حکومتیان د حکومت پر ضد او ولس د حکومت پر ننګه

 
لیکنه: محمداکبر نیازی
د نړۍ په هیوادونو کې چې هر ډول حکومتونه د هر ډول تړونونو او هوکړو پر بنسټ رامنځته کیږي نو دا حکومتونه هڅه کوي تر څو خپلې ټولې چارې په داسې توګه پرمخ یوسي، چې هم د ولس باور ترلاسه کړي او هم هیواد د پرمختګ په لور بوځي دا ډول حکومت غواړي تر څو د ملت او د حکومت ترمنځ شته واټن له منځه یوسي همدا ډول د ولس رضایت، ملاتړ او د هغوی ستونزو ته رسیده ګي وکړي د دوی په لومړیتوبونو کې راځي له یوې خوا دوی غواړي چې خپل مسولیت په سمه توګه ادا او له بلې خوا په راتلونکي کې هم د ولس ملاتړ ترلاسه کړي.
خو په ګران هیواد افغانستان کې بیا پورتنیو خبرو ته د یو ستر خیال او تصور په توګه کتل کیږي دلته ولس د حکومت ملاتړی دی خو پخپله حکومت بیا د حکومت مخالفت کوي چې په دې سره د ولس په ذهن کې هم بیلابیلې انګیرنې رامنځته کیږي او د دواړو ( حکومت او ملت) ترمنځ د ستونزو او ناندریو لړۍ پیلیږي
موږ ولیدل چې څو ورځې وړاندې چې د ټوټاب د پروژې د عملي کولو د لارې پر سر د حکومت او د حکومتیانو ترمنځ ناندرۍ رامنځته شوې حکومتیانو د حکومت په مخالفت لاریون وکړ او لس د حکومت پرننګه لاریون وکړ. ټوټاپ هغه پروژه ده چې د نړیوالو قوانینو په رڼا کې اویا  سلنه چارې بشپړې او د عملي کیدو چارې یې پیلیدونکې دي خو له بده مرغه چې په دولت کې د یو شمیر بې کفایته او قومي ټېکدارانوچارواکو د شتون له کبله د دې پروژې د عملي کولو پر لارې مخالفتونه رامنځته شول  چې له دې ډلې څخه د اجرایه ریاست مرستیال محمدمحقق، د ولسمشر مرستیال سروردانش او د سولې شورا مرستیال کریم خلیلي هم وو دوئ د پردیو په لمسون په دې موخه چې د یادې پروژې د چارو د پیلیدو مخه ونیسي لاریون وکړ دوی د سالنګ له لارې د  ټوټاپ پروژې د بریښنا د مزو غځولو په وړاندې مخالفت وښود او حکومت ته یې ګواښ وکړ چې که چیرې دا مزي د بامیانو له لارې ونه غځول شي خپل مخالفت به لا هم شدید کړي او له دې پراخ کړي
پورتني چارواکي اوسمهال د دولت برحاله عالي رتبه چارواکي دي او دندې یې د حاکم حکومت ملاتړ او د قانوني کړنو ننګه ده چې ټوټاب هم د دې قانوني کړنو له ډلې څخه ده.
دا په داسې حال کې ده چې یاده پروژه د کرزي د واکمنۍ پرمهال ډیزاین شوې وه او ښاغلي خلیلي چې په حکومت کې د هزاره توکم استازی و ددویم مرستیال دنده یې لرله هغه وخت دې ښاغلي ولې غږ نه کو؟
دغه چارواکي اوسمهال له دولت څخه له دې کبله معاشونه اخلي چې په دولتي چاروکې د حکومت ملاتړ وکړي او په حکومت د شته ستونزو د حل لپاره کار وکړي او د دولت په وړاندې د شته مخالفتونو په حل کې خپلې هلې ځلې وکړي خو برعکس دا چارواکي اوس د حکومت په چوکاټ کې د حکومت د کړنو مخالفت کوي  ، غواړي ولس په حکومت نور هم بې باوره کړي، د ملت او دولت ترمنځ شته واټن لا پراخ کړي، یانې په ټوله کې دوی د حکومت په دننه کې ځان ته د یو مضر ویروس بڼه خپله کړې .ترڅو چې دا ویروس په حکومت کې د ننه وي نو حکومت به هم ورسره زیانمیږي او ټولنه هم
که د سیاست له پلوه یې وڅیړو نو دېته د یو ډول حرام نمکۍ نوم هم ورکولای شو چې هم د دولت په کاسه کې ډوډۍ خوري اوهم پکې لاړې تو کوي یانې دوی هم له دولت څخه خپل امکانات پوره کوي او هم یې په وړاندې د قومونو کرکه پیداکوي دوی د دې پرځای چې د دولت استازیتوب وکړي برعکس د دولت په وړاندې  یو ځانګړی قوم غیرقانوني کړنو ته هڅوي او تر شا یې ولاړ وي.
