو د نورو په خدمت کې وي او لوڼې به مو يوازې د خيټې په خاطر قرباني ورکوي. خو راځئ له دې قربانۍ تير شو پښتانه دې لوڼې پيسه دار نه بلکه لوستي او داسې يو کس ته ورکړي، چې لږ تر لږه د ژوند په فلسفه پوی وي او پښتانه ځوانان دې هم په نورو قومونو کې يوازې د يوې شيبې خوشالۍ په خاطر خپل راتلونکی تاريخ نه تر پښو لاندې کوي او اجازه دې نه ورکوي، د ده په شته امکاناتو نور تغذیه شي او موږ د يو مظلوم او رټل شوي قوم لوري ته ولاړ شو.