
ليکنه: محمداکبر نيازی
احساسات او جذبات دواړه داسې پديدې دي چې کله هم پر انسان غالب شي نو انسان د جنون تر حالته رسوي او د جنون په حالت کې انسان هر څه ته غاړه ورکوي، هرڅه يې چې زړه وغواړي نو بريک ورباندې نه نيسي تر دې چې داسې پريکړې او ژمنې کوي چې بيا په عادي حالت کې يې تر خپلې وسې پورته ګڼي او په وړاندې يې د عاجزۍ احساس کوي.
خو له بده مرغه چې د ټاکنيزو کمپاينونو پرمهال اوسنی ولسمشر غني هم د خپلو احساساتو او جذباتو ښکار شوی وو او له احساساتو څخه يې په ډوب حالت کې له خپل ولس سره داسې ژمنې وکړې چې تر برياليتوب وروسته يې ترسره کول ورته يو خوب او خيال او دروند کار ښکارېد او پوره کول يې ورته له اسمان څخه د ستورو راښکته کولو په څېر ستونزمن شول، ځان يې د ټولو ستونزو او ناخوالو په وړاندې ډېر بې وسه او عاجز ثابت او ددې ټولو په وړاندې يې خورا پڅ دريځ غور کړ نوموړی په خبرو کې خورا يو غوڅ او قانون پلي کوونکی ولسمشر بريښي خو د عمل په ډګر کې بيا په پڅ دريځۍ کې ساری نه لري اشرف غني چې کله د واک ګدۍ ته ورسېد نو په پيل کې بيا پرې خپل احساسات او جذبات غالب او دې دوه سرشارو پديدو تر تسلط لاندې راغی د حکومت په پيل کې يې چې يو څو قانوني کارونه ترسره کړل چې د کابل بانک د دوسې څېړل او د يو دوه تنو بدبخته غلو اعدامول وو چې په دې سره ورته د ولس تمه نوره هم زياته شوه او د ټولو په خوله همدا خبره وه چې رايه مو بيځايه نه ده کارولې تر دې چې د ځينو ورته د بابا سپيڅلی لقب هم ورکړ خو ولسمشر د زورو له زوره نه وو خبر،کله چې يې د ولسمشرۍ يوه موده تېره شوه نو د چارو په سمه توګه پرمخ وړلو کې يې پښې ورځ تر بلې سستېدې او بالاخره ولسمشر د داسې يو دريځ خاوند شو چې اوس يې څوک په خوله تريخ پياز هم نه خوري، پارلمان يې فرمانونه ردوي، واليان له دندو نشي ګوښه کولای او د سولې په لار کې د شته خنډونو مخنيوی يې له وسې پورته و که وګورو نو د دې ټولو غيرقانوي کارونو عامل هم همدا ولسمشر دی چې د داسې بې کفايته او غلو زورواکو چارواکو په وړاندې يې پڅ دريځۍ ته زړه ښه کړ دا په داسې حال کې چې د ولسمشرۍ تر لنډې مودې وروسته يې په پرلپسې توګه فرمانونه صادرول او په پارلمان کې به د نر بچيانو په کلکه ردول تر دې چې د ولسمشر زړه يې له فرمانونو تور کړ نو ولسمشر هم د خپلو فرمانونو لړۍ ته د پآی ټکی کېښود.
