
له اوږدې مودې راهیسې افغانان د دې ورک شوي مارغه په لټه کې دي او د نن سبا په تمه یې شپې سبا کوي دوی په خولې د سولې نوم اخلي خو راتګ یې بیا ورته د افغانستان د اوسنیو بې کفایته چارواکو په شتون کې ستر خیال او تصور ښکاري. او په همدې خبرو خپل زړونه خوشالوي چې ګواکې سوله راځي. دوی تل په دې هیله دي چې سوله راتلونکې ده، د سولې ډېر تږي دي خو سولې ناځوانې له دوی سره داسې مخه ښه کړې چې څوک یې له خپل دوښمن سره هم نه کوي.
که سوله راشي نو ورسره سم به په هیواد کې انساني ژوند پیل شي، د انسان د وینه به د پخوا په څېر بیرته ارزښتناکه شي، افغانان به په انسانانو کې وشمیرل شي، دوی به د نړیوالو په وړاندې د عزت خاوندان شي خو که چیرې افغانان وغواړي هغه افغانان چې د غلامۍ او نفاق اچونې کړۍ په غاړه ګرځوي، دلته سوله خوښوونکي ټول هغه انسانان دي چې سوله راوړل یې له واک او ځواک څخه ډېر لوړ ده، دلته د سولې غوښتونکي هغه څوک چې ژوند يې په ناخوالو او غمونو کې تیر کړی، دا هغه څوک دي چې غم یې تل میلمه او دوی یې کوربه توب کوي، دلته د سولې راوړونکي هغه څيرونکي او ظالم انسانان دي چې سوله د ځان لپاره ګواښوونکې او تر دې چې ستر شر ګڼي، دلته د سولې د پروسې استازي او مشران هغه څوک دي چې تل یې د دې خاورې مظلوم ولس له ناخوالو او ستونزو سره مخ کړی ولس یې وژلی ځورولی، کړولی او تر دې چې د هغوی ناموس یې لوټلی دی.
دلته د سولې پروسه د هغو کرغیړنو او په نوم جهادي انسان خوړونکو اشخاصو په لاس کې ده چې د ټولو شته بدبختیو اصلي عاملین دي، دوی تر دې مهاله په هیواد کې عام ولس پخپلو شعاري او اعلانونو غولولی دوی یو څو تنه د کلیو او بانډو غله د طالب او مخالف په نوم ونیسي درې منه لونګۍ ورته پر سره کیږي او بې پروا دولت هم پر دې وغولوي چې یو دوه غله د سولې له پروسې سره یوځای شول دوی د سولې په نامه پیسې اخلي، په کوم ډول موټرونو کې چې د سولې پروسې مشران ګرځي د امریکا ولسمشر اوباما به هم پکې تراوسه پښه نه وي ایښي دوی د تلیفون تر لګښت پورې پیسې د دولت له بودیجې اخلي خو د یوې افغانۍ په لګښت کار یې هم بیا د دې دولت لپار نه دی کړی کنه نو راو دې ښايي چې تر دې مهاله دوی د مخالفینو له ډلې څخه یو لوړ پوړی چارواکی پخلا کړی وي او سوله یې ورسره کړې وي، دوی یوازې لنډغرو ته لونګۍ پر سر ږدي او د مخالف په نوم یې خلکو ته ورپيژني او په ښکاره توګه د خلکو په سترګو کې خاورې شیندي که سوله راشي نو د دوي امتیازات به څوک ورکوي او د غلا غوره ځایونه به بیا څنګه مومي؟ مانا دا چې دا پروسه خوشې ګپ او د تیر ولسمشر خو هسې هم د مداري روحیه لرله د دې لپاره چې د خلکو په سترګو کې خاورې وشیندي دا پروسه یې رامنځته کړه او په غلو یې وسپارله.
د افغانستان په اساسي قانونو کې د سولې عالي شورا غړو ته معنوي امتیازات ورکول کیږي او د مادي امتیازاتو په نوم پکې څه نه دي ذکر شوي خو دې ښاغلو داسې چور ته ملا تړلې چې د سولې خبرو ته بیځي وخت نه وزګاریږي هر یو یې بې دریغه غل دی اوسمهال د سولې عالي شورا رهبران داسې څوک نه دي پخلا کړي چې ولس دې ترې خوشاله وي د دوی په راتګ سره د دولت په وړاندې د مخالفینو کرکه لا هم زیاته شوې دوی له چا سره سوله نه کوي خو په خلاف یې ناوړه او ګواښوونکي اعلانونه بی ښه په درز کې خپروي دوی که له یو چا سره د سولې خبرې پیلوي نو ورسره سم یې په خلاف تجارتي اعلانونه هم خپروي او یا هم داسې شراط ورته ټاکي چې د مخالفې ډلې پلار هم ورته غاړه نه ږدي په دې اړوند ښاغلی ګلبدین حکمتیار ښه بیلګه ګڼلی شو دلته ور سره د سولې خبرې روانې وې او هلته به دولتي ورځپاڼو ورپسې بیځایه او مخالف تبلیغات کول چې دا هم د سولې د مخنیوي ستر لامل ګرځېدای شي دوی یوازې جهادیان د سولې سفیران ګڼي او د سولې د پروسې ټولې چارې یې ورته په واک ورکړي دي.
