موږ واړه لیوني یو!

 
که د ګران هیواد افغانستان پینځه زره کلن تاریخ ته ځير شو نو دا به په ډاګه شي چې د نورو قومونو په پرتله پښتون هغه قوم دی چې د هیوادساتنې او ملت پالنې لپاره یې تر نورو ډېرې قربانې ورکړي، تل یې د افغان ولس پر سر میړانې او سرښندنې کړي خو کله چې هم بیا د ملي غازیانو او مشرانو خبره  مطرحه دلته بیا پښتون هغه قوم دی چې ترهګر او  ترهګر روزنکي په نوم یادیږي، وایي (ښه مه کوم بد به له کومه کړې)، دا سمه ده او ټولو ته په ډاګه ده چې انسان نیمګړی دی او له اشتباهاتو او غلطیو پاک ذات یو خدای تعالی دی او بس!
اوس که وګورو نو یو شمیر احساساتي ځوانان خپل مشران او سرښندونکي ښکنځي یو منفي کار یې تل یادوي او لس مثبت یې له پامه غورځوي که وګورو نو په هیواد کې ډېر داسې افراد تیر شوي چې نه یې ولس په یاد و او نه هیواد، یوازې د خپلو شخصي ګټو او موقفونو لپاره یې جګړې کړي چې اوس دوی د مجاهدینو او ملي قهرمانانو په نوم یادیږي او په خپلو قومونو کې تر دې کچې محبوبیت لري چې د خپلو کورونو په جانمازنو کې انځورونه کښلي دي.
خو موږ لیوني چې تل کړیدلي، ځوریدلي او ژړېدلي یو تل په خپلو ريښتینو اتلانو شکمن او نیوکې کوو، درناوی یې نه کوو او  هیڅکله مو دا هڅه نه کړې چې حق یې ادا کړو د نورو قومونو مشران چې له خپل دین څخه هم انکار وکړي نو محبوبیت یې له زړه نه وځي خو موږ بیا ټايې په جیب کې کرځوو او د نورو په خولو بیا په خپلو رهبرانو ټاپې لګوو.
خپلواکي هغه ستر نعمت دی چې ستر څښتن تعالی یې یوازې د بختورو خلکو په برخه کوي، په نورو هیوادونو کې انسانان تر خوراک او پوښاک هم خپلواکي غوره ګڼي، هغه انسان چې بلواک او غلامان وي نو ژوند یې په ټوله مانا تریخ او بې خونده وي. ارواښاد ستر غازي امان الله هغه ستر مجاهد شخصیت وو چې وې کولی شول له دې ستر نعمت څخه افغانان برخمن کړي خو د همدې نعمت په ترلاسه کولو سره دی بیا د ټولو قومونو د سپکاوی څخه برخمن شوی هر چا پرې بیلابیلې ټاپې ولګولې او پښتون لیونی یې هم وغولوو او دې کار ته یې وهڅاوو تر څو چې د خپلو ريښتینو رهبرانو سپکاوی وکړي څه وخت وړاندې یو تن پردپیالي او بې ایمانه ملا زموږ ستر غازي امان الله خان وښکنځه د هغه سپکاوی یې وکړ او په خپلې فتوې سره هغه غازي کافر وبله، خو داسې هیڅ نر پښتون پیدا نه شو دا ګږه خوله یې ورته په سوک سم کړی وای سربیره پر دې چې یو شمیر ناپوهان د هغه د خبرو ستاینه هم وکړه موږ ټولو افغانان ته دا مالومه ده چې د دې هیواد ريښتني بچیان څوک دي، څوک یې ساتنه کوي او څوک یې خپل ناموس بولي تر دې دمه هیچا داسې فکر نه دی کړی دا هیواد تل پښتون ساتلی او تل یي ترې خپل سر قربان کړی، راتلونکې چهارشنبه د افغانستان د خپلواکۍ کلیزه ده خو زه ګورو چې یو شمیر ځوانان د خپلواکۍ اتل غازي امان الله خان ته سپکاوی کوي او ځان ازاد نه بولي دا سمه چې موږ اوس یو قانوني او خپلواک حکومت نه لرو خو امان بابا له غیبو خبرو نه وو او داسې فکر یې هم نه کاوو چې د ده راتلونکي لمسیان به داسې بې ننګه او بې غیرته وي چې د خپلې خپلواکۍ ساتنه به هم  ونه شي کولی امان بابا  خپل مسولیت ادا کړ ته یې د خپلواکۍ له ستر نعمت څخه برخه کړې دا چې ته بې ننګه او هیواد پلوری یې په دې کې د هغه ملامتیا  اوسمهال هغه څوک د امان بابا سپکاوی کوي کوم چې تل د غلامۍ په سمندر کې ځان ډوب خوښوي تاسو وګورئ نور قومونه چې په ټوله مانا رښتینې مشران هم نه لري خو د خپلو فاسدو او غلو رهبرانو ستاینه او درناوی کوي تل یې ملاتړي کوي او په ټوله کې یې په هیڅ حالت کې هم یوازې نه پریږدي خو موږ د خپلو مشرانو سرښندنې او میړانې له پام غورځولي او یوازې مو په سپکاوي پیل کړی دی دا ځوانان باید له دې ناوړه او بېځایه څرګندونو لاس واخلي او هڅه وکړي چې د نورو قومونو په څېر د خپلو مشرانو او ملي غازیانو درناوی وکړي ځکه همدا د ګوتو په شمیر پښتانه مشران دي چې د هیواد تاریخ یې جوړ کړی دی که وګورو احمد شاه بابا لوی افغانستان جوړ کړ خو ما او تا نن دومره کمزوري یو چې د اوسني افغانستان ساتنه په سمه توګه نه شو کولی، امان خپلواکي واخیسته موږ ونه شوه ساتلی، هغه راته ښوونځی جوړ کړ خو ما او تا د پردیو په لمسون وسوځوو، هغه راته پول جوړ کړ خو ما او ته د یو څو روپیو په بدل کې هغه له منځه یوړ که وګوور نو اوسمهال په ګران هیواد افغانستان کې تر ټولو ځپل شو قوم پښتون دی، دا خو به ستره بې عدالتي، بې انصافي، او بې ننګي وي چې یو څوک دی ما او تا خپلواک کړي او ما او تا د هغه سپکاوی وکړو، په پای کې وایم چې نور باید له دې خبرو ډډه وکړو او په پوره میړانه او اخلاص سره د خپلو سرښندونکو مشرانو درناوی وکړو.
خپلواکي مو مبارک شه
د یو لوی او خپلواک افغانستان په هیله!