په څه باندې دوه کلونو کې چې هيواد کې د هر ډول ملي مسائلو پر سره ناندرۍ رامنځته شوي نو غني يې په وړاندې ډېر پڅ درځ غوره کړی او مسئله له حل پرته پخپل حال پرې ايښې او په وړاندې يې بې توپيره پاتې شوی، د د ولسمشريزې دورې په لړ کې لومړی د بريښنايي تذکرو په ويش ناندرۍ رامنځته شوې چې اکثريتو د افغانيت او اسلاميت غوښتنه کوله او اقليتو يې په وړاندې مخالفت ښود خو ولسمشر غني يوازې د دومره واک او ځواک خاوند نه وو چې په نره د دې مسئلې په وړاندې خپل دريځ څرګند کړي ټول کارونه به يې له ولس څخه په پټه او غيرقانوني توګه ترسره کول که په زورواکو به يې وس پوره شي نو پريکړه به يې وکړه کنه نو مسئله بيا ترشا غورځول وشوه دغه راز په هيواد کې د نورو بيلابيلو مسايلو په وړاندې د غني بې وسۍ، بې واکۍ او عاجزۍ دې ته زمينه مساعده کړه چې اوس هر څوک پخپل واک دي، غله غلا کوي او له حکومت يې سترګه نه سوځي، انسان تښتونکي انسانان تښتوي خو بيا هم خلاصې تڼې ګرځي دا ټول هغه څه دي چې د غني له پڅ دريځۍ سره رامنځته شوي دي اوس چې کله هم يو چارواکی له دندې ګوښه کوي نو د يو بل امتياز په ورکولو سره ياد چارواکی له خپلې دندې څخه لاس په سر کيږي کنه نو د غني د دې دريځ په وړاندې خو اوس يو ملنګ هم مقاومت کولی شي له دې چارواکو سره داسې فکر پيداشوی چې غني د دوی ولسمشر نه بلکې دوی د غني ولسمشران دي ښه بيلګه يې اوس د بلخ امپراطور دی چې څو ځلي يې د ګوښه کېدو خبرونه خپاره شول خو دې امپراطور د ولسمشر د دريځ په وړاندې ځان ځواکمن وښود او تر دې چې مرکزي حکومت ته يې ګواښ وکړ چې هيڅوک نشي کولای چې په زور سره دا امپراطور له دندې ګوښه کړي او که چيرې داسې وشي هم نو لومړی بايد دې ښاغلي ته د بلخ راتلونکی امپراطور وښودل شي چې څوک او د کوم ځای دی خو ولسمشر دا مسئله هم هېره او نوموړی امپراطور اوس هم په نره خپله بدمعاشي پرمخ وړي؟ يو ولسمشر چې د يوه والي د ګوښه کولو توان او ځواک په ځان کې نه ويني نو هغه به د قانون څه ډول او پر چا پلي کړي، دا يو نه بلکې په لسګونو داسې پېښې رامنځته شوې دي خو دې ولسمشر د يوې پېښې د عاملينو په وړاندې هم له غوڅ دريځۍ څخه کار نه دی اخيستی د ولسمشريزې دورې له پيل څخه تر دې دمه هر څه د خدای په قدرتونو روان دي د همدې پڅ دريځۍ او بې کفايتۍ له کبله اوس مهال ولس له ګڼ شمېر ستونزو سره لاس ګريوان دی که هغه اقتصادي وي ، که امنيتي او که د هوسا ژوند که چيرې اوسمهال د هيواد له هر وګړي څخه د هيواد د حالاتو اړوند پوښتنه کوې نو يوه کنځل غني او بله هم په عبدالله ورپورې کوي او له شتون څخه يې په نه شتون خوښۍ څرګندوي که چېرې وګورو نو په دوه کالو کې د ولسمشر او اجرايه رئيس له کړنو څخه يو اتيا سلنه وګړي ناخوښ او يوازې نولس سلنه يې چې د حکومت برحال چارواکي تشکيلوي خوښ دي دا چې په دوه کالو کې دې د يو ولسمشر او اجرايه رئيس له کړنو څخه يو اتيا سلنه وګړي ناخوښ وي نو تر پينځه کالو خو يې شمېر کيدای شي سلو ته پورته شي نو بيا خو دوی د خدمت نه بلکې د ولس د نارضايتې او ځورونې لپاره ناست دي ولس تر دې کچې خوش باوره او له عدالته ډک دی چې د غني مسوليت ته خدمت نوم ورکوي خو غني بې وسه يې بيا په وړاندې ډېر بې توپيره دی که چېرې غني په خبرو کې پخواني ولسمشر کرزي په څېر وای او له احساساتو ډکې ويناوې يې نه کولی نو شونې وه چې ولس هم ترې ګيله نه وه کړې خو غني چې کله په احساساتو او جذباتو کې راشي نو د ولس زړه په درزهار شي چې غني خو به اوس د اسمان ستوري راښکته کړي خو کله چې د غني عمل او پڅ دريځۍ ته وګوري زړه يې سوړ او له ناهيلۍ پرته بل څه په لاس نه ورځي په ټوله کې ويلای شم چې که غني د خپلې دورې تر پايه په همدې دريځ پاتې شي نو کيدای په وروستيو کې د خپلې کورنۍ ملاتړ هم دلاسه ورکړي ځکه ولس د غني په احساساتي ويناوو او جنون غوليدلی دی اوس دا د غني مسوليت دی چې د خپلو احساساتو حساب ولس ته ورکړي خدای دې وکړي چې ګران ولسمشر له دې پڅ دريځۍ څخه لاس واخلي او ټول هغه پرنسيپونه چې يو ولسمشر ورڅخه برخمن وي په ځان کې راولي او د ولس ناخوښۍ په خوښۍ بدله کړي که نو په سياسي لحاظ څه چې په شخصي لحاظ به هم ترې د ولس کرکه پيداشي .
د يو خپلواک او غوڅ درځي ولسمشر په هيله!