دوی په اند دي چې د سولې ټولې چارې هغه څوک څارلی شي چې د دوه متره ږیرې او پینځه متره لونګۍ خاوندان وي په تېر کرغیړن جهاد کې يې برخه اخیستې وي، جګړې ته یې لمن وهلې وي، هیواد یې ویجاړ کړی وي او خپل ناموس په بهرنیانو پلورلی وي او بس اوسني د ملي نفاق حکومت ورته د سپینو او سولې کوترو په سترګه ګوري او د نوم له یادولو سره سم د جهاد سپیڅلي کلمه هم دې سپکو څيرو ته کاروي په دې نړۍ کې چې څوک د څښتن تعالی عبادت هم کوي نو شرط یې د جنت لاسته راوړل او له عذابونو څخه خلاصون وي یانې هر کار د یو ځانګړي هدف لپاره کوي که چیرې حکمتیار صاحب پخپل راتګ سره ځیني شرایط لري او یا هم له حکومت څخه امتیاز غواړي زه یې دا مسلم حق ګڼم ځکه که چیرې د همده لارویان په دې حکومت کې پوره ونډه لري او هر یو یې د یو څو وزارتونو او نورو لوړو امتیازاتو خاوندان دي نو حکمتیار صاحب ته بیا ولې ورنکړل شي؟ او که چیرې دی يې وړ نه بلل کیږي نو باید له هغه چا څخه باید واخیستل شي چې د حکمتیار همسنګر وو.
څه موده وړاندې د اسلامي حزب ښاغلي ګلبدین حکمتیار له حکومت سره د سولې کولو لپاره زړه ښه کړ خبرې یې پیل شوې او مثبت لورته روانې وې تر دې چې څو ورځې وړاندې ځینو رسنیو د هغه د راتګ خبرونه خپاره کړل د خبرو په پیل ښاغلي حکمتیار ځیني شرطونه دردلو چې فاسد حکومت ته د منلو وړ نه وو خو د خبرو په تیریدو سره نوموړی له هر ډول شرطونو تیر شو پرته له دې چې نوم یې له تور لیسټ څخه چې دا یې قانوني حق باید لرې شي.
خو کله چې په هیواد کې غله او داړه ماران له خبرو خبر شول نو په ناڅاپي ډول یې د حکومت له ادرسه د سولې مخالفت پیل کړ او نه یې غوښتل چې حکمتیار صاحب دې له حکومت سره سوله وکړي.
موږ نه پوهیږو چې دغه فاسدې جهادي او غیرې جهادي څېرې ولې د حکمتیار مخالفت کوي، د حکمتیار صیب کومې کړنې دي چې د اوسنیو حکومتي غلو د مخالفت سبب ګرځېدلي کنه نو دوی خو د یو سنګر ملګري ول په یو دسترخوان یې ډوډۍ خوړلې نو بیا هغه کوم امتیازات دي چې د حکمتیار له راتګ سره به له دوی څخه واخیستل شي او زه وایم دا هغه څوک چې اوسمهال یې د سولې پروسه په لاس کې ده او څه یې چې زړه وغواړي هماغه کوي. که چیرې دوی له حکمتیار سره کوه شخصي ستونزه نه لري ولې بیا د هغه په راتګ سره د دوی پښې؟ دوی ولې د هغه راتګ د ځان لپاره ګواښ ګڼي؟ ولې په نظام کې هغه ته له ونډې ورکولو څخه انکار کوي که چیرې دوی د دې ولس بچیان دي نو حکمتیار هم د دې ولس او د دې هیواد بچی دی، که چیرې دوی ځانونه د جهاد ټیکه داران ګڼي او امتیاز یې اخلي نو حکمتیار خو هم د دوی هم سنګری وو او له دوی څخه یې ډېرې هڅې کړي یوازې په دومره توپیره سره چې د جهاد تر دورې وروسته حکمتیار بیرته خپل سنګر پرې نښود او روسانو او امریکایانو ته یې په یوه سترګه وکتل که له روس سره یې جهاد فرض باله خو بیا امریکایانو ته یې هم سر ټيټ نه کړ او په نره یې په وړاندې خپل جهاد ته دوام ورکړ او که دلیل دا وي چې ولې یې د یو لاسپوڅي حکومت ملاتړ ونه کړ نو دا خو به په بشپړ ډول بې بنسټه ځکه وي ځکه چې غلامۍ اسلام هم رد کړې.
اوس مهال حکومت ته پکار ده چې هر څومره ژر کیدای شي باید له اسلامي حزب سره سوله وشي او هغه څوک یې چې مخالفت کوي کیدای شي ځیني رښیتني افغان طالبان چې د اسلامي حزب له لویو مخالفینو څخه دي هم دې زړه ښه کړي ترڅو د اسلامي حزب په څیر له دولت سره د سولې خبرو ته چمتو شي خو که چیرې ښاغلي حکمتیا رته په حکومت کې نور لوړ امتیازات هم ورکړل شي نو دا تر ډېره د نورو افغان طالبانو لپاره چې د دې ولس اصلي بچیان یو عبرت او له حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي او که چیرې داسې نه وي او یوازې پخلاینه وي او تر پخلاینې وروسته ورته پاملرنه ونه شي او له پام وغورځورل شي نو دا به هم د سولې پروسه تر پوښتنې لاندې راولي او هم به یې د زړه له پاسه هڅې له خاورو سره خاورې شي. خدای دې وکړي چې په هیواد کې یو داسې تلپاتې سوله رامنځته شي چې بیا په جګړو جګړو سره یو دیوال هم ړنګ نه شي.
په سوله ایزه مینه