دا چارواکي تر دې پخوا هم په حکومت کې وو خو هغه وخت یې خپل غږ پورته نه کړ چې کله د دې پروژې د پلان جوړیدو پروسه روانه وه، اوس دوی غواړي په ولسونو کې نفاق ته لمن ووهي، د ملت او حکومت ترمنځ شته واټن نور هم پراخ کړي، ولس په حکومت نور هم بې باوره کړي دوی په هیواد کې تل په هغه قوم د تعصب ټاپه لګولې چې د قانوني حق لپاره یې چیغه پورته کړې، دوی تل هغه قوم متعصب بللې چې تل د خپل قانوني حق قرباني شوی دی خو دلته دوی په ښکاره ثابته کړه چې هغه مظلوم قوم نه متعصب او نه هم د غیرقانوني کړنو پلوي دي، دلته دوی پخپله ثابته کړه چې د هیواد تر ټولو ستر متعصبین د اجرایه رییس دویم مرسیتال ا خلیلي او دولسمشر دویم مرستیال  دی دا چارواکي هغه څوک دي چې کارونه یې غیرقانوني او خبرې بیا د قانون کوي ټول ولس ته روښآنه ده که چیرې ددې پروژې چارې د بریښنا مزي د سا لنګ له لوري وغځول شي نو ګټه یې ټول ولس ته رسیږي خو که برعکس  همدا مزي بیا د بامیانو له لارې وغځول شي نو ګټه یې یوازې یوې ځانګړې سیمې ته رسیږي په حقیقت کې دوی ته برېښنا نه د بریښنا سیوچ پکار دی  نو که دې چارواکو په رښتیا هم ټول افغان ولس ته په یوه سترګه کتلی او د ټول ولس ګټې يې پاللی  دا مخالفت او لاریون به یې نه ترسره کاو د دې ترڅنګ دوی دا هم ثابته کړه چې دوی افغانان نه بلکې هزاره ګان دي او یوازې د هزاره قوم استازي دي نه د ټول ملت دوی د یاد ځانګړي قوم ګټې په پآم کې نیسي نه د ټول ولس ، دوی دا حق یوازې د هزاره ګانو ګڼي ځکه خو یې په لاریون کې هم د بل قوم څخه څوک نه لیدل کیدل، دوی له تشدته ټک لاریون وکړ هغه د فلسطینیانو په څیر یې له کاڼو وارولو هم کار واخیست..
که چیرې د سرور دانش، خلیلي، محقق او بهزاد په لاریون کې د ایراني  اخندانو عکسونه خورول کیږي نو د دوی په غلامي او لاسپوڅې کې بیا شک کول راته کفر ښکاري د دې ترڅنګ دا هم ویل کیږي چې ایران د دې پروژې د کاري چارو د پیلولو د مخنیوي لپار هره ورځ یو میلیون ډالر مصرفوي اوس دلته پوښتنه پیداکيږي چې دغه پیسې په کوم ډول مصرفیږي ایا داسې خو به نه وي چې دا به د دې لاریونونو مشرانو او په لاره اچوونکو ته ورکول کیږي؟ زما انګیرنې همدا دي چې  دا پیسې به ایران خپلو ایرانپالو او پردیپالو مریدانو ته ورکوي ترڅو د دې پروژ د مخنیوي وسیلې یې وګرځوي او په وسیله خپل ټول اهداف په سمه توګه پرمخ بوځي. خو اوس حکومت ته پکار ده چې دا ډول کرغیړنې او منحوسې څېرې له دولتي دندو ګوښه او په وړاندې خپل دریځ ثابت کړي .